د نوم لیکنه او داخلې لارښود

د نوم لیکنه او داخلي لارشود:

  • زم زم پوهنتون د کانکور ازموينې د شولیت فورم د مالوماتو له څانګې او یا هم د زم زم پوهنتون له ویب سایټ څخه تر لاسه کړئ او نوموړی فورم
  • په ډېر دقت سره ډک کړئ. ډک شوی فورم له نورو تحصیلي اسنادو سره مل د محصلانو چارو مدیریت ته وسپارئ او که فورم مو په انلاین ډول تر لاسه کړی وي مربوطه ځای ته یې ولېږئ.
  • د فورم د تسلیمي پر وخت د کانکور ازموینې کارت تر لاسه کړئ د نوموړي کارت د نه درلودلو په صورت کې په ازموینه کې ګډون نشئ کولای.
  • د کانکور ازموینې د رارسیدو ورځي ته منتظر پاتې شئ او په کارت کې د ذکر شوې نېټې په پام کې نیولو سره په نوموړي کانکور ازموینه کې ګډون وکړئ.
  • هيڅ یو محصل له کانکور ازموینې پرته په پوهنتون کې ګډون نشي کولای همداراز د لوړو زده کړو وزارت څخه په دولتي کانکور کې د بریالي کېدو په صورت کې پوهنتون ته لار بیا موندلی شئ.
  • د بریالیو محصلانو د کانکور ازموینې نمرې له جمع کولو وروسته د محصل د بري لیک (شهادت نامې) په پام کې نیولو سره اعلانېږي. همدا راز د بریالیو محصلانو د کانکور ازموینې پایلې د زم زم پوهنتون د ویب سایټ له لارې اعلانېږي محصلان کولای شي د ځانګړو ورکړل شویو ای ډي نمبرو په مرسته خپلې پایلې وګوري. همدارنګه د کانکور ازموینې پایلې د پوهنتون په داخل کې په دېوال هم ځړول شوې وي.
  • که چېرې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوي یاست او دفراغت تصدیق نه وي ورکړل شوی په موقتي ډول منل کېږي او تاسو ته فرصت درکول کېږي تر څو د اړتیا وړ ټول اسناد برابر او د محصلانو چارو مدیریت ته یي په نوموړو ورځو کې وسپارئ.
  • د محصلانو چارو مدیریت د کانکور ازموینو له پایلو وروسته په درې ورځو کې نوموړی لست لوړو زده کړو وزارت ته له مکتوب سره مل د اندارج کتاب په بڼه لېږي.
  • خپل د خوښې وړ پوهنځي ته له بریالي کېدو وروسته باید ۲۰ سلنه فیس مالي مدیریت ته ورکړل شي تر څو نوموړی محصل ID NO تر لاسه کړي د ای ډي نمبر ترلاسه کولو وروسته محصلانو چارو مدیریت ته مراجعه وکړئ چې مربوطه پوهنځي ته مو مکتوبي معرفي کړي
  • همدارنګه محصل باید د معرفي مکتوب او د پوهنتون کارت تر لاسه کړي
  • د نوموړو موادو له پوره کولو وروسته محصل کولای شي ټولګي ته په ډېر اطمنان او ډاډه زره لاړ شي او زده کړو ته ادامه ورکړي.