ستراتیژيک پلان

زم زم د لوړو زده ‌کړو مؤسسې پنځه کلن ستراتيژيک پلان

(2023-2027)م (1402- 1406)هـ. ش

لړلیک

.1زم زم د لوړو زده‌ کړو مؤسسې د رئيس پيغام 1

2. ستراتیژیک مفهومونه. 3

4. سريزه 7

5. د مؤسسې لرليد 12

6. د مؤسسې ماموريت.. 12

7. زم زم د لوړو زده‌ کړو مؤسسې ارزښتونه. 12

8. ستراتيژیکې موخې. 12

9. زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي په راتلونکو پنځو کلونو کې خپلې ټولې برنامه د لوړو زده کړو جلیله وزارت د لسګونو ستراتیژیکو موخو په رڼا کې په لاندې ډول تظیم کړي: 13

9.1. د څېړنو پراختیا،د علم تولید او نوښت:  13

9.1.1. د څېړنيزو پروګرامونو او د پروژو ترسره کول: 13

9.1.2. علمي پروګرامونه. 14

9.1.2.1. د نويو کادرونو ګومارل: 14

9.1.2.2.علمي ترفيع‌ګانې. 14

9.1.3. لنډ مهاله روزنیز پروګراونه په لار اچول. 14

9.1.4. د نویو پوهنځیو تاسیسول. 14

9.1.5. په بیلابیلو برخو کې د علمي تألیفاتو تدوینول. 15

9.2. اداره،رهبري او د فساد بشپړ له منځه تلو لپاره سیستم رامنځ ته کول. 15

9.2.1. اداري بروکراسي. 15

9.2.2. رهبري. 15

9.2.3. د فساد په وړاندي مبارزه 16

9.2.4. د مؤسسې د بودجې زیاتول. 17

9.2.5. په مختلفو برخو کې د ډونرانو (Donors) توجه جلبول. 17

9.2.6. په اسلامي طریقه د موقت اضافي فنډ په لار اچولو څخه  ترلاسه کیدونکي عواید 17

9.2.7. د مرستو جلب.. 17

د محصلینو د جذب زیاتوالی 9.2.8. 18

9.3. د نصابونو بیا کتنه،پراختیا او تدوین: 18

9.3.1. د تحصيلي نصاب تقویه او بيا کتنه: 18

9.3.2. د تحصيلي نصاب د بيا کتنې او انکشاف لپاره لاندې کړنې په نظر کې نيول شوې دي. 18

9.3.3. د کرېډيټ پلي کول او پياوړي کول. 19

9.4. نظارت او ارزونه او پر مټ یې زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې کیفیت لوړونه: 19

9.4.1. د کيفيت لوړاوی او بشپړ اعتبار ترلاسه کول. 19

9.4.2. ارزیابي او نظارت.. 20

9.5. د برښنايي زده کړو پراختیا او بهبود 20

9.5.1. بریښنايي زده‌کړې. 20

9.5.2. معلوماتي ټيکنالوژي ته لاسرسی او پراختيا 21

9.6. د زېربناوو پراختیا،بهبود او تجهیزول: 21

9.6.1. د سروې په برخه کې د پروژو اخستل. 21

9.6.2. د انجنیري پوهنځي په چوکاټ کې د انجینیري لابراتوار فعالول. 21

9.6.3. د جمنازیوم، اډیټوریوم، او لیلیې رغول. 22

9.6.4. د حقوقي خدماتو او مشوري ورکولو  مرکز پیاوړی کول. 22

9.6.5.  زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې لپاره د نوي ملکیت موضوع ته خاصه پاملرنه کول. 22

9.6.6. د نوې اخستل شوې ځمکې د احاطې د دیوال جوړول. 23

9.6.7. په نوې ځمکه د معیاري تعمیر د نقشي جوړول. 23

9.6.8. د تعمیر په اخرنیو پوړونو کې د استادانو د ليلې، اشپزخاني، جمنازیوم او نورو ضرورت وړ ځایونو جوړول: 23

9.6.9. د مؤسسې د عمومي کتابتون لپاره ځانګړی اطاق جوړول: 23

9.6.10 . د انجنیري پوهنځي د لابراتوار لپاره ځانګړی ځای په نظر کې نیول: 23

9.7. د علمي کادرنونو او کارمندانو ظرفیت لوړونه: 23

9.7.1. د علمي کادرونو علمي پرمختک اولا مسلکی کول 24

9.7.2. راتلوونکو پنځو کالونو ته په پام د علمي کادر غړو د تحصيلې کچې لوړول. 24

9.7.3. لنډمهاله زده‌کړې. 24

9.8. د تقنیني او تخنیکي اسنادو بیا کتنه: 24

9.8.1. د نوي ستراتیژیک پلان تدوین: 24

9.8.2. د ستراتیژیک پلان سره سم د پنځه کلن او کلنیو عملیاتي او تطبیقي پلانونو جوړول: 24

9.8.3. کال په کال د پالیسیو،میکانیزمونو او مقرراتو تدوین او تعدیل: 25

9.9. د اکاډمیکو او غیر اکاډمیکو نهادونو تر منځ د اړیکو پیاوړي کول. 25

9.9.1. د علمي توامیتونو پراختیا 25

9.10. لوړو زده کړو ته عادلانه لاسرسی او محصلینو ته د دوی د استعدادونو د رشد په پار خدمات وړاندې کول. 25

9.10.1. لوړو زد‌ه ‌کړو ته لاسرسی. 25

9.10.2. د محصلانو جذب.. 26

9.10.3. محصلانو ته د خدماتو کيفي کول او زياتول. 26

9.10.3.1. د عملي زده‌کړو، انټرنشيپونو او بېلابېلو برخو کې د محصلانو روزنه. 26

9.10.3.2. کلتوري، علمي او ورزشي پروګرامونو ته لا ډېره پاملرنه. 27

9.10.3.3. روغتيايي، مشورتي او رواني برخو ته ځانګړې پاملرنه . 28

9.10.3.4. له تعصب، خرافاتو، روږدي کېدلو او تاوتريخوالي سره مبارزه . 28

9.10.3.5. نوي بريالي شوي محصلان د مؤسسې له چاپېريال سره اشنا کول. 29

10. د موجوده وضعيت تحليل. 30

10.1. د داخلې چاپیريال د لاملونو تحليل. 31

10.1.1. د قوت ټکي 32

10.1.2. د ضعف ټکي. 32

10.1.3. د داخلي عواملو د ارزونې میټریکس… 32

10.2. بهرني چاپریال دلاملونو تحلیل. 35

10.2.1. فرصتونه. 35

10.2.2. تهدیدونه. 35

10.2.3. د خارجي عواملو د ارزونې میټریکس… 35

10.3. د محیطي عواملو داخلي او بهرنیو مقایسه 35

10.3.1. د IE روش.. 35

10.3.2. د SWOT پر بنسټ د ستراتیژیو طرح کول. 36

10.3.3. د ستراتیژیک حالت تعینول. 40

11. د ستراتیژیو ټاکنه. 40

11.1. مالي او اداري. 40

11.2. د بشري سرچينو پراختيا 40

11.3. زیربناوي. 40

11.4. اداري پراختيا او تشکيلات.. 40

11.5. علمي برنامې او څېړنې. 40

11.6. لوړو زده کړو ته لاس‌رسی او د ټولنې اړتياوې. 41

11.7. د ظرفیتونو لوړتیا او د کیفیت څارنه او ارزونه. 41

12. د ستراتیژیو لومړیتوب ټاکنه د(QSPM) په اساس.. 42

13. د زم زم لوړو زده کړو مؤسسې ستراتیژيک لومړیتوبونه. 57

14. لنډ مهاله موخې. 61

 .1زم زم د لوړو زده‌ کړو مؤسسې د رئيس پيغام

بسم الله الرحمن الرحیم!

الحمدُ لِلهِ عَلی کُل حَالٍ سِوی الکُفر وضلال، الحمد لله رب العالمین والصلاة والسلام علی سیدالمرسلین وعلی اله و اصحابه اجمعین.

په علم او پوهې ميينو هېوادوالو!

کله چې د ټيکنالوژۍ او نوښت په اړه بحث کېږي؛ په ذهن کې مو بېلا بېلې پوښتنې راولاړېږي، چې دا لوی او پراخ بدلونونه څنګه او د څه شي په رڼا کې رامنځته شوي دي؟ له نړۍ سره د اړيکو د رغولو دا لوی پُل چا او څنګه رغولی دی؟ د تګ راتګ دا لوی مزلونه د څه شي په اساس رالنډېږي؟ د سيال کېدلو هنر په څه شي اباد دی؟ د ښې حکومتولۍ او غوره مديريت مبدا له کوم ځايه پيل او اساس يې چېرې دی؟ له تدبر ډکه رهبري او د مشري زرين اصول له کوم ځايه سرچينه اخلي؟  دا وړ ټولې پوښتنې علم او پوهه در ځوابولی شي.

د ټيکنالوژي او نوښت فکر له علم او پوهې سره مستقيما تړاو لري، د پوهې پر بنست د ټولنو عروج ته لار هوارېږي، تدريسي نصابونه تدوينېږي، زده‌کړه‌ييز بنسټونه رامنځته کېږي، مسلکي نېرو روزل کېږي، د ځان بساينې پر لور وګړي مزل پيلوي، د نړيوالتوب له اصولو سره سم په نړيواله کچه د هېوادونو وګړي خپل حقه حقوق غوښتلی شي، د سيال کېدلو مزل لا ډېر ګړندی کېږي، فکرونه د هېوادپالنې پر لور سوک کېږي، مسلکيتوب پکې له پښو نه غورځول کېږي او بلااخره به هر څوک د خپلې پوهې او تجربې په رڼا کې د يوې مطلوبې پايلې په لرلو سره ژوند کوي.

لکه څرنګه چې انسانان بېلا بېلې غوښتنې لري، د نوموړيو غوښتنو او تقاضاوو د پوراوي لپاره د ستراتيژيو رامنځته کولو ته بې کچې او په بې ساري توګه اړتيا ليدل کېږي، په کُلي او جمعي توګه د ستراتيژيو د اکمال لپاره ستراتيژيک پلان طرحه کول د مؤثرو فعاليتونو ترسره کول او د لاسته‌راوړنو ګراف لوړولو ته لار هواروي. د دې لپاره چې موږ هم د پورتنيو بېلا بېلو يادو شويو پرمختګونو، د کيفيت لروونکو تحصيلي خدماتو د وړاندې کولو، د محصلانو د ظرفيت لوړونې په برخه کې د لا چټکو اقداماتو د ترسره کولو او له نړۍ سره د سيال کېدلو پر بام مو قدم ايښی وي ستراتيژيک پلان د بيا ځل لپاره د مشخصو معيارونو او ستراتيژيو په پام کې نيولو سره تدوينوو.

زم زم د لوړو زده کړو موسسه اداره تر دې دمه د دوو برياليو پړاوونو وياړ له ځانه سره لري، د مؤسسې د چارو، خدماتو او علمي لاسته راوړنو د لا کيفي کولو په موخه د کيفيت د تضمين درېيم اکاډميک او وروستي پړاو او اعتبار ته ځان کانديد کړي. دا په داسې حال کې ده چې زم زم د لوړو زده کړو موسسه ادارې او اکاډميک پرسونل د هېوادوالو په روزنه کې نه ستړي کېدوونکي هلې ځلې تر سره کړې دي، نوموړی کار نه يوازې دا چې د ځان په حق کې يې مسؤليت ګڼې، بلکه د فلاح الدارين او د لوی الله ج له درباره د اجرعظيم په تمه دی.

زم زم د لوړو زده کړو موسسه اداره د خپل ستراتيژيک پلان په رڼا کې د ښو او با کيفيته خدماتو د وړاندې کولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي، په همدې پار د لا ډېرو لاسته راوړنو او هڅو په درشل کې ده، زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې ادارې له لومړی ورځې د خپل سپېڅلي شعار په رڼا کې د هېوادوالو د خدمت او په اړونده برخه کې د مسؤليت منلو قوي اراده او هوډ لري، دا چې د لوړو زده کړو وزارت د مؤسسو او پوهنتونو د کيفيت د تضمين پراخ هوډ لري، له همدې غوښتنې سره مل زم زم د لوړو زده کړو موسسه  لکه څرنګه يې چې پخوا هم د کيفيت د تضمين په برخه کې خپل مسلکيتوب او کيفي کړنې په اثبات رسولې او د کيفيت د تضمين دوه بريالي پړاوونه يې هم له نيکه‌مرغه تر لاسه کړي دي، يو ځل بيا د درېيم او بلااخره وروستي اکاډميک اعتبار د ترلاسه کولو په موخه خپلو هڅو او کوښښونو ته ادامه ورکوي، تر څو د لا ډېرو کيفي خدماتو د وړاندې کولو او په ملي او نړيواله کچه د اعتبار لوړو پوړيو ته ځان ورسوي. موږ (زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه) چې نن په کوم پړاو کې قرار لرو، دا د اکاډميک ټيم د ګډ کار پايله او ثمره ده، موږ د دوی هڅې ستايو، له هېوادوالو سره د دوی دا نه ستړې کېدونکي خدمتونه به لا نور رنګونه راوړي او د ښېرازۍ لوړو پوړيو ته به مو رسوي، ان‌شاءالله!

زه (ډاکټرشیرمحمد نقشبندي) د همدې مؤسسې د رئيس په توګه له خپلو مرستیالانو خصوصآ د علمي چارو مرستیال (محمدنبي التموري) او ټول کادري او اداري پرسونل څخه ډیره مننه کوم چې د دې ستراتیژیک پلان په طرحه کولو او د نظریاتو په ټولو کې یې نه ستړي کیدونکي هلي ځلي کړي ډیره مننه کوم، همدارنګه د درې ګونو پوهنځيو له رئيسانو، د پنځه ګونو ډيپارټمنټونو له امرينو،  د بېلا بېلو کمېټو له استازو او له خپلو ټولو اداري کارکوونکو د زړه له تله مننه کووم، چې په دې سختو حالاتو او شرائطو کې يې د چارو د کيفي کولو په برخه کې تر وروستي بريده کار او نه ستړي کېدوونکي هلې ځلې او کوښښونو تر سره کړل، ترې منندوی يم.

