د محصلانو معاونیت اړوند عمومي مالومات:
زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو چارو معاونیت د تاسیس نه راپدېخوا د محصلانو چارو د نظم او لا ښه انسجام په پار جوړ او په کار پیل وکړ، د زم زم پوهنتون یو له مهمو معاونیتونو څخه ګڼل کېږي ، چې د محصلانو سره مستقیمه په اړیکه کې دی ، ستونزې یې مستقیما اوري او د حل په پار یې اقدامات کوي،یاد معاونیت په دې هڅه کې ده ، تر څو یو ښه مدیریتي سیستم رامنځته کړي او د محصلانو ستونزې پرې حل کاندي
ياد معاونیت د هېواد نافذه قوانینو، لوړو زده کړو وزارت قوانینو او داخلي طرزالعملونو په اساس پدې هڅه کې ده چې د محصلانو ټولو مسائیلو ته ځواب ویونکی واوسي .
محصلانو معاونیت هڅه کوي ، چې د محصلانو د ستونزو د حل لومړنۍ دروازه واوسي
محصلانو معاونیت په خپل چوکاټ کې د ازموینې کمېټه ، د مالوماتو خونه ، محصلانو مدیریت ، فارغانو مدیریت، محصلانو انجمن، فارغانو مدیریت،سپورت کمېټه ، د پوهنځيو تدریسي مدیریتونه او محصلانو ته د کارموندنې او رواني مشورو مرکز لري ، چې هر یو یې د محصل اړوند خدمات وړاندې کوي.