د لوړو زده‌کړو وزارت د ارزونې او څارنې ریاست قدرمن هیئت د خصوصې ليسانس برنامو د ارزونې په لړۍ کې دا ځل په خپل وار سره د سویل ختیځ زون/ پکتیا ولایت زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه.

د لوړو زده‌کړو وزارت د ارزونې او څارنې ریاست قدرمن هیئت د خصوصې ليسانس برنامو د ارزونې په لړۍ کې دا ځل په خپل وار سره د سویل ختیځ زون/ پکتیا ولایت زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې د جواز لرونکو پوهنځیو له جملې څخه یوازې د حقوقو او سیاسي علومو او اقتصاد پوهنځیو له بېلا بېلو څانګو څخه ارزونه تر سره کړه.

نېټه: ۱۴۰۱/۰۳/۲۴

د خصوصي برنامو د ارزوني په موخه د لوړو زده‌کړو له وزارت څخه راغلي هیئت، زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو او اقتصاد پوهنځیو اړوند ډیپارټمنټونو څخه ارزونه تر سره کړه، په دې ارزونه کې د لوړو زده‌کړو وزارت د خصوصي لیسانس د ارزیابۍ محترم امر قاضي عبدالباري غفاري، د پکتيا پوهنتون د علمي چارو دروند او د ډ‌ېر قدر وړ مرستيال ښاغلی استاد سيف روهي او د پکتیا پوهنتون د تضمین کیفیت محترم امر دوکتور نوراجان عاطف او په اکاډمیکه برخه کې د لوړو زده‌کړو وزارت د قوانینو او لوایحو د تطبیق او نظارت کارشناس محترم قاري مستقيم نظامي لخوا زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې د ټول تدريسي او اداري پرسونل په وړاندې ترسره شوه.زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې رهبري هیئت نوموړي هیئت ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ځانګړې مننه وکړه، له وزارت څخه راغلي محترم هیئت مشر قاضي عبدالباري غفاري د تعلیم او تحصیل په اهمیت خبرې وکړي. د ارزونې د نوموړي پړاو پيل د لوړو زده‌کړو وزارت لخوا د را استول شوي خصوصي چک لیست پر بنسټ تر سره شوه، په دې ارزونه کې د اقتصاد پوهنځي د ادارې او تجارت، مالي او بانکي څانګې او همدارنګه په نوموړې ارزونه کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي؛ د ادارې او ډيپلوماسي، قضا او څارنوالي څانګې شاملې وې.د ياونې وړ ده چې د ارزونو په لړۍ کې تېر ځل د انجنيري پوهنځي سېول څانګه هم ارزول شوې وه او لوړې نمرې يې ترلاسه کړې وې.یاده ارزونه په دوو برخو استواره وهلومړی: مشاهده: نوموړي هیئت زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې له محصلینو سره ولیدل، د تدریس اړوند يې پوښتنې وکړې، په اړونده برخه کې يې د محصلانو نظرونه واورېدل او د استادانو او محصلانو تشویق او خپلو دندو ته يې متوجه کړل. همدارنګه د نوموړي هیئت غړیو د پوهنتون ټولې اړوندې برخې لکه کتابتون، د انجنیري پوهنځي د معياري ټيسټونو لابراتوار، حقوقي کلنيک، د مشورې او کارموندنې مرکز، د محصلانو چارو مدیریت، تدریسي خونې، جمنازیوم، ډیټابیس، کمپیوټر لب، د سمینارونو خونه، د غونډو تالار، جومات، د وسایطو د پارکنګ کولو ځانګړی ځای او نورې اړوندې برخې يې وکتلې.دوهم: د چک لیست پر بنسټ د پوهنځیو د ډیپارټمنټونو ارزونه: په دې ارزونه کې د ځانګړي چک لیست مطابق ټولې برخې وارزول شوې، غوښتل شوي موارد او اړوندې ضميمې د لوړو زده‌کړو وزارت ته واستول شوې.

پای

زم زم ، سپېڅلی نوم، سپېڅلی هدف
#نشراتو او عامه اړیکو مدیریت
1 Response

Leave a Reply