همداراز له هېوادوالو او په ځانګړي ډول د پکتيا ولايت له نجيب او شريف اولس څخه د زړه له تله مننه کووم، چې زموږ اکاډميک مزل له نږدې څاري او علمي مراکز د خپل ځان ګڼي او د لا ډېر بهبود او کيفي کولو په موخه خپل سالم نظرونه، انتقادونه، مشورې او وړانديزونه وخت په وخت له موږ سره شريکوي، ترې منندوی يم.

د يو پرمختللي، اباد، سوکاله او سرلوړي افغانستان د جوړېدو په هيله!

ډاکټرشیرمحمد نقشبندي

زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې رئيس

 

2. ستراتژیک مفهومونه

مفاهيم: د ستراتيژيک پلان د برنامې پلي کیدا چې د موسسې د چارو د سمون او پرمختګ لپاره ډېر اړين دي. په لاندې کرښو کې به د برنامې هره برخه تعریف او وسپړل شي.

پروګرام: پروګرام د موخو ترلاسه کولو لپاره یوه طرحه او نقشه ده چې د اړینو سرچېنو، مهالويش، دندې او نور کړنې څرګندوي. د پروګرام موخه، وخت، د چا له خوا کومې مرجع ته او په څومره وخت کې باید عملي بڼه او اغيز وښايي.

ستراتيژي: يوه ځانګړې طرحه ده چې د مؤسسې د موخو د لاسته راوړلو لپاره د یو ځانګړي فکر او څرګندې موخې پر بنسټ په اکاډميکو ساحو کې عملي کېږي. هره ستراتيژي په خپله کاري ساحه کې د ځانګړې پاليسۍ او موخې پر بنسټ پر مخ وړل کېږي، په یاد پروګرام کې ټولې ستونزې جوتې کېږي چې د حل او پرمختګ لپاره يې ځېني پلانونه او طرحې جوړيږي.

ستراتيژيک پروګرام: په دغه ستراتيژيک پلان کې لومړی د څانګو په کچه ستونزې، وړانديزونه او ځېني طرحې ذکر کېږي او بیا ورته په ټوليزه بڼه د پوهنتون/ موسسې په عمومي ستراتيژيک پلان کې د یو منظم میکانيزم له مخې د حل لاره لټول کېږي.

ستراتيژيک پلان: ستراتيژيک پلان یو داسې علم، هنر او د مدیریتي پريکړو ټولګه ده چې سمون شوو موخو ته د رسېدلو لپاره محیطي لاملونو ته په پام سره ترسره کېږي.

سمون: سمون د ستراتيژيک پلان يو پړاو دی چې لاندې برخې لري:

د ليدلوري ځانګړي کول، ماموریت، ارزښتونه، موخې، محيطي عوامل (داخلي او خارجي) د ستراتيژيک حالت او ممکنه ستراتيژيو ټاکل د لومړيتوبونو تعين او مشخص کول.

کړنه: د ستراتيژيک پلان دویم پړاو دی چې لاندې برخې په کې شاملې دي:

د ستراتيژيکو لومړيتوبونو ټاکل، د لنډ مهالو موخو معلومول، کلنی عملي پلان، د بوديجې سمون، د پوهنتون / موسسې د فزيکي جوړښت لپاره طرحې، د اجرايوي پاليسيو سمون، د پوهنتون / موسسې رهبرۍ د لارو چارو ټاکل او د سرچينې ځانګړي کول.

ارزونه: ارزونه د ستراتيژيک پلان درېيم پړاو دی چې د لوړو زده کړو د معیارونو او پالیسيو سره سم د پوهنتونونو/ موسسو د کړنو د عملي کولو لپاره يو میکانېزم جوړېږي.

ليدلوری: د يو پوهنتون/ موسسې ذهني یا تجسمي انځور ته وايي چې غواړي د خپلو کړنو په پایله کې يې تر لاسه کړي.

ماموریت: د پوهنتون / موسسې د شته والي يو داسې ذريعه ده چې له نورو پوهنتونونو سره يې توپير په ډاګه کوي. ماموریت باید روڼ او د پوهنتون / موسسې چارو ته د پوهېدلو او منلو وړ وي.

موخه: عبارت له هغو ټکو څخه ده چې د ټولو اکاډميکو کړنو پایله اخستنه ترلاسه شي. موخې باید د لاسته راوړنې او ننګونې وړ وي او یو ټاکلی وخت په بر کې ونيسي او د څېړنې لارې چارې يې باید ځانګړې وي او دغه موخې تر ډېره باید پاشلي نه وي.

ارزښتونه: ارزښتونه په خپله د پوهنتون / موسسې منل شوي اصول دي چې د دې پر بنسټ د پوهنتون/ موسسې ماموریت او موخې ترلاسه کېږي. په ټوله کې د پوهنتون/ موسسې ارزښتونه هغه اصول او لارښوونې دي کوم چې د پوهنتون/ موسسې د پرېکړې نيولو، پراختیا او حرکت لوری ټاکي.

د محیطي لاملونو د تحلیل ماتریکس Internal Factors Evaluation Matrix (IFEM): داخلي لاملونو هغه عناصر دي چې د پوهنتون / موسسې په دننۍ برخو پورې اړوند وي او د بهرني لاملونو په خلاف د ادارې د مدیريت او کنترول لاندې وي او په دوه برخو وېشل کېږي: پياوړتياوې او کمزورتياوې چې د محیطي لاملونو د تحليل له مخې تجزيه او تحليل کېږي.

د بېروني لاملونو د تحليل ماتريکس External Factors Evaluation Matrix (EFEM): د پوهنتون/ تحصيلي موسسې د لوی چاپيريال تجزیه او تحلیل، د کړنو څېړنه، په پوهنتون/ موسسې کې رامنځ ته شوو ګواښونو او فرصتونو تفسیر او مشاهده د چاپيریالي لویو لاملونو له مخې. نو په همدې بنسټ پوهنتون/ د لوړو زده کړو موسسه خپل لوی محیط د تجزیې او تحلیل ته په کتو په بېلابېلواقتصادي، سياسي، قانوني، ټولنيز، فرهنګي، فني او نړيوالو ساحو کې بدلونونه او تغييرات په پام کې نېول کېږي او بيا دغه عوامل د څېړنې لاندې نېسي چې د بهرنيو لاملونو تحلیل ماتریکس په پاملرنې سره يې تجزه او تحليل کوي.

داخلي و خارجي لاملونه Internal & External Matrix (IEM): دا ماتريکس د داخلي او خارجي لاملونو د پرتلنې او پلي کېدا په برخه کې يو له چمتو ابزارو څخه ګڼل کېږي چې د پوهنتون/ لوړو زده کړو موسسې د ستراتيژيک حالت ټاکنې او د وړو ستراتيژيو ټاکنې لپاره لاره برابروي.

سواټ (SWOT): سواټ د پياوړتياوو (Strengths)، کمزورتياوو (Weakness)، فرصتونو (Opportunities) او ګواښونو (Threats) مخففه بڼه ده. او دا تګلاره د استراتيژيو  د تدوین او چمتو کولو د ابزارو څخه ګڼل کېږي. له دې تحلیل څخه په ګټې اخستنې دا امکان برابرېږي چې لومړی داخلي او خارجي چاپيریالونه په کې تجزیه او تحلیل کېږي، او په دویم ګام کې ستراتيژيکې پرېکړې نېول کېږي تر څو د ادارې پياوړتياوې له محیطي فرصتونو سره متوازنې شي.

د پياوړتيا ټکی: له ممتازې وړتيا څخه عبارت ده چې په وسيله يې يو پوهنتون / لوړو زده کړو موسسه کولی شي د مالي سرچېنو، د اخېستونکو تر منځ ذهني مثبت انځور او د تامينوونکو سره مثبتې اړيکې او نور ګڼ اړخونه په پام کې نېول کېږي.

د کمزورتيا ټکی: په سرچېنو، مهارتونو، امکاناتو او وړتياوو کې يو ډول کموالي او محدودیت څخه عبارت دی چې په محسوسه توګه د پوهنتون/ لوړو زده کړو موسسې د کړنو د اجرا مخنيوی کوي.

فرصت: د هر ډول بهرني عامل څخه عبارت دی چې د پوهنتون/ لوړو زده کړو موسسې سره د ماموریت په لاسته راوړلو کې مرسته کوي. یا په بل عبارت فرصت يو پټ ظرفیت دی چې ورڅخه په ګټې اخستنې سره پوهنتون/ لوړو زده کړو موسسه مثبت لوري ته وده کوي او د پوهنتون/ لوړو زده کړو موسسې لپاره د لېدو وړ خواږه لري.

ګواښ: د پوهنتون/ لوړو زده کړو موسسې په بېروني چاپيریال کې د نامطلوبې بریا میزان ته وايي لکه د بنسټيزو تامینوونکو او اخېستونکو د چنو وهلو وړتيا، د ټيکنالوژۍ د ناڅاپي او عمده تغيير او نور موارد چې کېدای شي د پوهنتون/ لوړو زده کړو موسسې په لاره کې عمده ګواښ وګڼل شي.

بريدګره ستراتيژيګانې (SO): پوهنتون/ لوړو زده کړو موسسه د دې ستراتيژيو په چوکاټ کې د داخلي پياوړو ټکو څخه په ګټې اخېستنې سره هڅه کوي چې له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

ځان ساتونکي ستراتيژيګانې (WO): له دې ستراتيژۍ څخه موخه شته فرصتونو څخه په ګټه اخېستنې داخلي کمزورو ټکو ته پياوړتيا ورکول دي.

رقابتي ستراتيژيګانې (ST): پوهنتونونه/ لوړو زده کړو موسسې د دې ستراتيژيو په لاره اچولو سره هڅه کوي چې د پياوړتيا ټکو په کارونې په بېروني چاپيريال کې د شته ګواښونو اغېزې کمې کړي او یا يې له منځه یوسي.

دفاعي ستراتيژيګانې (WT): پوهنتونونه او لوړو زده کړو موسسې د دې ډول ستراتيژيو په کارونې سره دفاعي حالت غوره کوي او موخه ترې د داخلي کمزورو ټکو کمول او د بېروني چاپيريال له ګواښونو څخه ځان ساتنه ده.

د کمیتي ستراتيژيک پلان جوړونې ماټريکس: Quantitative Strategic Planning Matrix (QSPM): له دې تګلارې څخه په ګټې اخستنې د ستراتيژيګانو بېلابېلې برخې پېژندل کېږي او د پلي کېدو پر مهال د ارزونې لاندې نېول کېږي. دا ماټريکس د هرې ستراتيژۍ لپاره لومړيتوب ټاکي. د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو مدیران او پلان جوړونکي د استراتيژيو  نسبي راښکون او لومړيتوب ته په پام د غوره ستراتيژۍ د ټاکنې په اړه پريکړه کوي. د دې تګلارې په واسطه کولی شو له ډول ډول ستراتيژيګانو څخه وړ او مناسبه ستراتيژي غوره او وټاکو.

سریزه: د لوړزده کړو پيژندنه، د پوهنتون کړنې، د پوهنتون پخوانۍ ستراتېژيانې
د لرليد ټاکنهد ماموریت ټاکنهد ارزښتونو ټاکنهد ستراتېژيکو موخو ټاکنه 
د لوړو زده کړو وزارت د چاپيريالي لاملونو او ستراتېژيکو لومړيتوبونو مطالعه  
چاپیريالي لاملونه (داخلي او بهرني)پياوړي او کمزوري ټکي، فرصتونه او ننګونې 
 د لوړو زده کړو وزارت لس ګونې موخې
د ممکنه ستراتيژيو ټاکنه؛د ستراتيژیو لومړيتوبونه؛د ستراتيژيک لومړيتوب ټاکل؛لنډ مهاله موخو ټاکل 
کلنۍ عملياتي برنامه:د بوديجې تدوین، مالي برنامه، د خطر مدیریت،د پوهنتون نوی جوړښت؛ د پوهنتون د رهبرۍ ټاکنې تګلاره؛د منابعو تخصیص؛د اجرايي پاليسيو تدوین.
 د ستراتيژیکې برنامې څارنه او ارزونه
 د تدوين پړاو
د پلي کولو پړاو
 د ارزونې پړاو
د زم زم د لوړو زده ‌کړو مؤسسې ستراتيژيکې برنامې چوکاټ  

3. د ستراتیژیک پلان چوکاټ

 4. سريزه

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله رب العالمین والعاقبة اللمتقین والصلاة والسلام علی رسوله محمد صلی الله علیه وسلم و علی اله و اصحابه اجمعین، اما بعد.

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه په 1393 هـ. ل کال کې تاسیس شوي او له لوړو زده کړو وزارت سره د (93) ګڼي په اساس ثبت او راجستر دی، په خپل تشکیل کې دري پوهنځي( انجنیري، اقتصاد او حقوق سیاسي علوم) لري، د استادانو شمیر یې د 1401هـ. ل کال په خزاني سمستر کې(29) نفره، د اداري کارکونکو شمیر یې په همدې سمستر کې(14) نفره، د خدماتي کارکونکو شمیر یې په همدې سمستر کې(7) نفره او د دې سمستر د محصلینو مجموعي تعداد یې(557) نفره دی.

