د پوهنتون رئیس پیغام

chancellor@zamzam.edu.af

+93-777-212-212

د پوهنتون رئیس پیغام

دا چې تحصیل نه یوازې د وروسته پاتې هیوادونو لپاره بلکې د نړۍ د ټولو پرمختلیلو هیوادونو لپاره مبرمه او اړینه اړتیا ده ، د نړۍ د هیوادونو وېش ته که ځیر شو ،هیوادونه په دوه کتګوریو وېشي، پرمختللي او پرمختیایي، بناً د وروسته پاتې هیوادونو د وروسته پاتې والي اساسي راز د تحصیل نشتون ، یاد علمیت ټیټه کچه ده ، هر هغه هیوادونه کوم چې غواړي د پرمختللیو هیوادونو په قطار کې ودرېږي، یا د منابعو څخه اعظمي استفاده وکړي، باید متخصص کاري ځواک وروزي ، چې دا کار یوازې او یوازې د یوه هیواد په علمي او تحصیلي نهادونو کې ممکن دی ، محصل باید حاصلونکی او محقق واوسي، د محصل تحصیلي ژوند باید داسې عیار شي ، چې په واقعي مانا تحصیلي غوښتنې پکې منعکسي شي، محصل باید نړیوال تحصیلي نورمونه په پام کې ونیسي، محصل باید  خپل ارزښتناک وخت مدیریت کړي، محصل باید هغه څوک واوسي کوم چې له محصل څخه یې تقاضا کیږي، محصل باید په اسلامي اخلاقو سمبال واوسي ، محصل باید ملي فکر ولري او ملي شتمنیو ته ښه نیت ولري، محصل باید مشخص اهداف د ځان لپاره وټاکي او د همدغه مشخصو اهدافو تر لاسه کولو په پار باید مشخص پلان ولري ، تر څو یې پر مټ اهداف تر لاسه کول ممکن شي، تحصیلي نهادونو ، باالخصوص  زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې ستراتیژیک هدف او موخه داده چې د هیواد باکیفیته تحصیلي کچه لوړه کړي، د ټولنې په پر مختګ کې د بل هر چا په نسبت فعاله او بارزه ونډه واخلي، او د هیوادوالو د خدمت په موخه رښتنونې ، ژمن او په کار پوه متخصص کاري ځواک ټولنې ته وړاندې کړي.

درنښت

ډاکټر شیرمحمد نقشبندي

د زم زم پوهنتون رئیس