د عمد قتل د قضیې تر عنوان لاندې تمثیلي محکمه دایره شوه!!
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي تر چتر لاندې، د حقوقي کلینیک په نوښت د دې پوهنځي د قضاء او څارنوالي څانګې محصلینو ته د عملي برنامو په لړ کې د عمد قتل د قضیې تر عنوان لاندې تمثیلي محکمه جوړه شوه.
یاده برنامه زم زم د لوړوزده کړو مؤسسې د غونډو په تالارکې وروسته له غرمې په۳:۰۰ بجو پیل او په۴:۱۰ دقیقو پای ته ورسیده، پدغه برنامه کې زم زم د لوړوزده کړومؤسسې درې واړه پوهنځيو رئیسانو، کادري استادانو او ګڼ شمېر محصلینو ګډون درلود، تمثیلي برنامه له اجنډا سره سم د یو تن محصل قاري محمد حیدر له لوري د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره عملا پیل شوه، ورپسې زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال محمد نبي التموري ګډون والو ته د ښه راغلاست وینا ترڅنګ د حقوقي کلینیک له امر استاد فضل الهادي حقمل او همکارانو څخه مننه وکړه او محصلینو ته د دا ډول نورو برنامو جوړولو ډاډ هم ورکړ، محصلین یې وهڅول، ترڅو په ټولو عملي برنامو کې پراخ ګډون وکړي. ورپسې له اجنډا سره سم تمثیلي محکمه عملآ پیل او برنامه د محکمې د منشي لخوا ګډونوالو ته تشریح شوه. په پای کې یاده تمثیلي محکمه د حقوق او سیاسي علومو پوهنځۍ رئیس عبیدالله مرهوني لخوا ارزیابي او مثبت او منفي نقاط یې ګډونوالو ته روښانه کړل. بلاخره یاده برنامه د مفتي احمد شا ه حقاني په دعا لوستلو سره پای ته ورسیده.
#زم زم لوړو د زده کړو مؤسسه
#نشراتو او عامه اړیکو مدیریت
#زم زم سپېڅلی نوم، سپېڅلی هدف