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه  دوه معیاري تعمیرونه په اختیار کې لري چې د پکتیا ولایت مرکز ګردېز لوړ پوړيزو ودانيو کې کابل ــ خوست په عمومي سړک پکتیا پوهنتون ته مخامخ موقعیت لري، چې اکثریت درسي خونې او دفاتر، لابراتوارونه، کمپیوټر لب، سمینار خونه او تالار یې په لوی تعمیر کې ځای پر ځای شوي دي او کتابتون، جیم او ځینې کمېټې او کم شمېر دفترونه یې په کوچني تعمیر کې موقعیت لري.

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه د مختلفو اداري واحدونو سربیره د ضرورت په اندازه بیلابیلي اصلي او فرعي کمیټي لري لکه د ستراتیژیک پلان کمیټه ،نظم او ډسپلین کمېټه، تضمین کیفیت کمېټه/ آمریت، سپورت کمېټه، نصاب کمېټه، علمي څېړنو کمېټه، د محصلانو د مشورې مرکز، حقوقي کلینیک، د بیړنیو مرستو خونه او د PDC آمریت لري.

زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې اداره په ټوله کې درې (حقوق او سياسي علوم، اقتصاد او د انجنيري) پوهنځي لري، په حقوقو او سياسي علومو پوهنځي کې دوه (اداره او ډيپلوماسي، قضاء او څارنوالي) ډيپارټمنټونه لري، په اقتصاد پوهنځي کې دوه د (ادارې او تجارت، مالي او بانکي) ډيپارټمنټونه لري، په انجنيري پوهنځي کې د (سېول) ډيپارټمنټ او يا هم څانګې لري.

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې ستراتیژیک پلان چې په له 1398ـ1402هـ. ل کال پوري ترتیب شوي وو او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنین ریاست د 98/1273 ګڼي او 17/12/1398نیټي په اساس تائید شوی وو، موده یې پای ته رسیدلي ده. نوموړی پلان تر ډیره پوري پلي شوي او موثره واقع شوی دی.

د پنځه کلنو ستراتیژیانو تطبیق کچه: د یاد پلان د پنځه کلنو ستراتیژیانو د تطبیق په اړه ویلی شو.

  • د حکومتولۍ په برخه کې په بشپړه توګه پرمختګ شوی دی، مالي، علمي او اداري خپلواکي په بشپړه توګه ساتل شوي ده، له بېلابېلو ادارو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شوي او پلي شوي دي، د اداري فساد پر وړاندې په احسنه توګه مبارزه شوي ده او د هرې ربع او کال راپور یې له پلان پالیسي ریاست سره شریک شوی دی.
  • د علمي برنامو او څیړنې په برخه کې ویلی شو چې؛ د درسي کتابونو او کتابتون په برخه کې په کیفي او کمي توګه ښه والی راغلی دی، د متخصص بشري ځواک د روزلو لپاره کار ترسره شوی دی، بریښنایې زده کړو ته ځانګړې پاملرنه شوي ده، یوازې د نویو علمي برنامو د ایجاد په برخه کې نه یو توانیدلي چې نوې علمي برنامې راوړو او دلیل یې هم د حکومت په پالیسي کې د شرایطو سختوالی او د سیاسي تحول رامنځته کیدل دي.
  • لوړو زده کړو ته د محصلانو د جذب ښه والي په برخه کې په لومړیو څو کالونو کې ډیر بریالي وو او د محصلانو شمیر زیات شوی وو، مګر د 1400- 1402ه ل کالونو په اوږدو کې د محصلینو د شمیر له کمښت سره مخامخ شو او دلیل یې هم د خلکو اقتصادي فقر او سیاسي بدلون وو.
  • د بیخبیناوو په برخه کې، لاسته راوړنې لرو، نوي تدریسي ټولګي ګتي اخیستنې ته سپارل شوي دي، د انجنیري لابراتوار په وسایلو او توکو سمبال شوی دی، یوازې د څیړنو په برخه کې د نوي ودانۍ په رغولو باندي نه یو توانیدلي او دلیل هم د بودیجي کسر دی.

علمي څیړنو وضعیت: همدارنګه زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه په خپل تشکیل کې د علمي څیړنو آمریت لري؛ یاد آمریت په فعالانه توګه خپلې چارې په مخ وړي، د علمي ژورنال او مجلي په برخه کې نه یو توانیدلي چې جواز یې ترلاسه کړو، مګر ابتدایي کارونه یې ترسره شوي او په ډیر لنډ وخت کې به نهایي شي.

د ستراتیژیک پلان د اهدافو پلي کیدلو د تطبیق کچه: زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې پخوانی ستراتیژیک پلان چې په 1398 هـ. ش کال کې د ستراتیژیک پلان د تدوین کمیټي له لوري تدوین شوی وو، تر ډیره پوره پلي شوی مګر یو څه اندازه اهداف یې له خنډ سره مخامخ شوي وو او په سمه توګه نه دي پلي شوي، چې دلایل یې په لاندي ډول دي

  • د محصلینو په جذب کې کمښت، دا چې زموږ ډیره بودیجه د محصلینو له فیس څخه برابریږي، په همدې اساس د انکشافي بودیجي د کمښت سبب وګرځید او دا چاره ددې سبب شوه چې ټاکل شوي اهداف په بشپړه توګه پلي نشي.
  • د سیاسي تحولاتو، تغیراتو او تعطیلاتو له امله
  • د کرونا ناروغي او اوږد مهاله رخصتي له امله
  • په کافي اندازه د ماسټر او دوکتور کادرونو نشتون
  • د هیواد په کچه د ماسټري او دوکتورا برنامو نشتون.

پورتني عوامل ددې سبب وګرځیدل چې ترتیب ستراتیژيک پلان او ټاکل شوي اهداف په سمه او بشپړه توګه پلي نشي.

د نړۍ د هېوادونو چټکې ودې، د انسانانو د ژوندانه بې سارې لاسته‌راوړنې، پرمختګونه، ساينسي اختراع‌ګانې، په ټيکنالوژيو سمبال اداري سيسټمونه، چټک بانکي خدمات، مؤثق او په تول پوره څېړنيز فلټ‌فارمونه او… ترډېره د علمي ځواک د دوامداره کوښښونو پايلې، د مشاهدې او فهم وړ اسناد او مدارک دي؛ تحصيلي او علمي برخې ته ځانګړې توجه او پاملرنه نه کول تر ډېره يو خيال او خوب ښکاري، له علمي او مسلکي پلوه غښتلي کېدل بېلا بېلو ستراتيژيو ته اړتيا لري، د ستراتيژيو شتون او رامنځ‌ته کول علمي او فکري علم ته اړتيا لري، د ستراتيژيو له منځ‌ته رتګ سره همهاله د ستراتيژيو ارزونې او اوډون ته اړتيا پېښېږي، ترڅنګ يې پر تيوريکي مشاهدو او بحثونو سربېره فورموليک او رياضيکي څېړنې ته هم په کافي اندازه اړتيا ليدل کېږي.

لکه څرنګه چې انسانان بېلا بېلې غوښتنې لري، د نوموړيو غوښتنو او تقاضاوو د پوراوي لپاره د ستراتيژيو رامنځ‌ته کولو ته بې کچې او په بې ساري توګه اړتيا ليدل کېږي، په کُلي او جمعي توګه د ستراتيژيو د اکمال لپاره ستراتيژيک پلان طرحه کول، د مؤثرو فعاليتونو ترسره کول او د لاسته‌راوړنو ګراف لوړولو ته لار هواروي. د دې لپاره چې موږ هم د پورتنيو بېلا بېلو يادو شويو پرمختګونو، د کيفيت لروونکو تحصيلي خدماتو د وړاندې کولو، د محصلانو د ظرفيت لوړونې په برخه کې د لا چټکو اقداماتو د ترسره کولو او له نړۍ سره د سيال کېدلو پر بام مو قدم ايښی وي ستراتيژيک پلان د بيا ځل لپاره د مشخصو معيارونو او ستراتيژيو په پام کې نيولو سره تدوينوو. تاسې ته بهتره معلومه ده چې د تعليم او تحصيل د ترلاسه کولو لپاره جامع کريکولم او نصاب ته اړتيا ده؛ همداراز د يوې ادارې د فعاليتونو د څرنګوالي او ترسره‌اوي لپاره اړتيا ده چې جامع او منظم پلان ولري، تر څو فعاليتونه په اغېزمنه توګه ترسره کړي. ستراتيژيک پلان موږ ته راښايي چې څنګه او له کومو لارو څخه په استفادې مزل وکړو؟ څنګه خپلو موخو ته ځان ورسوو؟ لنډمهاله او اوږدمهال اهدافو ته د رسېدو لپاره کومې ستراتيژۍ وکاروو؟ څنګه خپل پلان شوي فعاليتونه په مثمره توګه ترسره او انجام کړو؟ که ستراتيژيک پلان لرو؛ نو موږ ته راښايي چې څه ډول حرکت وکړو، په چا پسې نه، بلکه په خپلو ټاکلو اهدافو پسې چټک قدمونه واخلو او په ډېر دقت سره يې تعقيب کړو. که ستراتيژيک پلان لرو؛ زموږ د ځېرمنتيا، پرمختګ، چټکې ودې او له اړتياوو سره سم د خدماتو د وړاندې کولو وړتيا لرو. ستراتيژيک پلان د سبا پېښېدونکی حالت د ستراتيژيو له مخې راپه‌ګوته کوي، له احتمالي خطرونو مو ژغوري، د نازکو او وخيمو حالاتو د پېښېدو د پردې تر شا پټ اسرار او ناخوالو ته مو متوجې کوي. ستراتيژيک پلان مو فکر له عمل سره وصلوي، ستراتيژيک پلان

واقع کېدونکو حالاتو ته د ستراتيژيو له عينکو ورګوري، د عملي کولو، تحليل او ارزونې لپاره يې له مبتکرو فکرونو څخه په استفادې بېلا بېلو پاليسيو ته کار وايي.

زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې ادارې يو ځل بيا وپتييله چې د خپل روښانه راتلوونکي لپاره يو جامع ستراتيژيک پلان ترتيب او تدوين کړي، د دې لپاره چې خپلو ټاکلو ستراتيژيکو موخو ته د لاسرسي وړ، ستراتيژګانې او پلانونه اوډون کړي وي، هر ستراتيژيک پلان په خپل ذات کې له ښې او غوره محتوا څخه برخمن وي، منتها د تطبيق په برخه کې يې ډېری وختونه ستونزې راولاړېږي او په سمه توګه څنګه چې لازم وي نه تطبيق کېږي. لاندې عناصرو ته په پام يې ستراتيژيک پلان وړاندې کوي.

د SWOT تحليل لپاره د مټريکسونو جوړول، د يادو شويو ټولو مواردو او مټريکسونو پرمټ د مؤسسې ستراتيژيک موقعيت ټاکل شوی او ترسيم شوی دی.

زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې په‌دې ستراتيژيک پلان کې د مؤسسې لرليد، ماموريت، موخې، تشکيل، امکانات، معيارونه، SWOT تحليل، بهرنی چاپېريال، راتلوونکي موخې او بېلا بېل د اړتيا وړ مسائلو ته ځای ورکول شوی دی.

 5. د مؤسسې لرليد

د زم زم لوړو زده کړو بنسټ غواړي چې د عصري بریښنایي زده کړو، علمي څېړنو او معیاري تدریس له لارې ټولنې ته د علمي کادرونو په روزلو سره هیواد کې په ملي کچه یو معتبر تحصیلي بنسټ و اوسي.

6. د مؤسسې ماموريت

د زم زم لوړو زده کړو مؤسسه، د عصري بریښتلیي زده کړو، علمي څېړنو او  معیاري تدریس چمتو کولو سره ټولنې ته د علمي کادرونو او با کیفیت تحصیلي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې خپل مسؤلیت ترسره کوي.

7. زم زم د لوړو زده‌ کړو مؤسسې ارزښتونه

  1. ديني شعايرو او مقدساتو ته بشپړ درناوی
  2. عدالت، مساوات او برابري
  3. کیفیت ته په پام د کمیت انتخاب
  4. مالي او اداري استقلالیت
  5. کارونه د شفافیت او سرعت له مخې پرمخ وړل
  6. دقت او پر وخت حساب ورکول
  7. صداقت او ملي ارزښتونو ته ژمنتیا
  8. مسلکي، اغېزمنه، سالمه او ګټوره اداره
  9. اکاډميکه ازادي
  10. نوښت او ابتکار

8. ستراتيژیکې موخې

  • د محصلانو ته د لا ښه خدماتو زیاتول
  • د نویو علمي برنامو ایجاد او پراختیا
  • د علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړول
  • د علمي څېړنو او نوښتونو وده
  • د مؤسسې داخلي او نړیوالو اړېکو پراخول
  • د مالي چارو ښه‌والی او د عایداتو د منابعو پراختیا
  • د مؤسسې زیربناوو او فزیکي چاپیریال ښه کول
  • د الکترونیکي زده کړو پراختیا او معلوماتي تکنالوژۍ ته پراخه لاسرسی
  • کیفیت لوړنه او اکادمیک اعتبارترلاسه کول.‌
  • د مؤسسې د اداري او مدیریتي سیستم پیاوړي کول
  • په ټولنه کې د مؤسسې د ونډې زیاتوالی او د ټولنیزو فعالیتونو پراختیا

9. زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي په راتلونکو پنځو کلونو کې خپلې ټولې برنامه د لوړو زده کړو جلیله وزارت د لسګونو ستراتیژیکو موخو په رڼا کې په لاندې ډول تظیم کړي:

 9.1. د څېړنو پراختیا،د علم تولید او نوښت:  په دې برخه کې پتیل شوې ده تر څو لاندې اجراآت تر سره شي:

9.1.1. د څېړنيزو پروګرامونو او د پروژو ترسره کول:

دا چې زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه بهترین علمي او مسلکي کادرونو لري غواړي خپل کادرونه په کار واچوي او ټولو هغو اداراتو او کمپنیو لپاره علمي او نورې څېړنې تر سره کړي چې اړتیا ورته لري.

زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې د علمي کادر غړو د لسانس، ماسټري او دوکتورا تيزيسونه او ډيزرټېشنونه او د دوی له لوري ليکل شوې علمي مقالې، څېړنيزې پروژې، علمي ترفيع‌ګانې، په نړيوالو ژورنالونو کې خپرې شوې مقالې او د محصلانو د لسانس دورې مونوګرافونه د څېړنو د رامنځ‌ته کولو لومړنی هڅې دي. زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې اداره هڅه کوي چې د استادانو د ظرفيت لوړونې پروسه لا چټکه او ګړندۍ کړي، د تدريس ترڅنګ به ډېر وخت څېړنو ته وقف کوي. په همدې لړ کې به لاندې کارونه په راتلوونکو پنځو کالونو کې د کيفي څېړنو د رامنځ‌ته کولو لپاره پر لاره اچوي. د علمي څېړنو د رامنځ‌ته کولو لپاره اړ يو چې د علمي مجلې په لاس جواز علمي څېړنې ترسره کړو او دا لړۍ د استادانو او محصلانو پر علمي ليکنو، ژباړو او څېړنو سره لا غښتلې کړو.

  • د څېړنو امريت ته لا پراختيا ورکول
  • د څېړنو امريت تر چتر لاندې به د پوهنځيو او ډيپارټمنټونو په کچه ځانګړي مديريتونه رامنځ ‌ته شي.
  • د علمي مجلې د جواز په شتون کې به علمي نشرات او څېړنې لا پرمختګ وکړي.
  • د نشراتو او عامه اړيکو مرکز لا پياوړی کول.
  • د وېب‌سايټ له لارې د علمي ليکنو او ژباړو نشرول.
  • پرليکه (انلاين) بڼه د څېړنيزو مقالو ژورنال رامنځ‌ته کول.
  • مالي او اداري معاونيت به د نوموړيو علمي ليکنو او د مجلې د چاپ لپاره ځانګړې بودجه رامنځ‌ته او تصويبوي.
  • د نشراتو او عامه اړيکو مديريت به له ځانګړو وسايلو برخمن کېږي او عملا به خپلې چارې د پخوا په څېر لا ښې پرمخ وړي.
  • د لوړو زده‌کړو وزارت د کيفيت د تضمين رياست او د نوموړي رياست له اصولو سره به د چاپ ماشينونه پېري، د استادانو له لوري خپل ليکل شوي کتابونه او مجله به د نوموړيو وسايلو په مرسته چاپوو.

 9.1.2. علمي پروګرامونه

9.1.2.1. د نويو کادرونو ګومارل:

د علمي بنسټونو تدريسي چارې مسلکي کادرونو ته اړتيا پيدا کوي، همداراز د استاد او محصل ترمنځ نسبت دا راښيي چې په همدې بنسټ کې څو تنه محصلانو ته څو تنه استادان د زده‌کړو پروګرامونو او بېلا بېلې پروسې پر مخ وړي، زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې اداره له اړتيا سره سم د لاندې جدول په اساس د محصلانو احصايې ته په کتو نوي کادري استادان ګوماري، ترڅنګ يې پخواني استادان د لا نورو لوړو زده‌کړو د ترلاسه کولو لپاره په هېواد دننه او بهر ته لېږي.

9.1.2.2.علمي ترفيع‌ګانې

د علمي کادر غړو علمي ترفيع‌ګانې به د لوړو زده‌کړو وزارت د ستراتيژيک پلان له مخې پر مخ وړل کېږي، تمه ده چې د لوړو زده‌کړو وزارت به نوموړې موضوع جدي نيسي، د امارتي پوهنتونو د استادانو په څېر به د تقرر، ترفيع او انفکاک له بېلابېلو اسانتياوو برخمن کېږي. د علمي څېړنو له مخې به استادان له مقررو سره سم علمي ترفيع‌ګانې ترلاسه کوي او له مکافاتو څخه به برخمن کېږي

 9.1.3. لنډ مهاله روزنیز پروګراونه په لار اچول

د ننۍ نړۍ د پرمختګ راز د قوي او برجسته کادرونو په شتون کې نغښتی دی دا چې خپل ظرفیت لوړ کړو او غوره مهاروتونه تر لاسه کړو نو د اوږمهاله زده کړو د پروسې د تعقیب ترڅنګ د لنډمهاله کورسونو تعقیبول هم لازمي خبره ده؛ نن سبا ډیری کسان په دې راز پوهیدلي دي او غواړي چې د خپل ظرفیت د لوړولو او ځان جوړولو لپاره لنډ مهالي کورسونه تعقیب کړي. زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه دې اړتیا ته په پام سره غواړې چې په مختلفو برخو کې لنډ مهاله مسلکي او علمي کورسونه په لاره واچوي، ترڅو له یو طرفه د زیات شمیر مینوالو تنده خړوبه کړي او له بل پلوه د مؤسسې لپاره د عوایدو یوه سرچېنه اووسي.

 9.1.4. د نویو پوهنځیو تاسیسول

 زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه اوس مهال یوازې درې (اقتصاد، انجنیري، حقوقو او سیاسي علومو) پوهنځي لري، حال دا چې په پکتیا ولایت کې ځینو نورو پوهنځیو ته د جدي اړتیا تر څنګ په مارکېټ کې هم په پراخه پېمانه غوښتنه او تقاضاء موجوده ده او ګڼ شمیر مینوال هم لري؛ نو نوموړو عواملو ته په کتو سره زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي ترڅو د مشتریانو د غوښتنو او علاقې په پام کې نیولو  او ضرورت پر بنیاد د اړتیا وړ نوې علمي برنامې  لکه معالجوي طب، فارمسي، علي نرسنګ، برق او الکترونک، او MBA ماستري برنامه را منځته کړي، ترڅو له یوې خوا د مارکېټ غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او له بلې خوا  ترې د یوې عایداتي سرچینې په توګه ګټه پورته کړي.

9.1.5. په بیلابیلو برخو کې د علمي تألیفاتو تدوینول

مؤسسه کوښښ کوي چې د کتابونو د چاپ لپاره  لازمي اسانتیاوي برابري او یوه مجهزه چاپ خونه جوړه کړي او په وسیله یې خپل  کادرونه وهڅوي چې په خپلو اړونده برخو کې هر کال تدریسي کتابونه تالیف کړي او په پوهنتونونو کې یې د تدریس لپاره وړاندي کړي، د درسي کتابونو بازار د درملتونو د بازار په څېر ده، لکه څرنګه چې ډاکټران مریضانو ته درمل تجویز کوي او مریضان اړ دي چې یاد درمل وپيري همدارنګه د پوهنتونو استادان هم خپلو محصلینو ته د ډول ډول کتابونو  او علمي موادو د پیرلو او مطالعه کولو سپارښتنه کوي او دا کار په غیر مستقیم ډول زموږ د بودیجي په زیاتوالي باندي مثبت تاثیر لرلی شي.

 9.2. اداره،رهبري او د فساد بشپړ له منځه تلو لپاره سیستم رامنځ ته کول.

 9.2.1. اداري بروکراسي

بروکراسي په اکثره اداراتو کې د مراجعینو د سرګردانۍ او لالهاندۍ سبب ګرځي او په ټولو تدریسي او اداري چارو منفي سیوری غوړوي او د نظارت او څارني د اصل په وړاندي خنډونه ایجادوي،  اما د ښه فلتر کولو او دقت لپاره د دې سیستم  ځیني ښیګڼي هم باید په نظر کې ونیسو لکه د ترانسکریپټونو  وېش، علمي څېړنې ، تدارکات او داسې نور، اما اداره په پوره توان سره کوښښ کوي، چې له ښېګڼو څخه یې درسته استفاده وکړي.

 9.2.2. رهبري

لکه څرنګه مو چې یادونه وکړه زم زم د لوړو زده کړو موسسې د اداري او تشکیلاتي جوړښت په راس کې د موسسې عمومي رئیس قرار لري، یاد رئیس درې تنه مرستیالان ( علمي چارو مرستیال، مالي او داري چارو مرستیال او د محصلانو چارو مرستیالان) لري چې په خپلو اړوند برخو کې د مدیریت او رهبري چارې پر مخ وړي. ددې ترڅنګ مؤسسه د خپلو درې ګونو پوهنځیو لپاره د لزوم دید په اساس بیل، بیل رئیسان او رهبري هیئت ټاکي، چې د مؤسسې په ټولو تصامیمو کې پوره نقش او رول لري. مؤسسه په پام کې لري، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د رهبري د غړو د تحصیلي کچې، اداري او مدیریتي تجربې ترڅنګ د ټولو  داخلي میکانیزمونو په بهبود کې بنسټیز بدلونونه راولي.

زم زم د لوړو زدکړو مؤسسې امنأ هیئت په راتلونکو پنځو کلونو کې د رهبري د ټاکلو لپاره لاندې شرایط په جدي توګه پام کې نیسي.

  • د سرعت او دقت اصل ته په پام سره په کارونو کې روڼتیا
  • په خپله برخه کې د تخصص او تجربي درلودلو ترڅنګ په کادري درجه د لوړو زده کړو مدرک په لاس درلودل
  • د عدالت او انصاف اصل ته په پام له تعصب او تبعیض څخه جدآ پرهیز
  • په خپلو لاس لاندي کارکونکو کې د کاري انګیزي د پارولو هنر درلودل
  • د بحراني حالاتو د مدیریت او رهبري وړتیا درلودل
  • د شخړو  د غوره او معقول حل توانایې درلودل
  • لوړو زده کړو وزارت کې د زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې ښه استازولي کوونکی
  • له نورو علمي او تحصیلي بنسټونو سره د ښو اړیکو ټینګوونکی وي

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې د رهبري هیئت هڅه کوي ترڅو  د کارونو د سرعت او چټکتیا په موخه د ضرورت اصل ته په کتو سره مکلفو اشخاصو ته صلاحیتونه او مکلفیتونه په متناسب او مساویانه ډول ووېشي. د مؤسسې اداره په جدي توګه زیار باسي چې د مؤثره او باکیفیته تدریس لپاره غوره او ګټور تدریسي سیستم رامنځته کړي او د استخدام لپاره ځانګړي نورمونه او معیارونه وټاکي ترڅو له موجوده وضعیت څخه غوره مطلوب وضعیت ته ځان ورسوو.

رهبري هڅه کوي، چې د ماستري او دوکتورا په کچه وړ او باتجربه کادرونه وګماري، د رهبري هیئت د کریکولم د کتنې لپاره ځانګړی  ټیم په کار اچوي او په کریکولم کې د ځینو نویو مضامینو د شاملیدو او د ځینو اختیاري نامهمو مضامینو د خارجېدو په اړه ځانګړی صلاحیت ورکوی. زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري د هر دفتر لپاره د دندو لایحې په اختیار کې ورکړې دي او د دې ترڅنګ د خپلو ځوانو او باتجربه مدیرانو اذهان ابتکار او نوښت ته هڅوي، رهبري همیشه په دې هڅه کې ده  چې د خپل ستراتیژیک پلان د غوره پلي کولو لپاره لار هواره کړي، او په همدې اساس خپلو ستراتیژیکو موخو ته په ټاکلی وخت ځان ورسوي.

 9.2.3. د فساد په وړاندي مبارزه

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې اداره د فساد پر وړاندي مبارزي ته ژمنه ده، د فساد په وړاندي د مبارزې ځانګړي پالیسي او ځانګړي کمیټه لري چې اداري فساد، اخلاقي فساد، مالي فساد او په مجموع کې به له هر ډول فساد سره جدي  مبارزه کوي، د مؤسسې په کچه او په ټوله اداره کې د فساد سره مبارزه زموږ اولویت او د ستراتیژيکو موخو یوه برخه ده. زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه په خپل ټول توان سره هڅه کوي، چې سلسله مراتب، اصول او اداري اخلاق په ټولو سطحو کې مراعات کړي. د دې ترڅنګ په ژباړو ، کاپی رایټ او نورو مسايلو کې د لیکوالانو حقوق او حیثیت په بشپړ ډول ساتي. ددې لپاره چې د فساد پر وړاندي سمه او هر اړخیزه مبارزه شوي وي د ګډ کار ترڅنګ لاندي کړنو ترسره کولو ته هم جدي پاملرنه کوو:

  • د اداري کارکونکو او استادانو تقرر ته خاصه پاملرنه
  • په چاپیریال کې په کامرو سمبال عصري سیستم فعالول
  • د استادانو ترفیعاتو ته خاصه توجه
  • د تخصص اصل ته په کتو سره د مضامینو ویش
  • د ماستري او دوکتورا په برخو کې تحصیلي بورسونو ترلاسه کول
  • د نظارت او څارني اصل ته ځانګړي توجه کول
  • تدارکات او خریداري
  • د مکافاتو او مجازاتو اصل ته پام
  • اضافه کاري
  • د ډیټابیس د سیستم او الکترونکي حاضري ځانګړی نظارت کول
  • د ازموینو د پارچو د محرمیت او د ازمویني کمیټي ته خاصه پاملرنه
  • د سمستر وار نتایجو، شقو او د ټولګیو د حاضریانو ډیټابیس ته شاملول او د ځانګړیو کوډونو په وسیله یې د محرمیت خیال ساتل
  • د ډیپلومونو، ترانسکریپټونو او نورو اسنادو ویش او توزیع ته سمه توجه

 9.2.4. د مؤسسې د بودجې زیاتول

مالي سرچيني او په ځانګړي توګه بودیجه د یو نهاد د ټولو فعالیتونو او پروګرام لپاره حیاتي بڼه لري؛ دا چې مؤسسه  په جدي ډول له موجوده ننګونو او نامعلومو اقتصادي شرایطو سره مقابله وکړي او د دې چلنج لپاره احتمالي اماده ګي ولري او په بازار کې د پاتې کیدلو یا بقاء لپاره کار وکړي نو کوښښ کوي چې د بودیجي د زیاتوالي په موخه له ټولو ممکنه لارو چارو څخه ګټه پورته کړي هغه لارې چاري موږ د مؤسسې د بودېجې زیاتوالي لپاره په پلان کې نیولي دي په لاندې توګه یادونه ترې کوو.

