تاریخچه

په افغانستان کې د لوړو زده کړو د کچې او فیصدي لوړېدو او په نړۍ کې د لوړو زده کړو  نهادونو ته په کتو چې څه ډول يې پرمختګونه کړي او څنګه يې د هغو هېوادو په پرمختګ، ثبات، امنیت، سیاست، اقتصاد او سیالي کې برخه  اخستې ترڅو  زموږ هېواد هم همدا هر څه ترلاسته کړي؛ نو د زم زم په نوم د تحصيلي نهاد د جوړولو نظریه په کال ۱۳۹۲ هـ ش کې منځته راغله او په دې برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړ، چې همدغه نظریه په همدې کال ۱۳۹۳ هـ ش کې په عمل بدله شوه او د لوړو زده کړو  وزارت له خوا يې ټول قانوني مراحل  په پانګه اچوونکي کس طی شول او  قانوني جواز  ورکړل شو، دا چې د لوړو زده کړو  وزارت په دې برخه کې ډېر ژمن او هماهنګ وو رسماً يې په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې د فعالیت اجازه ورکړه ، چې يې په همدې کال اوله دوره  محصلین د کانکور له لارې ونیول او فعالیت يې پیل کړ، زم زم د لوړو زده کړو  مؤسسه چې اوس مهال په افغانستان کې د خصوصي تحصيلي نهادونو په قطار کې ځای لري، خپل ټول فغالیتونه د افغانستان د اساسي قانون او د لوړو  زده کړو  وزارت د قوانیو، لایحو، مقررو  په رڼا کې پرمخ وړي، ټولې کړنې يې ټولنې ته د داسې کادرونو وړاندې کولو لپاره دي.

زم زم پوهنتون امکانات/ سهولتونه ((Facilities

  • معیاري نصاب او مجرب استادان
  • مجهز او معیاري ټولګي
  • مجهزې امنیتي کامرې
  • د وسایطو درولو لپاره پراخ پارکینګ
  • د علمي سمینارونو لپاره معیاري تالار
  • مجهز او ډيجټلي کتابتون.
  • د کارموندنې او رواني مشورې مرکز.
  • حقوقي کلنیک.
  • غني لابراتوار.
  • مجهز کمپیوټر لب.
  • امن فضاء
  • ښه نظم او ډسپلین.

د پوهنتون اصول

  • د کیفیت تدریس
  • روڼتیا او حساب ورکونه
  • په ډسپلین پورې محدود

د پوهنتون غوره ځانګړتیاوې

  • تجربه لرونکي او ساینسي کارمندان
  • مسلکي او ژمن اداري کارکوونکي
  • پرمختللی او عصري نصاب

د فارغ‌التحصیلان ټولنه

د محصلینو ټولنه