انجنیری پوهنځی

 زم زم د لوړو زده کړو مؤسسی انجنیری پوهنځۍ یوله هغه پوهنځیو څخه دی چې په ۱۳۹۳ کال کې  تأسیس شوی او د سېول انجینري او د مهندسي د څانګې لرونکی دی.انجنیرۍ پوهنځی  د تیرو څو کلونو  په درشل کې په یادو څانګو کې زیات شمیر کادرونه ټولنې ته په دولتي او غیر دولتي سکتورونو کې د خدمت په موخه وړاندي کړي .

 

انجینري پوهنځی په سیول څانګه کې د کریدیت نړیوال سیستم پیل کيږي:

په تیرو کلونو کې د پوهنځی د انکشافي او ستراتیژیک پلان له مخې د سېول همدارنګه د مهندسۍ څانګې ایجادې شوې،  چې د سیول څانګې تر دې دمه دوه دورې فارغین ورکړي چې په لومړی دوره کې پنځه تنه او همدارنګه په دوهمه دوره کې یې دری تنه فاغین ورکړي دي، همداشان ګڼ شمېر محصلین په دې ډیپارتمنت کې په زده کړو بوخت دي او په هر کال او په هر کانکور(بهاري او خزاني) ازموینه کې دې څانګې ته ګڼ شمېر محصلین جذبیږي. ددې ترڅنګ د  مهندسي څانګې تراوسه پورې نه محصل لري او نه هم فارغین او زم زم لوړو زده کړو مؤسسې انجنیري پوهنځی ددې هڅه کوي تر څو د نوموړې څانګې د فعالیدو لپاره استادان او همداشان محصلین جذب کړي.

 

د انجنیریِ پوهنځی دیپارتمنت:

د انجینري پوهنځي اداره په دې هڅه کې ده چې په یاده څانګه(سیول) علمي پروګرام کې د اوسنۍ عصري نړۍ مطابق انجینري  پروګرامونه د هېواد د ملي او د لوړو زده کړو وزارت د ستراتېژیو په پام کې نیولو سره  پلي کړي، چې دغې چارې ته يې په خپل پنځه کلن (۱۳۹۷- – ۱۴۰۱) ستراتیژیک پراختیايي پلان کې لومړيتوب ورکړی دی.

د انجینري پوهنځي اداره په دې هڅه کې ده چې په یاده څانګه(سیول) علمي پروګرام کې د اوسنۍ عصري نړۍ مطابق انجینري  پروګرامونه د هېواد د ملي او د لوړو زده کړو وزارت د ستراتېژیو په پام کې نیولو سره  پلي کړي، چې دغې چارې ته يې په خپل پنځه کلن (۱۳۹۷- – ۱۴۰۱) ستراتیژیک پراختیايي پلان کې لومړيتوب ورکړی دی.

په دې پنځه کلن ستراتيژيک پلان کې انجینري پوهنځي خپل لیدلوري او موخو  ته په کتو د خپل ماموریت په موثره توګه ترسره کېدو لپاره ټولې اړتیاوې او اسانتیاوې په هر اړخیزه توګه په پام کې نیولي دي. د دې پلان د ترتیبولو لپاره د پوهنځي د ادارې لخوا د پوهنځي د علمي شورا په تائید د ستراتیژیک پراختیايي پلان جوړولو کمېټه جوړه  شوېده چې غړي یې له اړوندې څانګې څخه ټاکل شوي دي. په یاد پلان کې پر بنسټيزو تاسیساتو او اسانتیاوو رامنځته کولو سربېره، د پوهنځي او څانګو علمي، اکاډمیکو او څېړنیزو چارو د پراختیا په برخه کې ظرفیت لوړونې او علمي پروګرامونو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.  دغه راز  ددې ستراتېژیک پلان په ترتیبولو کې د پوهنځي تېرو ستراتیژیکو پراختیايي پلانونو او د پوهنځي د  ښکیلو خواوو رغنده نظرونه په پام کې نیول شوي. په ذکر شوي پنځه کلن پلان کې ټولې هغه برخې چې په تېرو ستراتیژیکو پلانونو کې يې چارې نیمګړې پاتې وې په پام کې نیول شوي او د پوهنځي او پوهنتون اداره يې بشپړپلي کېدو ته ژمنه ده.

د یاد پلان له پلي کېدا وروسته به پوهنځی   د پوهنتون او په سیمه ییزه کچه ځانګړی نوم  او باور ترلاسه کړي، چې په پاېله کې به د زم زم لوړو زده کړو مؤسسې مشرتابه وهڅول شي چې پوهنتون او په خاصه توګه پوهنځي  ته هر اړخیزه مالي، اداري او اکاډمیکه خپلواکي ورکړي او پوهنتون به د لا پرمختګ او ودې فرصتونه ترلاسه کړي.

د انجنیری پوهنځی اړیکو چینل

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه، لوړو پوړیزې ودانۍ، گردیز ښار، پکتیا، افغانستان.

۹۳-۷۹۸-۲۱۲-۲۱۲ (+)

[email protected]

Social Info

د نوم لیکنې لارښود

             موږ سره یوځای شئ ترڅو غوره وي.

                       زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه

        د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک باندې کلیک وکړئ.

نور یی ولوله

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې اداره

د فارغ شويو محصلانو د فراغت لمانځغونډه!
ـــــــــــــــــــــــــــ
زم زم د لوړو زده کړو مٶسسه ویاړي چې یو ځل بیا د دريو پوهنځيو(اقتصاد، انجنیري، حقوق او سیاسي علومو)څخه ګڼ شمېر برجسته او روزل شوي محصلان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.