 9.2.5. په مختلفو برخو کې د ډونرانو (Donors) توجه جلبول

زیات شمېر ډونران یا بسپنه ورکوونکې ادارې غواړي د افغانانو سره د لوړو  زده کړو او مسلکي زده کړو د فرصتونو  په برابرولو کې مرسته وکړي، زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه غواړې یاد ډونران  راجلب  او تشویق کړي ترڅو له یوې خوا د غریبو محصلینو لاسنیوی وشي او له بلې خوا  د خپلو منابعو او سرچینو  د پراخولو لپاره کار وکړو او  له دې لارې  څخه تر لاسه کیدونکي فڼدونه  په نورو اساسي او بنسټيزو  کارونو  مصرف کړو.

 9.2.6. په اسلامي طریقه د موقت اضافي فنډ په لار اچولو څخه  ترلاسه کیدونکي عواید

د نغدو پیسو د موجودیت په صورت کې زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه کولای شي چې په اسلامي طریقه د هغو څخه د ګتې اخستنې لپاره کار واخلي او په ټولو هغو لارو کومې چې په شریعت کې جواز لري، لکه سلم، استثنا، مرابحه، اجاره او مشارکه څخه استفاده وکړي او خپل عواید زیات کړي.

په هر صورت زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه پلان لري چې له پورته لارو څخه په استفادې سره خپل عواید لوړ کړي، همدارنګه د وخت په تېرېدو او نورو مختلفو زمېنو برابرېدو سره هم مؤسسه کولای شي چې د پورته لارو تر څنګ له هغو نویو لارو څخه هم استفاده وکړي چې د وخت په تېرېدو سره منځته راځي خو په دې شرط چې دا  لارې او فعالیتونه به له قانوني او شرعي اړخه ممانعت نه لري.

9.2.7. د مرستو جلب

زم زم لوړو زده کړو مؤسسه یو خصوصي تحصیلي بنسټ دی چې د خپلو عواید ډیره برخه د خپلو محصلینو له فیسونو څخه تر لاسه کوي؛ مؤسسه په دې فکر کې دی چې د یو منظم میکانیزم پر مټ وکولی شي چې د ځان لپاره د محصلینو د فیسونو سربیره بهرني مرستي او ډونران  راجلب کړي تر څو د دې ډونرانو په مرسته وکولی شي چې خپل تحصیلي خدمتونه پراخ کړي او د نوي عصر سره سم علمي پروګرامونه په لار واچوی، مؤسسه کوښښ کوي چې د ځینو پروژو د نیولو او د بهرنیو ډونرانو د جلب لپاره په نوي او عصري بڼه پروپوزولونه چمتو کړي. ددې لپاره چې دا ډول پروژې واخستل شي خپل کیفیت او درسي سیسټم نور هم غښتلی کوي او په دقیق ډول په پوره مهارت سره پروپوزل د یوې پروژې لپاره وړاندې کوي ترڅو د مختلفو داخلي او خارجې پروژو  ګټونکی او پلي کوونکی اووسي، د یادونې وړ ده چې هره پروژه د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو په رڼا کې نیول کیږي او د هرې پروژې لپاره باید د لوړو زده کړو وزارت په جریان کې واچول شي.

د محصلینو د جذب زیاتوالی 9.2.8.

داچې  زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه یو خصوصي تحصیلي بنسټ دی او خپل ټول عواید د محصلینو له فیسونو څخه چمتو کوي نو په دې اساس د محصلینو د کمښت، په مارکېټ کې د سالم رقابت او انفلاسیون په نظر کې سره نوموړي عواید دومره زیات نه دي چې د اکاډمیکې مؤسسې د پایښت او تحصیلي اسانتیاوو د برابرولو لپاره بسنه وکړي؛ نو  په دې اساس زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه د خپل کیفیت د لوړولو او قوي بازار موندنې پرمټ غواړې چې محصلین، ادارات، ډونران یا پنډ ورکوونکي د زم زم له علمي پروګرامونو سره اشنا او خپل ځانونه ترېنه مسفید کړي  او هم د دوۍ په وسیله سره خپله بوديجه او عواید لوړ کړي.

 9.3. د نصابونو بیا کتنه،پراختیا او تدوین:

  9.3.1. د تحصيلي نصاب تقویه او بيا کتنه:

زم زم دلوړو زده‌کړو مؤسسې له تاسيس سره هم‌مهاله، د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري تاييد شوی کريکولم(تدريسي نصاب) سره سم تدريس پيل کړ، چې له ښه مرغه زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې تدريسي سيسټم هم معاصر د (کرېډېټ سيسټم) دی، زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې په درې ګونو پوهنځيو کې په ملي ژبو تدريس کېږي. نړيوالو معيارونو ته په پام تدريسي چارې پرمخ وړل کېږي. وخت په وخت تحصيلي نصاب د کمېټې له لوري په دوامداره توګه ارزول کېږي.

 9.3.2. د تحصيلي نصاب د بيا کتنې او انکشاف لپاره لاندې کړنې په نظر کې نيول شوې دي

  • د تحصيلي نصاب د بيا کتنې او ارزونې لپاره له فارغ محصلانو، استادانو او د نظر خاوندانو څخه د سلا مشورو په لړ کې تحصيلي نصاب ته قوت وربښي او لا به يې پياوړی کوي
  • د علمي چارو معاونيت تر چتر لاندې به د نصاب کمېټې چارې وخت په وخت ارزول کېږي او د ستونزو د حل لپاره به يې علمي سمينارونه دایریږي.
  • د نصاب کمېټه به د نصاب د تحليل، تغير او انکشاف لپاره د نوموړې کمېټې په مرسته د مؤسسې ادارې ته تجويز او وړانديز کوي
  • د پخواني او اوسني ستراتيژيک پلان له مخې غواړو له نړيوالو معيارونو سره سم تحصيلي نصاب ته انکشاف ورکړو او خپلو ستراتيژيکو موخو ته ځان ورسوو.

 9.3.3. د کرېډيټ پلي کول او پياوړي کول

کرېډيټ سيسټم د پلي کولو او پياوړي کولو په موخه زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې ځانګړي پروګرامونه پرلاره اچولي دي، چې ښې بېلګې يې نويو جذب شويو محصلانو ته د ښه راغلاست په مراسمو کې کرېډيټ سيسټم ته ځانګړې پاملرنه، علمي سمينارونو وړاندې کول، (OBE، SCL) ځانګړي پروګرامونو پر لاره اچول، د کرېډيټ سيسټم او کريکولم په سمه توګه تطبيق کول.

زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې د نوي ستراتيژيک پلان له مخې غواړو چې د کرېډيټ سيسټم په ډيپارټمنټونو او پوهنځيو کې د استادانو، امرينو، د پوهنځيو رئيسانو، تدريسي مديرانو او د نصاب کمېټې په ملتيا په تمامه مانا تطبيق کړو. زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې مالي او اداري معاونيت په چوکاټ کې غواړو، چې د کرېډيټونو او کريکولم د لا ښه تطبيق لپاره يوه اندازه بودجه تعين کړو، پدې سره به وکولای شو چې خپل ټاکلی هدف په خپل وخت په اسانۍ ترسره کړو. د دې څنګ به د کرېډيټ لايحه، کريکولم او درسي مفردات په ځانګړو بنرونو کې چاپ کړل شي او د هر ډيپارټمنټ او د پوهنځي تدريسي خونو ته څېرمه به ولګول شي، د کرېډيټ سيسټم او د کريکولم په تړاو غواړو علمي سمنيارونه او ځانګړي پروګرامونه پرلاره واچوو، تر څو د کرېډيټ سيسټم پر وړاندې ستونزې په‌خپل وخت په ګوته او د حل لازمې لارې چارې ورته ولټول شي او ستونزې به په تمامه مانا حل کړل شي.

 9.4. نظارت او ارزونه او پر مټ یې زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې کیفیت لوړونه:

 9.4.1. د کيفيت لوړاوی او بشپړ اعتبار ترلاسه کول

د لوړو زده‌کړو وزارت له سپارښتنې او غوښتنې سره سم زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسه کې په کال 1397 هـ.ل کې د علمي شورا د ځانګړې ناستې او پرېکړې له مخې د کيفيت د تضمين کمېټه رامنځ‌ته شوه، سم د واره يې فعاليت پيل کړ. په ورته مهال کې د پوهنځيو په کچه هم د کيفيت د تضمين کمېټې رامنځ‌ته شوې، چې د پخواني او نوي ستراتيژيک پلانونو له مخې به لاندې کړنې د کيفيت د لوړاوي په برخه کې ترسره کوي؛

  • د کيفيت د لوړواوي په برخه کې به د کارکوونکو ظرفيت لوړونې ته لا ډېر کار کوي
  • د کيفيت د لوړاوي پروسه به نهادشموله کېږي
  • د پوهنځيو او څانګو په کچه به د تدريس اړوند ارزونې ترسره کېږي او پايلې به يې څنګه چې لازم وي شريک‌کېږي
  • د پخواني او نوي ستراتيژيک پلان له مخې به کيفي څېړنې رامنځ‌ته کېږي او پرمختګ ته به لار هوارېږي
  • د پخواني ستراتيژيک پلان له مخې لومړی او دوهم پړاو په برياليتوب سره ترلاسه شوي دي، د نوي ستراتيژيک پلان له مخې به وروستی پړاو په برياليتوب سره ترلاسه کوو او د هېواد په کچه به اکاډميک اعتبار به ترلاسه کوو
  • د فعاليتونو د لا معياري کولو په برخه کې به نړيوال نوم خپلوو
  • د پخواني ستراتيژيک پلان له مخې اړتيا پېښېده چې په ملي کچه بايد د همکاريو تواميتونه رامنځ‌ته شي، نوموړی کار تر ډېره ترسره شوی او ښې پايلې يې لرلې دي، د نوي ستراتيژيک پلان له مخې به دا ځل له نړيوالو پوهنتونو سره د ګډو همکاريو تواميتونه لاسليک‌ کوو او د يو منظم پلان له مخې به د لا ډېرو اسانتياوو د رامنځ‌ته کولو هڅې ګړندی ساتو
  • د بېلابېلو نويو پوهنځيو ايجاد ته به لاره هواروو
  • د تدريس پرځای به تر ډېره څېړنو ته پاملرنه کېږي
  • که اړتيا يې ليدل کېدله په نورو ولايتونو کې به څانګې پرانيزو
  • له نړيوالو مرستندويه ادارو څخه به د مؤسسې د فعاليت د جاري ساتلو لپاره د ګډو همکاريو هوکړه‌ليکونه رامنځ‌ته کوو
  • تدريس به په ځينو ډيپارټمنټونو کې د ملي ژبو ترڅنګ په تدريجي ډول نړيوالو ژبو ته هماهنګ کوو.

 9.4.2. ارزیابي او نظارت

نظارت او ارزیابي په اداراتو کې مهم او بنسټیز عنصر دی، زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه د مؤسسې په کچه د نظارت او ارزیابي ځانګړي کمیټه لري او د همدې کمیټي په مټ په اداري، علمي او تدریسي برخه کې نظارت په سمستروار ډول ترسره کېږي، ددې ترڅنګ موسسه د یادې ارزونې لپاره  د تضمین کیفیت اصلي او فرعي کمیټې را منځته کړي، همدرانګه د موسسې د رهبري، پوهنځیو او څانګو د رهبري له خوا هم د چارو منظم ارزونه او څارنه تر سره کیږي. ددې ترڅنګ موسسه تصمیم لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د ارزونې او نظارت په برخه کې لاندې کړنې تر سره کړي.

  • د اړینو داخلي طرزالعملونو تدوین، تصویب، او تطبیق ته پراختیا ورکول.
  • د ارزونې او نظارت د اصل پیاوړی کول.
  • د پایلو د شریک کولو او اصلاح د فرهنګ پیاوړي کول.

 9.5. د برښنايي زده کړو پراختیا او بهبود

 9.5.1. بریښنايي زده‌کړې

زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې اداره د برښنايي زده‌کړو ځانګړې کمېټه لري، په سختو حالاتو کې د انټرنېټ په مرسته پرليکه (انلاين) ډول تدريس ثبت کېږي او محصلانو ته په واک کې ورکول کېږي، د ډيټابېس له مخې د هر پوهنځي ځانګړي فلټ‌فورم کې ځای پر ځای شوي دي، د محصلانو او استادانو د استفادې وړدی، په ياده کمېټې کې په لسګونه کمپيوټرونه ځای پر ځای شوي دي، د برښنايي زده‌کړو کمېټه کې مسلکي کس ګومارل شوی دی، زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې د برښنايي زده‌کړو کمېټه د راتلوونکو پنځو کلونو لپاره لاندې کړنې ترسره کوي.

