د شاملېدو شرایط

زم زم پوهنتون کې د شاملېدو شرایط:

  1. د دولسم یا څوارلسم ټولګي څخه د فراغت سند چې د پوهنې وزارت یا له تخنیکي او مسلکي زده کړو له معینیت څخه تائید شوی وي.
  2. د تابیعت تذکرې درلودل.
  3. شپږ قطعې عکسونه.
  4. په کانکور ازموینه کې بریالیتوب.

درسي وختونه:

سهار 06:00AM

سهار 09:00AM

مازدیګر 03:00PM

د محصلینو حقوق او امتیازات:

  1. د هېواد نافذه قوانینو او د لوړو زده کړو وزارت د قانون مطابق لوړو زده کړو ته د محصلانو لاسرسی حق تامینول.
  2. د نژادي، قومي، ژبني، سمتي، مذهبي، عقیدوي، سیاسي او ټولنیزو تعصبونو پرته د تحصیل له حق څخه استفاده.
  3. په وړیا ډول د سمینارونو، کنفرانسونو او کورسونو څخه ګټه پورته کول.
  4. د پوهنتون له امکاناتو (کتابتون، کمپیوټر لب، انټرنیټ، فرهنګي او ورزشي) خدماتو څخه وړیا ګټه پورته کول.
  5. په علمي، ادبي او فرهنګي انجمنونو کې د قانون مطابق ګډون کول.
  6. علمي کارونو، ستاژ، تجربو او نظریاتو وړاندې کولو ته د لاسرسي حق ورکول.
  7. د محصل د ظرفیت لوړونې لپاره هر اړخيز امکانات برابرول.
  8. په ټولو برخو کې د محصل د حقوقو د تامین په پار عدالت پلي کول.
  9. د پوهنتون د اساسنامي او لایحې مطابق د تحصیلي دورې بریالیتوب څخه وروسته د معتبرو تحصیلي اسنادو ترلاسه کول.

پوهنځي او ډيپارټمینټونه:

  1. اقتصاد پوهنځی
    • اداره او تجارت
    • مالي او بانکي
  •  
  1. انجنیري
    • سیول
    • مهندسي
  •  
  1. حقوق او سیاسي علوم
    • قضاء او څارنوالي
    • اداره او تجارت
  •