لیدلوری،ماموریت او موخی

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسی لر لید:

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي او پیاوړې اراده لري، چې په نږدې راتلونکي کې  د علمي څېړنو، تدریس، ټکنالوژي او ځوانو علمي کادرونو د نوښتونو پرمټ د سیمې په کچه یو معیاري علمي نهاد په څېر راڅرګند شي.

د زم زم لوړو زده کړو مؤسسې ماموریت:

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه  د ځوانو کادرونو، شته امکاناتو، علمي او ورځنیو اړتیاوو پر بنسټ د څېړنو په هڅه کې دی، ترڅو خپل لرلید او ارمان ته ځان ورسوي. د کیفیت د تضمین، د محصلینو د ظرفیت د لوړاوي، نوښتونو، کاري پیاوړتیا، روزلو او باکیفیته تحصیلي کچې د لوړوالي په پار په ټولنه کې خپل اکاډمیو فعالیتون تر سره کوي .