  • له اړتيا سره سم د کمپيوټرونو په شمېر کې زياتوالی راوستل
  • له اړتيا سره سم کمپيوټر د يو اساسي مضمون په حيث اضافه او تدريس‌کول
  • پرليکه (انلاين) بڼه د ډيټابېس سيسټم رامنځ‌ته کول
  • د محصلانو ستونزو ته د لاسرسي او د حل لپاره يې پرليکه توګه ځانګړی سيسټم رامنځ‌ته کول
  • په ډيټابېس کې په سافټ بڼه د کتابونو زياتول
  • د مؤسسې په داخل او ټولنه کې پرليکه د زده‌کړو فرهنګ ته لا ډېر کار کول
  • له نړيوالو پوهنتونو سره د برښنايي زده‌کړو د اړيکو ّځانګړی سيسټم رامنځ‌ته کول

 9.5.2. معلوماتي ټيکنالوژي ته لاسرسی او پراختيا

نننی نړۍ د معلوماتي ټيکنالوژۍ په مرسته له يو و بل سره اړيکې پالي؛ نړيوال تجارت، صادرات او واردات يې ښې بېلګې دي. زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې اداره په راتلوونکو پنځو کالونو کې لاندې کړنې ترسره کوي

  • د پخواني او اوسني ستراتيژيک پلان له مخې د مناسب پلان رامنځ‌ته کول
  • د ويډيويي کنفرانسونو او نورو پرليکه تدريسي چارو لپاره منظم او د مجهزو ټولګيو رامنځ‌ته کول
  • د معلوماتي ټيکنالوژۍ د کارولو لپاره د کاري فرهنګ ته کار ويل
  • د معلوماتي ټيکنالوژۍ لپاره د منظم پلان او پاليسۍ جوړول
  • پر ليکه د ازموينو او انلاين انټرويو لپاره د وسايلو او امکاناتو اماده کول او په ليکه ډول ازموينې او انټرويو اخيستل
  • له معلوماتي ټيکنالوژۍ څخه اغېزمنه او سالمه استفاده کول

9.6. د زېربناوو پراختیا،بهبود او تجهیزول:

 9.6.1. د سروې په برخه کې د پروژو اخستل

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه د منظم څېړنیړ مرکز سربیره پیاوړي کادرونه لري نو  په جاري ډول د داسې پروژو اخستلو په لټه کې ده چې هم ټولني ته خدمت شوی وي او هم خپلو عوایدو په زیاتوالي کې ترې استفاده وشي؛ څرنګه چې زیات شمېر امارتي او غیر امارتي ادارې د ټولنیزو څېړنو، جمعیت پېژندنې او نورو برخو کې د پوهې د زیاتوالي په موخه مختلفي سروې ګاني ترسره کوي، داچې یادې ادارې په نوموړیو برخو کې د مسلکي کسانو له کمښت سره مخ دي؛ نو په دې اساس اړ کیږي چې  دا سروې ګانې او څیړنې د کومې بلې ادارې پرمت ترسره کړي، داچې  زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه په مختلفو برخو کې مسلکي او فني کادرونه لري، کولای شي د سروې په برخه کې همدې اداراتو سره همکاري وکړي او له دې لارو د خپلو عوایدو په زیاتوالي کې ترې ګټه پورته کړي.

  9.6.2. د انجنیري پوهنځي په چوکاټ کې د انجینیري لابراتوار فعالول

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه غواړې چې د خپلو  وړ مسلکي  او فني  کادرونو څخه په ګټه اخیستني د انجنیري پوهنځي په چوکاټ کې د انجنیري خدمتونو د وړاندي کولو منظم او مجهز لابراتوار تشکیل کړي تر څو له یوې خوا د ټولني ضرورت په نظر کې ونیسي او د سرکونو، ودانیو او نورو پروژو لپاره ټسټونه وکړي او له بلې خوا  د خپلو عوایدو د زیاتوالي لپاره کار وکړي.

 9.6.3. د جمنازیوم، اډیټوریوم، او لیلیې رغول

د تدریسي ټولګیو، دفترونو، جېمنازیوم، اډیتوریوم، ليلې او تم ځای لپاره د ملکیتونو د پراختیا پلان:

معلومه خبره ده چې د اداراتو په پرمختګ سره په تشکیلاتو کې هم د پام وړ زیاتوالی راځي او اداره نویو تشکیلاتو او واحدونو ته اړتیا پیداکوي؛ عیني خبره په تحصیلي نهادونو کې هم د تحقق وړ دی او په لاندې دلایلو سره یې تصدیق کولی شو:

  1. د ادارې د پراختیا په صورت کې د اداري واحدونو شمیر زیاتیږي په همدې اساس د اطاقونو زیاتوالي ته ضرورت پیداکیږي.
  2. ورځ تر ورځي د محصلینو په جذب او تعداد کې زیاتوالی راځي او د دې زیاتوالي په اساس د تدریسي اطاقونو ضرورت پیداکیږي.  
  3. موږ په دې لټه کې یو چې د بازاز تقاضا او د خلکو غوښتنو او ضرورتونو ته په کتو سره د نویو پوهنځیو امر واخلو، د نویو پوهنځیو په راوړلو سره هم د درسي اطاقونو او ټولګیو زیاتوالي ته اړتیا لیدل کیږي.
  4. د لنډمهاله کورسونو او نورو علمي برنامو د دایریدو په صورت کې هم د نویو اطاقونو او ملکیت پراختیا ته ضرورت پیداکیږي.
  5. د انجنیري پوهنځي د لابراتوار د پراختیا او نورو مختلفو پروژو د نیولو په صورت کې هم د وطاقونو او ملکیت د پراختیا ضرورت تر سترګو کیږي.

د پورته ذکر شویو ستونزو د حل په موخه زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې مالي او اداري معاونیت  په پلان کې لري چې خپل ملکیتونه، درسي ټولګي، دفتري خونې، تم ځایونه او سرپټې انتظار ځایونه د محصلینو د جذب زیاتوالي، دفترونو زیاتوالي، نویو پوهنځیو ايجادولو له تناسب سره سم زیات کړي او ملکیت ته پراختیا ورکړي، دې موضوع ته په لاندې توګه کتنه کوو.

 9.6.4. د حقوقي خدماتو او مشوري ورکولو  مرکز پیاوړی کول

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه د حقوقي او مشورتي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ځانګړي مرکزونه لري؛ زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې کادرونه کولای شي چې د خپلې مسلکي پوهې، علمي پوهې، مهارتونو او تجربو څخه استفاده وکړي، د عامو خلکو سربیره له مؤسسې څخه بهر  د نورو اداراتو، سوداګرو، مدني ټولنو، عامه سکتور او نورو سره  هم همکاري وکړي ، د یادونې وړ دی چې حقوقي او مشورتي خدمتونه د زم زم  د لوړو زده کړو مؤسسې لپاره په یوې نوې عوایداتي  سرچیني بدلیدای شي او هم زموږ د ادارې د اکاډمیکو او مهارت لرونکو استادانو له مشورو څخه یو چاته خیر رسول کیدای شي او هغوی له خطر او زیان څخه بچ کېدای شي.

9.6.5.  زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې لپاره د نوي ملکیت موضوع ته خاصه پاملرنه کول

لکه مخکې مو چې یادونه وکړه په دې وروستیو کې لوړو زده کړو ته د ځوانانو توجه د اهمیت وړ مسله دی داچې له یوې خوا زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه کې د محصلینو د جذب شمیر ورځ تر بلي د ډیریدو په حال کې دی او له بلې خوا  د نویو پوهنځیو منځته راوړل هم زموږ په پلان کې دی؛ نو په همدې اساس کوښښ کوو چې ژر تر ژره د دوه (2) جریبه یا څلور زره (4000) متره مربع په اندازه ځمکه جوړه او ورغوو.

9.6.6. د نوې اخستل شوې ځمکې د احاطې د دیوال جوړول

کومه ځمکه چې پیرل کیږي باید په 1402 هـ ش کال کې يې ټوله احاطه چاردیوالي شي او هم باید پکې د بولډینګ جوړولو ابتدایي کارونه تکمیل شي.

9.6.7. په نوې ځمکه د معیاري تعمیر د نقشي جوړول

تر  1405 هـ ل کال پورې په دي ځمکه باندې د بهرنيو پرمختللو تحصیلي نهادونو تعمیراتو ته په کتو سره داسې معیاري تعمیر جوړشي چې په تمامه معنی د یوه تحصیلي  نهاد لپاره په سمه توګه فېټ او برابر وي، موږ په پلان کې لرو چې دا کار د زم زم لوړو زده کړو مؤسسې په درېيم اولیت لرونکو لګښټونو کې یا يې په بودیجه کې شامل شي او تر 1405هـ ل کال پورې په تمامه معنی بشپړ شي.

9.6.8. د تعمیر په اخرنیو پوړونو کې د استادانو د ليلې، اشپزخاني، جمنازیوم او نورو ضرورت وړ ځایونو جوړول:

موږ په پوره توان سره په دې هڅه کې یو چې د تعمیر په اخري پوړ کې د خپلو استادانو لپاره لیلیه او د سهولت په پار نور ځایونه جوړ او بشپړ کړو؛ دا کار کولی شي زموږ په تدریسي بهیر مثبته اغیزه وکړي، د استادانو د غیرحاضري مخنیوی وکړي او په خپل وخت خپلو درسي ساعتونو ته اماده و اوسي.  

9.6.9. د مؤسسې د عمومي کتابتون لپاره ځانګړی اطاق جوړول: د نوي تعمير د جوړیدو په جریان کې موږ په تمامه معنی کوښښ کوو چې د کتابتون لپاره په عصري څوکیو، میزونو او کمپیوټرونو سمبال اطاق په نظر کې ونیسو او  ارامه او پرسکونه فضا ورته برابره کړو.

9.6.10 . د انجنیري پوهنځي د لابراتوار لپاره ځانګړی ځای په نظر کې نیول: په نوي نقشه کې په خپل ټول توان سره هڅه کوو چې د انجنیري لابراتوار لپاره د وسایلو حجم او ډیروالي ته په کتو سره مناسب ځای په نظر کې ونیسو.

 9.7. د علمي کادرنونو او کارمندانو ظرفیت لوړونه:

 9.7.1. د علمي کادرونو علمي پرمختګ او لا مسلکي کول

زم زم د لوړو زده‌ کړو مؤسسې پخواني ستراتيژيک پلان ته په کتو د علمي کادر غړو په علمي پرمختګ او لا مسلکي کولو کې پراخې او د مشاهدې وړ هڅې کړې دي، په ماسټري برنامو کې د ګډون لپاره يې استادانو ته د پام وړ خدمات په واک کې ورکړي دي او لا هم هڅه کوي تر څو ورته نور پروګرامونه پرلار واچوي او د علمي کادر غړو لکه څنګه چې اړتيا يې ليدل کېږي لا يې ظرفيتونه ورلوړ کړي. په همدې لړ کې د لسانس علمي کادر غړو ترڅنګ يې ګڼ ماسټر استادان د مسلکي پروګرامونو د وړاندې کولو په موخه استخدام کړي دي او عملا يې محصلانو ته د تدريس په برخه کې ګڼې اسانتياوې برابرې کړې دي. زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې ادارې پخواني ستراتيژيک پلان ته په کتو لا هم په پلان کې لري چې د علمي کادر غړي په هېواد دننه او نورو هېوادونو ته د لوړو زده‌کړو د ترلاسه کولو لپاره د بورسونو له لارې واستوي، د مسلکي ودې مرکز له پلان سره سم غوړو چې د علمي کادر غړو د علمي کچې د لوړوالي لپاره د تېر په څېر مسلکي ګامونه واخلو، استادان او محصلان له بېلا بېلو ظرفيتونو برخمن کړو.

 9.7.3. لنډمهاله زده‌کړې

پخواني ستراتيژيک پلان ته په کتو د استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو د ظرفيت لوړونې په برخه کې لا هم د يو لړ فعاليتونو د اجرا او عملي کولو اړتيا پيښېږي؛ د علمي سمينارونو، ناستو، ګردي مېزونو، کنفرانسونو، غونډو، مباحثو، ټرېننګونو او … د هېواد په داخل کې په بېلا بېلو برخو کې د ظرفيت لوړونې سمينارونه ترلاسه کړي دي، زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې اداره لا هم خپل مسير تعقيبوي او د ظرفيت لوړونې پروسه به تر ډېره جاري ساتي.

 9.8. د تقنیني او تخنیکي اسنادو بیا کتنه:

 9.8.1. د نوي ستراتیژیک پلان تدوین:

لکه څنګه چې زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه د تقنیني او تخنیکي اسنادو د بیا کتنې په لړ کې وپتیله تر څو د پنځو کالو وروسته نوی ستراتیژیک پلان تدوین کړي نو په راتلونکي کې هم پلان لري تر څو د همدې ستراتیژیک پلان د وخت له پوره کیدو سره سم له بشپړ تحقیق څخه وروسته په خپل پخواني پلان او تر سره شوو کړنو بیا کتنه او اړوند تحلیلي پروسې تر سره او په رڼا کې یې نوی ستراتیژیک پلان تدوین کړي.

 9.8.2. د ستراتیژیک پلان سره سم د پنځه کلن او کلنیو عملیاتي او تطبیقي پلانونو جوړول:

لکه څنګه چې د ستراتیژیک پلان د تطبیق په پار لازمي ده تر څو عملیاتي او تطبیقي پلانونه جوړ شي نو زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه هم پتیلې ده تر څو هم پنځه کلن او هم یو کلن پلانونه د ستراتیژیک پلان د بشپړ تطبیق په خاطر جوړ او پلي یې کړي.

 9.8.3. کال په کال د پالیسیو،میکانیزمونو او مقرراتو تدوین او تعدیل:

لکه څنګه چې کال په کال په اداراتو او د دوی په کړنو کې یو لړ تغییرات او تحولات رامنځ ته کیږي او موږ نشو کولای پخواني میکانیزمونه،پالیسۍ او مقررات بشپړ تطبیق کړو نو اړینه ده تر څو په یاده برخه کې هم فعالیت تر سره او د مؤسسې او پوهنځیو اړوند ټول مقررات،پالیسۍ او میکانیزمونه کال په کال تر بحث لاندې ونیول شي او د اړتیا په صورت کې تبدیل یا لږ تر لږه تعدیل شي.

 9.9. د اکاډمیکو او غیر اکاډمیکو نهادونو تر منځ د اړیکو پیاوړي کول.

