په افغانستان کې د لوړو زده کړو د کچې او فیصدي لوړېدو او په نړۍ کې د لوړو زده کړو نهادونو ته په کتو چې څه ډول يې پرمختګونه کړي او څنګه يې د هغو هېوادو په پرمختګ، ثبات، امنیت، سیاست، اقتصاد او سیالي کې برخه اخستې ترڅو زموږ هېواد هم همدا هر څه ترلاسته کړي؛ نو د زم زم په نوم د تحصيلي نهاد د جوړولو نظریه په کال ۱۳۹۲ هـ ش کې منځته راغله او په دې برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړ، چې همدغه نظریه په همدې کال ۱۳۹۳ هـ ش کې په عمل بدله شوه او د لوړو زده کړو وزارت له خوا يې ټول قانوني مراحل په پانګه اچوونکي کس طی شول او قانوني جواز ورکړل شو، دا چې د لوړو زده کړو وزارت په دې برخه کې ډېر ژمن او هماهنګ وو رسماً يې په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې د فعالیت اجازه ورکړه ، چې يې په همدې کال اوله دوره محصلین د کانکور له لارې ونیول او فعالیت يې پیل کړ، زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه چې اوس مهال په افغانستان کې د خصوصي تحصيلي نهادونو په قطار کې ځای لري، خپل ټول فغالیتونه د افغانستان د اساسي قانون او د لوړو زده کړو وزارت د قوانیو، لایحو، مقررو په رڼا کې پرمخ وړي، ټولې کړنې يې ټولنې ته د داسې کادرونو وړاندې کولو لپاره دي.