په افغانستان کې د لوړو زده کړو د کچې او فیصدي لوړېدو او په نړۍ کې د لوړو زده کړو نهادونو ته په کتو چې څه ډول يې پرمختګونه کړي او څنګه يې د هغو هېوادو په پرمختګ، ثبات، امنیت، سیاست، اقتصاد او سیالي کې برخه اخستې ترڅو زموږ هېواد هم همدا هر څه ترلاسته کړي؛ نو د زم زم په نوم د تحصيلي نهاد د جوړولو نظریه په کال ۱۳۹۲ هـ ش کې منځته راغله او په دې برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړ.
زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي او پیاوړې اراده لري، چې په نږدې راتلونکي کې د علمي څېړنو، تدریس، ټکنالوژي او ځوانو علمي کادرونو د نوښتونو پرمټ د سیمې په کچه یو معیاري علمي نهاد په څېر راڅرګند شي
زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه د ځوانو کادرونو، شته امکاناتو، علمي او ورځنیو اړتیاوو پر بنسټ د څېړنو په هڅه کې دی، ترڅو خپل لرلید او ارمان ته ځان ورسوي. د کیفیت د تضمین، د محصلینو د ظرفیت د لوړاوي، نوښتونو، کاري پیاوړتیا، روزلو او باکیفیته تحصیلي کچې د لوړوالي په پار په ټولنه کې خپل اکاډمیو فعالیتون تر سره کوي