 9.9.1. د علمي توامیتونو پراختیا

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه یوه بي پري او خپلواکه تحصیلي خصوصي مؤسسه دی چې ټولني ته په پوره ژمنتیا او صداقت سره خپل علمي خدمات وړاندي کوي په همدې بنأ له ټولو هغو اداراتو سره چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول سر و کار لري نیک او ښه روابط غواړي په همدې اساس موږ کوښښ کړی چې له یو شمېر کورنیو پوهنتونونو، پوهنیزو او څېړ نیزو ادارو سره په بېلابېلو برخو کې علمي توامیتونه او موافقتنامي لاسلیک کړو. دا چې زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه د افغانستان له ځوانو پوهنتونونو څخه ده او لا تر اوسه نه دی توانیدلي چې په هغه اندازه چې لازمه دی له پوهنتونونو او علمي مراکزو سره اړیکي ټینګي کړي، مګر په جدي توګه په دې هڅه کې ده چې د خپل پیاوړي اداري او اکاډمیک بشري ځواک په مټ وکولی شي چې د داخلي علمي اداراتو سربیره د بهرنیو علمي بنسټونه سره هم اوږد مهاله علمي اړیکې رامنځته کړي. زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه خپلو ستراتیژیکو موخو ته د رسېدو په پار د توامیتونو په برخه کې لاندې کړنې ترسره کول په پلان کې لري.

د مؤسسې په کچه د علمي توامیتونو د لاسلیکولو او د هغوۍ د اغیزمن تطبیق په پار معیاري انکشافي پلان اماده کول. د یاد پلان پر بنسټ له بېلابېلو سکتوري، علمي، او څیړنیزو ادارو سره د علمي، اداري او عملي زده کړو په پار همکاري کول . د بهرنیو علمي مراکزو سره اغیزمن علمي توامیتونه لاسلیکول 

د لاسلیک شویو او لاسلیک کیدونکو علمي توامیتونو د ښه تطبیق لپاره جدي هلي ځلي کول.

زم زم لوړو زده کړو مؤسسه کوښښ کوي چې د علمي توامیتونو د پراختیا او اغېزمنتیا لپاره یو لړ ستراتیژي ګانې تعقیب کړي، لکه: د محلي، ملي، او سیمه ایزو ملګرو سره د ښو اړیکو ساتلو ستراتیژي، د څیړنیز مرکز او اسانتیاو د پراختیا ستراتيژي، د بهرنیو تجربو څخه د ګټې او په نړیوال نېټ ورک کې د کارنده ونډې اخیستنې ستراتیژي، او له هغو سوداګریزو نهادونو سره د خپلو خدماتو، فعالیتونو، فرصتونو، سیستمونو، او اسانتیاو شریکولو ستراتیژي چې دوه اړخیزې ګټې تحقق ومومي.

 9.10. لوړو زده کړو ته عادلانه لاسرسی او محصلینو ته د دوی د استعدادونو د رشد په پار خدمات وړاندې کول.

 9.10.1. لوړو زد‌ه ‌کړو ته لاسرسی

زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې اداره په ټول توان هڅه کوي چې د لسانس په کچه د ټولنې ځوان قشر وروزي او له نړيوالو معيارونو سره سم يې غوښتنې ورپوره کړي، په ستراتيژيک پلان کې له ښودل شويو پاليسيو څخه په استفاده به نوموړې برخې ته ځانګړې توجه کوي، همداراز لوړو زده‌کړو ته د ټولنې د وګړو هڅول او په علم يې سمبالول، دا هغه هڅه ده چې په ټوله کې د هېواد د تحصيل ترلاسه کوونکو افرادو ګراف لوړوي، ترڅنګ يې لوړو زده‌کړو ته د ځوانانو لاسرسی پکې ډېرېږي.

زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې ادارې لاندې موارد او د کار اړوند مسائل په پام کې نيولي دي

  • په تحصيلي فيسونو کې کمښت رامنځ‌ته کول
  • لوړو زده‌کړو ته د لاسرسي د زياتوالي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه پر لاره اچول
  • لوړو زده‌کړو ته د ځوانانو هڅول
  • لوړو زده‌کړو د لاسرسي په موخه د کرېډيټ سيسټم په ټوله مانا تطبيق او هغه ته انکشاف ورکول
  • لوړو زده‌کړو ته د لاسرسي په موخه بېلابېلې اسانتياوې رامنځ‌ته کول
  • لوړو زده‌کړو ته د لاسرسي په موخه په بېلابېلو پوهنځيو کې د ماسټري برنامې ايجادول
  • لوړو زده‌کړو د لاسرسي په موخه له نړيوالو پوهنتونو سره د سکالرشيپونو او فيلوشيپونو ځانګړې برنامې رامنځ‌ته کول
  • لوړو زده‌کړو ته د لاسرسي په موخه د ماسټر او دوکتور استادانو سلنه ډېرول
  • لوړو زده‌کړو ته د لاسرسي په موخه په څېړنو ډېر تمرکز کول

 9.10.2. د محصلانو جذب

زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې اداره غواړي او پياوړې اراده لري چې په هغو څانګو کې د محصلانو سلنه لوړه کړي، په کومو کې چې د ټولنې او د ټولنې غوښتنې مشبوع کېدلای شي، زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې اداره په تحصيلي پروګرامونو کې د پام وړ تغيراتو د راوستولو او اسانتياوو د رامنځ‌‌ته کولو په موخه لاندې پروګرامونو رامنځ‌ته کوي؛ معالجوي طب پوهنځی، کمپيوټر ساينس پوهنځی، ښوونې او روزنې پوهنځی، شرعياتو پوهنځی او په في‌الحال پوهنځيو کې د ماسټري برنامې رامنځ‌ته کول يې ښې بېلګې دي.

 9.10.3. محصلانو ته د خدماتو کيفي کول او زياتول

 9.10.3.1. د عملي زده‌کړو، انټرنشيپونو او بېلابېلو برخو کې د محصلانو روزنه

زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې اداره په پام کې لري چې د تېر په څېر يو ځل بيا هم په راتلوونکو پنځو کالونو کې پر تيوريکي زده‌کړو سربېره پر عملي زده‌کړو کې هم محصلانو ته ځانګړي مهارتونه ورزده کړي او په مسلکي لحاظ يې لا ډېره پالنه وکړي؛ په لاراتواري زده‌کړو سربېره، په علمي غونډو او ناستو کې ګډون، علمي سفرونو، څېړنيزو پروګرامونو کې ګډون، د ستاژ په برخه کې د محصلانو ځانګړې عملي روزنه، حقوقي کلنيکونو کې د عملي زده‌کړو ځانګړي پروګرامونه پرلاره اچول، د مشورې او کار موندنې مرکز له مخې د محصلانو مشورو او غوښتنو ته انعکاس ورکول، د کارموندنې په برخه کې د ولايت په کچه له بېلابېلو ادارو سره ناستې کول، دا په ټوله کې هله امکان لري چې د کار وړ يوه اندازه ځانګړې بودجه د نوموړيو کړنو د ترسراوي په موخه تصويب شي، د ځانګړې بودجې په شتون کې زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې اداره غواړي چې په راتلوونکو پنځو کالونو کې لاندې پروګرامونه د محصلانو د ظرفيت لوړونې په برخه کې ترسره کړي؛

  • زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې اداره په پام کې لري چې د پخوا په څېر يو ځل بيا د پنځو کالونو لپاره د محصلانو د عملي روزنې په موخه روزنيز علمي سفرونه ډيزاين کړي او د محصلانو ونډې ته ځانګړې پاملرنه وکړي
  • زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې درې ګونو پوهنځيو او ډيپارټمنټونو ته بايد ځانګړې بودجه تخصيص کړل شي، ترڅو خپلو پروګرامونو، علمي سمينارونو او روزنيزو پروګرامونو ته په تمامه مانا کورېج ورکول شي او بلااخره محصلان په ښه توګه وروزل شي.
  • زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې اداره هوډ لري چې د محصلانو د عملي روزنې په موخه يو لړ پروګرامونه پر لاره اچوي، تر څو د محصلانو مهارتونه او علمي سويه لوړه کړي، چې ښې بېلګې يې راپور جوړول، پروپوزل جوړول، لېډرشيپ، د مسلکي دفتر جوړول، ښې او غوره مفاهمې درلودل، د اړيکو جوړول، سالم مديريت، د ټولنې غوښتنې مشبوع کول، مسلکي انجنيري خدمات، د کتاب لوستلو سيالي او بېلابېل روزنيز پروګرامونه پکې شامل دي.

د پورتنيو بېلابېلو مهارتونو په پيدا کولو سره به محصلان وکولای شي په هر ډول حالاتو کې دندې ترسره کړي او د مسلکي پوهنې پر بنیاد به ورځنی چارې پرمخ وړي.

کلتوري، علمي او ورزشي پروګرامونو ته لا ډېره پاملرنه 9.10.3.2.

زم زم د لوړو زده‌ کړو مؤسسې ستراتيژيک پلان او د تواميتونو د پراختيا پلان له مخې غواړو له بېلابېلو ادارو سره د پخوا په څېر د دوه‌اړخيزو همکاريو تواميتونه ايجاد کړو، ترڅنګ يې لا ډېر نوښت پکې راولو او د عملي کولو په برخه کې يې د مؤسسې استادانو، کارکوونکو او محصلانو ته عملي پروګرامونه پرلاره واچوو. د دې ترڅنګ په کلتوري، هنري او ورزشي برخو کې د پخوا په څېر د لا ډېرو کړنو اړتيا محسوسېږي، چې بايد په‌خپل وخت ترسره شي.

  • په ټولنه کې د کتاب د مطالعه کولو کلتور عامول، له بېلابېلو ادارو سره ورزشي سيالۍ پرلاره اچول، په ټولنه کې د ناوړه دودونو او رواجونو له منځه وړل، د علمي مقالو ځانګړې سيالۍ پرلاره اچول، د کتاب ليکنې فرهنګ ته کار ويل، د مسلکي ژباړو او ليکنو دود عامول، له اړتيا سره سم د څېړنيزو پروګرامونو پرلاره اچول او د عامه پوهاوي په موخه د ځانګړنو خپرونو پرلاره اچول.
  • همداراز د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې به په محصلانو کې د هېوادپالنې کلتور ته ځانګړې پاملرنه، ټولنيز عدالت ته ځانګړې پاملرنه کول، اقتصادي پياوړتيا، په ټولنيز لحاظ يو و بل ته درناوی او متقابل احترام، عامه پوهاوی، ټولنيز پرمختګ، د هېواد قوانينو ته درناوی او بېلابېلو برخو ته په پام به د محصلانو روحيه لا ژوندۍ او ګړندۍ شي.
  • زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې په درې ګونو پوهنځيو او ډيپارټمنټونو کې د بدني روزنې د لا پياوړي کولو په موخه د ځانګړو تفريحي پروګرامونو پرلاره اچول چې په محصلانو کې به د زده‌کړو او له ورزشي لوبو سره د محصلانو روحيه لا پياوړې او ځواکمنه شي.
  • کلتوري مسائل به د لوړو زده‌کړو وزارت، اطلاعاتو او کلتور وزارت، د پکتيا ولايت مقام او د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رياست په همغږۍ او همکارۍ ځانګړي هنري اثار د ګډونوالو او راغلو مېلمنو مخې ته ږدو، تر څو له خپلو تاريخي اثارو استادان، کارکوونکي، محصلان او د ټولنې نور افراد خبر شي.

روغتيايي، مشورتي او رواني برخو ته ځانګړې پاملرنه 9.10.3.3.

زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې اداره د پخوا په څېر لا هم هڅه کوي چې د محصلانو روغتيايي او رواني برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، په همدې برخه کې يې محصلانو ته ځانګړي پروګرامونه په لاره اچولي دي، همدې اصل ته په پام زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې په درې ګونو پوهنځيو او ډيپارټمنټونو کې د کرېډيټ لايحې ته په پام په ټولګيو کې د محصلانو تعداد ډېر کم برقرار ساتلی دی، زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې اداره د محصلانو چارو معاونيت په ملتيا د محصلانو له تدريسي پروسې څخه د زړه ماتي احساس د نه کولو په موخه د مديريت ځانګړي پروګرامونه پر لاره اچول، پر ځان او نفس باور، د ژوندانه په ډېرو برخو کې د ځانګړي امنيت شتون، رواني مسائلو ته په پام علمي سمينارونو پرلاره اچول، له ذهني فشار سره تر وروستي بريده مبارزه کول، له يو و بل سره د مفاهمې کلتور عامول، د تاوتريخوالي مخه نيول، د روغتيايي خدماتو وړاندې کول، انټرنېټي اسانتياوو ته د محصلانو لاسرسی او محصلانو ته د علم او پوهې په ډګر کې د پام وړ بدلون رامنځ‌ته کول پکې شامل دي.

په ورته مهال زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې ادارې د پخواني ستراتيژيک پلان د لومړيتوبونو په اساس په همدې ولايت کې د لوبو يو لوی او پراخ د ورزشي لوبو جمنازيوم لري، چې د استادانو او محصلانو پر مخ يې دروازه له سهار تر ماښام پورې پرانيستې وي، د دې ترڅنګ زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې ادارې د شهيدانو، معلولينو، غريبو او بې سرپرسته کورنيو غړو او محصلانو ته د تحصيل زمينه برابره کړې ده.

له تعصب، خرافاتو، روږدي کېدلو او تاوتريخوالي سره مبارزه 9.10.3.4.

زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې اداره په ټول توان هڅه کوي، تر څو له تعصب، خرافاتو، په نشه‌يي توکو د روږدي کېدلو او د تاوتريخوالي په له منځه وړلو کې خپل مسير او ستراتيژيکو موخو ته په کتو قدم واخلي او له پورتنيو مسائلو د مؤسسې چاپېريال او د ټولنې نور افراد له ورته ناوړه برخليکونو وژغوري او په اړونده برخه کې له اړتيا سره سم روزنيز پروګرامونه پر لاره واچوي، تر څو په ټولنه کې پورتنی ناوړه او بې کاره پديدې کابو او د حل لارې چارې ورته ولټول شي.

