د محصلانو چارو مرستیال بیوګرافی

+93-777-212-212

Building

د محصلانو چارو مرستیال بیوګرافی

 

د زم زم پوهنتون رئیس محمد امین علمي

ښاغلی محمد امين علمي د مولوي محمد اعظم علمي زوی په 1371 هجري لمريز کال کې په يوه روښانفکره، علمي او متدينه کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې غړولې دي.

ښاغلي علمي لومړنۍ او منځنی زده کړې د پکتيا ولايت په عبدالحی ګردېزي مرکزي عالي لېسه کې بشپړې کړې دي. په 2011 کال کې يې د ازاد رقابت له لارې نړيوالو بورسونو ته لار بيا موندله، چې د ليسانس په کچه يې د ادارې او تجارت په برخه کې له پېښور پوهنتون څخه د مالي برخې د تخصص سند په 2014 کال تر لاسه کړ.

له لږ ځنډ وروسته په کال 2016 کې د ازاد رقابت له لارې د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د ماسټري دورې ته بريالی شو او په کال 2018 کې يې له نوموړي پوهنتون څخه د ماسټري په کچه خپل دويم سند ترلاسه کړ.

ښاغلی علمي هېواد ته له راستنېدو سره سم زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې د قراردادي استاد په حيث ومنل شو، له لږ ځنډ وروسته د همدې علمي ادارې د اقتصاد پوهنځي د رسمي استاد په حيث پر دنده وګمارل شو. د تدريس پر مهال يې له ښو او کره فعاليتونو سره سره او د ارزونې په پايله کې د ياد پوهنځي د رئيس په توګه معرفي شو. ياده دې وي چې ښاغلي محمد امين علمي پکتيا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د افتخاري استاد په حيث هم څو سمسترونه تدريس تر سره کړی دی.

د اقتصاد پوهنځي د استادي او رياست له بريالي يوه کلن ماموريت وروسته زم زم د لوړو کړو مؤسسې د محصلانو چارو د معاونيت چارې وروسپارل شوې، د ګڼو کمېټو د مشري تر څنګ يې په نورو اکاډميکو فعاليتونو کې رغنده رول ولوباوه، د پوهنتون له پرسونل سره يې په علمي ډګر کې نه ستړي کېدوونکې هلې ځلې کړې دي، له علمي همکاريو يې درېغ نه دی کړی او لا ډېر رغنده رول يې پکې لوبولی دی.

ښاغلی محمد امين علمي له 1399 کال څخه راپدېخوا زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې د رئيس په توګه دنده پرمخ وړي. په چارو کې ورته د برياليتوب ترڅنګ د لا ډېرو لاسته راوړنو او پرمختګونو هيله کوو.