اقتصاد پوهنځی

اقتصاد پوهنځی:

اقتصاد پوهنځي په  ۱۳۹۳ ه ش کال د لوړو زده کړو وزارت د رسمي جواز په اخستلو سره په فعالیت پیل وکړ، چې اکثره استادان يې د ماسټری ترکچې پورې زده کړې لري  او د ملي ژبو تر څنګ په نړيواله ژبه هم تدریس پکې کېږي.

او ياد پوهنځی دوه ډيپارټمنټونه اداره او تجارت، مالي او بانکي چارو ) لري، اوس مهال ګڼ شمېر محصلین پکې په زده کړو بوخت دي.

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې اقتصاد پوهنځي د کړنو او د محصلينو د ستونزو او نظرونو د شريکولو په وياړ اقتصاد پوهنځي ته څېرمه د شکايتونو صندوق نصب کړل شو.
زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې اقتصاد پوهنځي د چارو د سمون او رغون په وياړ پر ياد فعاليت لاس پورې کړ، دا په داسې حال کې ده چې زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې اقتصاد پوهنځي محصلينو ته د عملي زده کړو تر څنګ د علمي سمينارونو او روزنيزو پروګرامونو په برخه کې د لا ډېرو فرصتونو په لټه کې دی، تر څو محصلين وکولای شي د نظري زده کړو تر څنګ په عملي زده کړو سره لا ډېرې لاسته راوړنې ولري.
درنښت
زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه
اقتصاد پوهنځي رياست

زم د لوړو زده کړو مؤسسې اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلينو د استاد او لونګۍ د ملي ورځو په وياړ لمانځغونډه د نورو پوهنځيو له استادانو او محصلينو سره په يو لړ شاندارو مراسمو ولمانځل شوې:
غونډه د زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې اقتصاد پوهنځي محصل مولوي علاالدين له خوا د قران عظيم الشان د څو مبارکو اياتونو له تلاوت سره سم پيل شوه، ورپسې زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې د محصلينو چارو معاون استاد محمد امين علمي لخوا په تالار کې ټولو ګډونوالو، استادانو او محصلينو ته د همدې ملي ورځو په وياړ ښه راغلاست وويل شو او زياته يې کړه؛ دا ډول مراسم، کلتوري غونډې او ناستې، د استادانو ورځې د تېرو پېړيو او اجدادو، پلارونو او نيکونو کړه وړه او تاريخي پېښې راژوندی کول د ژونديو او ويښو ملتونو کار او زيار دی. د محصلينو چارو معاون ځوانان وهڅول، تر څو ورته پروګرامونه، غونډې، کلتوري اونۍ، د کتاب لوستنې بهير لا ګړندی کړي. په پوهنتونونو او علمي مراکزو کې د ورته پروګرامونو لړۍ کولای شي د ټولنې د وګړو مسير او لوری بدل کړي. يوازې ځوان کادرونه او علمي څېرې او سټې کولای شي، چې د ټولنې وګړي پر مثبت لوري رهي او رهبري کړي.
غونډه استادانو ته د دوی د ورځې په وياړ د لونګۍ پر سر کولو سره پای ته ورسېده.
درنښت
زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه
اقتصاد پوهنځي رياست

د اقتصاد پوهنځی اړیکو چینل

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه، لوړو پوړیزې ودانۍ، گردیز ښار، پکتیا، افغانستان.

۹۳-۷۹۸-۲۱۲-۲۱۲ (+)

info@zamzam.edu.af

Social Info

د نوم لیکنې لارښود

             موږ سره یوځای شئ ترڅو غوره وي.

                       زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه

        د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک باندې کلیک وکړئ.

نور یی ولوله

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې اداره

د فارغ شويو محصلانو د فراغت لمانځغونډه!
ـــــــــــــــــــــــــــ
زم زم د لوړو زده کړو مٶسسه ویاړي چې یو ځل بیا د دريو پوهنځيو(اقتصاد، انجنیري، حقوق او سیاسي علومو)څخه ګڼ شمېر برجسته او روزل شوي محصلان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.