تضمین کیفیت

د تضمین کیفیت امریت د هېواد په کچه د لوړو زده کړو مؤسسو او پوهنتونونو د کیفیت ښه والي لپاره د پروسې او مدیریت د ارزونې په برخه کې یو مهمه او اساسي پروګرام ده. دا چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا د اعتبار ورکولو پروسه په بېلابېلو پړاوونو پورې اړه لري د پوهنتونونو د داخلي کیفیت د ښه والي په برخه کې هر کال د علمي پروګرامونو د بیاکتنې د راپور د چمتو کولو او تصویب په برخه کې د علمي چارو له مرستیال سره همکاري کوي او همدارنګه د علمي پروګرامونو د بیاکتنې راپورونه د پوهنتون علمي شورا ته وړاندې کوياو د لوړو زده کړو مؤسسو  د ریاست په غونډو کې د تصویب لپاره علمي شورا ته وراړندې کوي له تصویب څخه وروسته د تضمین کیفیت محترم ریاست ته په رسمي ډول لیږل کیږي.

همدارنګه  تضمین کیفیت امریت له یوې خوا، د زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې  په ټولو و برخو کې د تضمین کیفیت د معیارونو د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د خپلو عملیاتي پلانونو سره سم داخلي بیاکتنې ترسره کوي او له بلې خوا  په دوامداره توګه د زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه د ټولو علمي او اداري فعالیتونو بیاکتنه او لارښوونه کوي.

 زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې د تضمین کیفیت امریت د زم زم  د لوړو زده کړو د مؤسسې  د رهبري هیئت ، د تضمین کیفیت د کمیټې د مسوول او تضمین کیفیت د فرعي کمېټو مسوولینو په همکارۍ د زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې په ټولو څانګو کې د کیفیت د ښه والي او اسنادو په برخه کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي. په ټولو علمي څانګو کې په دوامداره او مؤثره توګه د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت ریاست لارښود مطابق ټول فعالیتونه سرته رسولی.

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې د تضمین کیفیت امریت تل کوښښ کوي تر څو زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه  يو له ملي او نړيوالو مشهورو پوهنتونونو څخه وګڼل شي او د  مسلکي  کادرونه او متخصصینو د روزلو په برخه کې د هېواد او بهر له هیواد د لومړۍ درجې پوهنتونونو په ليکو کې کار وکړي.  او په  ملي او نړیوالو معیارونو سره سم روزل شوي کادرونو ته روزنه ورکړي او په دې توګه ټولنې ته اغیزمن خدمت وړاندې کړي او د ملي او نړیوالو پوهنتونونو په پرتله د ټولنې په پرمختګ کې ارزښتناکه ونډه واخلي.

د تضمین کیفیت امریت د دندو لایحه:

  • د علمي معاونیت او پوهنځیو په مرسته د استادانو د وړتیاوو بررسي کول.
  • د کیفیت د لوړاوي د برنامو اجرا کول، تحلیل کول، د هر سمستر په پای کې د محصلانو او د استادانو چارو مدیریت په مرسته راپور وړاندې کول.
  • پوهنځیو د درسي نصاب د تطبیق څخه نظارت او ډاډ حاصلول.
  • د درسي کیفیت د ارزیابی د طرزالعمل تطبیق.
  • د مؤسسې د پوهنځیو او مدیریتونو د علمي فعالیتونو راپور اخیستل(ستراتیژیک پلان، میاشتنې، سمستروار کاري پلان، د تدریس د بهبود پلان، د استادانو د تدریس عملیاتي انفرادي پلان او کورس پالیسیاني).
  • په منظم ډول د مؤسسې د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکولو د کمیتې د غونډو دایرول او په غونډه کې د نیول شویو تصامیمو تعقیبول.
  • د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکولو اړونده میاشتنۍ غونډو کې په منظم ډول ګډون کول.
  • د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکولو اړوند اسنادو د ارشیف حفظ او ساتل.
  • د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست سره اړیکه او د تضمین کیفیت په برخه کې د هغوی له تجربو څخه ګټه اخیستل.
  • د مؤسسې د پالیسیو او کړنلارې او په خاص ډول د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکولو مربوط کړنلارې څخه خبراوی او پیروي کول.
  • . د علمي معاونیت، پوهنځیو او ډيپارټمینټونو د مربوطه استادانو په همکارۍ د درسي فصلونو د تطبیق د څرنګوالي نه ارزیابي کول.
  • . د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکولو پورې د مربوط نورو پروګرامونو ارزیابي او تطبیق کول.
  • د پوهنتون ریاست او علمي معاونیت ته د راپور وړاندې کول.
  • د لوړو زده کړو وزارت ته د سمستر وار راپور وړاندې کول.
  • د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکولو امر د کمیټې په رأس کي قرار لري.
  • د تضمین کیفیت د یوولس ګونو معیارونو تطبیق او په هغو کار کول.
  • علمي پروګرامونو دوره یې کنته ترسره کول.