د میلادالنبيﷺ د ورځې په وياړ د پیغمبرﷺ د سیرت او کړنو په تړاو علمي او روزنيز سمينار وړاندې شو

نېټه: ۱۴۰۱/۷/۱۸

د ربیع الاول ۱۲ نېټه د بشریت د ستر لارښود حضرت محمد مصطفیﷺ د میلاد له مبارکې نېټې سره سمون خوري؛ هر کال دا ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو لخوا د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېږي.زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې هم خپل رسالت ته په کتو سره یاده ورځ د یو ځانګړي سمینار د دایرولو په ترڅ کې ولمانځله، په دې سمينار کې چې د دوشنبې په ورځ د روان کال د میزان میاشتې په ۱۸ نېټه دایر شوی و، د پیغمبرﷺ د ژوندانه په ټولو برخو هر اړخیزې مفصلې خبرې وشوې.

سمينار د قران‌عظیم‌الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې رئیس استاد محمد امین علمي د ښه راغلاست ترڅنګ د حضرت محمدﷺ د ژوندانه په بېلا اړخونو خبرې وکړې، د علمي سمينار په اوږدو کې د اسلامي ثقافت د برخي استاد مفتي احمدشاه حقاني د پیغمبرﷺ د ژوند او د علم و پوهې په ارزښت خبرې وکړې، ورپسې د اقتصاد پوهنځي محصل شفیع الله د پیغمبرﷺ په نسب او شجرې خپله ليکلې مقاله واوروله، ورپسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو مولوي عبدالوکیل او مولانا حمیدالله هر یوه په خپل وار سره د پیغمبرﷺ په سیاسي او قضایي ژوند او کړنو خپلې مقالي واورولې، ورپسې زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې د علمي چارو مرستیال استاد محمدنبي التموري د اسلام مبین دین په نړیوالتوب او د پیغمبرﷺ د سیرت اړوند د سمينار دایرولو په اهمیت خبرې وکړې، ښاغلي التموري د دا ډول نورو سمينارونو د دائيرولو په اړه هم محصلانو ته ډاډ ورکړ او همدارنګه یې د سیرت النبيﷺ د سيالۍ پر لار اچولو اړوند محصلانو ته زېری ورکړ، د غونډې په پای کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصل رحیم ګل په خپل خوږ غږ کې نعت شریف واوراوه او بلاخره د ستاینلیکونو لړۍ پیل او سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.

پای

د نشراتو او عامه اړيکو مديريت

زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسه

1 Response

Leave a Reply