په هېواد کې اوږدې جګړې دېته لاره هواره کړې چې له ورته فرصت څخه زموږ او زموږ د ټولنې دښمنان د نفاق، ورور وژني، تعصب، تاوتريخوالي، په نشه‌يي توکو روږدي کېدل، خرافاتو او بېلابېلو ناوړه دودونو ته لار هواره کړي او د افغانانو ترمنځ د نفاق او بدبختۍ تخم وشيندي. هغوی له بده‌مرغه ملي دودونه، ملي عنعنات په ملي منافقتونو او بدبختيو بدل کړي دي.

جګړو ډېريو افرادو ته دا فرصت په لاس ورکړی چې وخت‌ناوخت د مظلومو افغانانو حلال مالونه په زور او چپاول ترلاسه او په خپله ګټه يې استعمال کړي، څو کلنو جګړو يو څو تنه افرادو ته دا فرصت هم په واک کې ورکړی چې خرافاتو، تاوتريخوالي، کرکې او بلااخره پر نشه‌يي توکو اخته او روږدي شي. له همدې کبله زم زم د لوړو زده‌کړ مؤسسې اداره هڅه کوي چې د تدريسي پروګرامونو د تطبيق ترڅنګ ګڼو نورو ټولنيزو مسؤليتونو ته محصلان او ځوانان وهڅوي، تر څو پورتني يادې شوې بدې پديدې د بېلابېلو علمي پروګرامونو له مخې له منځه لاړې شي.

پورتنيو ټولو ناوړه پديدو ته په پام زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې اداره خپلو ټولو اسلامي او ملي ارزښتونو ته په پام خپل ستراتيژيک اهداف تعقيبوي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې هېوادوال د ښې‌رازۍ او نېکمرغۍ له سپېڅليو لارو راوګرځوي، په همدې تکل به خپلو خدماتو ته لا پراختيا ورکوي. زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې اداري نظم او محصلان به له مذهبي، سمتي، ژبني او قومي تعصبونو څخه ژغوري، پورتنيو يادو شويو ناوړه پديدو ته به د پای ټکی ږدي او يوه ښه لور ته به يې سوک کوي.

نوي بريالي شوي محصلان د مؤسسې له چاپېريال سره اشنا کول 9.10.3.5.

زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې درې ګونو پوهنځيو کې د زده‌کوونکو لخوا په کانکور ازموينه کې تر ګډون او بريالي کېدلو وروسته، نويو برياليو محصلانو ته ځانګړی د ښه راغلاست او اورينټېشن پروګرامونه د محصلانو چارو، مالي او اداري معاونيتونو او د درې ګونو پوهنځيو د رياستونو په نوښت په لاره اچول کېږي، محصلانو ته د مؤسسې په بېلابېلو برخو روزنيز سمنيار وړاندې کېږي. د مؤسسې له چاپېريال، تدريس، کرېډيټ سيسټم، کتابتون، لابراتوار، کريکولم، معلوماتي ټيکنالوژي، قانون، مقررې، عدالت او برابري، کمپيوټر لب، پارکنګ، سیمینار خونو، د پوهنځيو، ډيپارټمنټونو او ګڼو نورو برخو په تړاو روزنيز سیمینارونو وړاندې کېږي. زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې اداره د خپلو ستراتيژيکو موخو د تعقيب لپاره له هر راز ممکنه لارې څخه په استفادې د ټولنې د ځوان قشر د ښې او سالمې روزنې په موخه خپلو خدماتو ته پراختيا ورکوي.

 10. د موجوده وضعيت تحليل

زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې د ستراتيژيک پلان عمده او اساسي اهداف په درې ګونو پوهنځيو او بېلابېلو برخو کې د کادرونو، کارکوونکو او محصلانو ظرفيت لوړونې ته کار ويل، د نويو پوهنځيو ايجاد، په تدريسي سيسټم کې لا بهبود رامنځ‌ته کول، د مؤسسې په کچه په کافي اندازه د فزيکي تجهيزاتو شتون، په اداري او تدريسي سيسټم کې له بهبود، د مسلکي تدريسي کتابونو ژباړه، کتابتون لا غني کول، کمپيوټر لب لپاره د لا ډېرو تجهيزاتو په کار وړل، علمي او څېړنيزو فعاليتونو ته لا پراختيا ورکول، د سيمې په کچه د لا ډېرو روزنيزو، مسلکي او څېړنيزو پروګرامونو پرلاره اچول دي. پورتنيو ټولو مواردو ته پام يو لړ مشخصه بودجه هم بايد تصويب کړل شي او په مناسبو حالاتو کې ترې استفاده وکړل شي.

زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې له تاسيس څخه تر دې دمه په کافي شمېر کې استادان د علمي کادر غړو په حيث ګومارلي دي، په ورته مهال يې څو دورې فارغان هم ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې کړي دي، همداراز يې يوه لويه کتله محصلان يې په درې ګونو پوهنځيو کې د کانکور ازموينې له لارې جذب کړي دي. زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې اداره په ټوله کې درې (حقوق او سياسي علوم، اقتصاد او د انجنيري) پوهنځي لري، په حقوقو او سياسي علومو پوهنځي کې دوه (اداره او ډيپلوماسي، قضاء او څارنوالي) ډيپارټمنټونه لري، په اقتصاد پوهنځي کې دوه د (ادارې او تجارت، مالي او بانکي) ډيپارټمنټونه لري، په انجنيري پوهنځي کې د (سېول) ډيپارټمنټ او يا هم څانګې لري. زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسه درې (د علمي چارو، محصلانو چارو، د مالي او اداري چارو) معاونيتونه لري، همداراز زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسه په ټوله کې لس (10) فعالې کمېټې لري. زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې هر پوهنځی ځانګړي تدريسي خونې او تدريسي مديران لري، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په اډانه کې، د محصلانو د ظرفيت لوړونې په برخه کې د حقوقي کلنيک امريت لري. زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسه د کار موندنې، مشورې او اروايي مشورو ځانګړی مرکز لري، چې په اړونده برخه کې خدمات وړاندې کوي، زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسه د انجنيري پوهنځي په اډانه کې فعال، مسلکي او په ټولو انجنيري وسائلو سمبال لابراتوار لري، چې له مخې يې د همدې پوهنځي د سېول څانګې محصلانو له اړتيا سره سم عملي زده‌کړې ترلاسه کوي، وخت په وخت پلان شوې پروژې عملي کوي. زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسه په کافي تعداد او د څو زره کتابونو په شتون کې کتابتون لري چې استادان او محصلان ترې د اونۍ په ټولو رسمي ورځو کې استفاده کوي، زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسه فعال کمپيوټر لب لري چې محصلان ترې له اړتيا سره سم استفاده کوي، همداراز زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسه د پخواني ستراتيژيک پلان له اټکل سره سم پراخ او د ولايت په کچه د ورزشي تمريناتو، په کافي تجهيزاتو سمبال جمنازيوم لري، چې محصلان، اداري کارکوونکي او استادان ترې په غير رسمي وخت کې استفاده کوي. زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې محصلان او کارکوونکي کولای شي د خپلو غوښتنو او ستونزو ته د حل په موخه خپل شکايتونه په نصب شويو صندوقونو کې درج کړي او د مؤسسې اداره يې د حل لپاره د ځانګړي ميکانيزم له مخې د حل لازمې لارې چارې ورته لټوي.

زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې په اډانه کې د کيفيت د تضمين ځانګړی يونټ رامنځ‌ته شوی، د دې ترڅنګ په درې ګونو پوهنځيو کې هم فرعي کمېټې ايجاد او رامنځ‌ته شوې دي، د پخواني ستراتيژيک پلان له اټکل او ستراتيژيو له مخې د کيفيت د تضمين کمېټې او د مؤسسې د پرسونل په ملتيا له ښه‌مرغه چې زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې د کيفيت د تضمين دوه بريالي پړاوونه په يو وار ترلاسه کړي دي، زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسه لا هم هڅه کوي ترڅو د کيفيت د تضمين وروستی پړاو هم د مجربو استادانو، اداري کارکوونکو په ملتيا ترلاسه کړي. زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې په ټوله کې هڅه دا ده چې تدريسي بهير د پخوا په پرتله لا ګړندۍ او قوي کړي، د دې ترڅنګ څېړنيزو هڅو او لاسته راوړنو ته لا ډېر کار ووايي او خپل ستراتيژيکي اهداف په ښه توګه ترسيم او بلااخره يې لاسته راوړي.

زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې وضعيت د ځانګړو ميکانيزمونو او پروسو له مخې تحليل شوی دی، ترڅنګ يې هغه عوامل چې زم زم د لوړو زده‌کړو مؤسسې پر چاپېريال يې مستقيم او يا هم غير مستقيم اغېز ښندلی په ګوته او وړاندې شوي دي، تحليل شوي عوامل يې په دوو داخلي او بهرنيو برخو وېشلي دي، د ستراتيژيکو اهدافو ترلاسه کول پکې په دقيقه توګه اټکل شوي دي، د دې ترڅنګ ستراتيژيک لومړيتوبونه، حللارې، د (SWOT) تحليل او د ميټرېکسونو تحليل يې ټولو اړوند عواملو ته په پام او د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په ښه توګه ترسيم کړي دي.

10.1.      د داخلې چاپیريال د لاملونو تحليل

  1. د قوت ټکي:
  2. د معياري تحصيلي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې لسکلنه کاري تجربه
  3. د تضمين کیفیت د دوو برياليو پړاوونو ترلاسه کول
  4. بشپړ مالی  او اداري استقلالیت درولودل
  5. د تدريس په برخه کې له معاصرې ټيکنالوژۍ څخه استفاده کول
  6. له بېلابېلو ادارو سره د همکاریو ګڼ توامیتونه
  7. د ورځنيو چارو د ترسراوي په موخه له فعال او اړتياوو ته د ځواب ويوونکي ډيټابس موجوديت
  8. درسي او ممد درسي کتابونو شتون
  9. د زون په کچه د ښه نوم درلودل
  10. د ځوان، مبتکر او ژمن علمي کادر موجودیت او د موسسې په ټولو چارو کې د هغوی فعاله ونډه
  11. د پوهنځيو په کچه پر ګڼو کتابونو سمبال د پراخو کتابتونونو موجوديت
  12. په اداري کارونو کې  سرعت ، دقت او شفافیت
  13. د ټولنې له اړتیا سره سم د علمی برنامو شتون
  14. د مجهزو ټولګیو شتون او تدریس د معاصرې ټیکنالوژۍ (پراجکټور، LCD ,LED ) پرمټ
  15. له 24 ساعته سولري بریښنا څخه اغېزمنه استفاده
  16. د ستراتيژيکو هدافو د لاسته راوړلو  په موخه په کافي اندازه د انګېزې موجوديت
  17. د غني کتابتون، مجهز کمپیوټرلب، لابراتوار، حقوقي کلينک او مشورې د ځانګړي مرکز شتون.
  1. د ضعف ټکي:
  2. د موسسې د انګړ ځمکې کمښت.
  3. د استادانو د درسي کرېډيټونو زياتوالی چې په علمي څېړنو، څېړنيزو مقالو او تاليفاتو يې سيوری غوړولی دی
  4. د مؤسسې په کچه د ځينو اړينو امکاناتو لکه ( انټرنېټ او معياري فعالو ميډيايي سيسټم او کارکوونکو) نه‌شتون، تر څو خپلو فعاليتونو او لاسته‌راوړنو ته پروخت انعکاس ورکړل شي
  5. پر تدريسي او اداري کارکوونکو د کارونو ډېروالی (چې د کيفيت پر وړاندې لوی خنډ ګرځي)
  6. د مؤسسې په کچه د کفټريا، لوبغالي او اساسي روغتيايي مرکز نه‌شتون
  7. د تر سره شویو کړنو په اړه د مستند سازی کمزورتیا.
  8. له ليسانس پرته د نورو لوړو زده‌کړو (ماسټري او دوکتورا) برنامو نه‌شتون
  9. د تدريسي پروګرامونو د پرمخ بېولو په برخه کې د (OBE، SCL او PBL) له نړيوالو معيارونو څخه نه استفاده
  10. د استادانو او ادارې کارمندانو د امتیازاتو کموالې
  11. د څیړنې او تحقیق په برخه کې د محصلینو لیوالتیا کموالي
  12. د علمي څېړنو پرځای پر تدريس ډېر تمرکز کول او د یو پیاوړي څیړنیز مرکز او فعال ملي او نړيوال ژورنال نه‌شتون
  13. په ترسره کړيو فعاليتونو کې د مستندسازۍ کمښت

د داخلي عواملو د ارزونې پورتني مټریکس د ضریب اوسط (3.04) محاسبه شوی دی او داښيي چې د مؤسسې په داخلي چاپیریال کې پیاوړې ټکي په کمزورو ټکو باندې په لږ توپیر سره بر لاسې دي. زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې د خارجي عواملو د ارزونې مټریکس په لاندې توګه وړاندې شوی دی.

  1. فرصتونه:

1. د امارتي پوهنتونونو سره د زم زم لوړو زده‌کړو مؤسسې ښه همغږي او همکاري

2. د ټولنې د خلکو ښه همغږي او همکاري

3. د ډاډ وړ امنيت شتون

4. په سیمه کې د یو خصوصي تحصیلي بنسټ په توګه موجودیت

5. د لوړو زده کړو لپاره د ټولنې په بیلا، بیلو برخو کې د کافي لیوالتیا او انګیزې شتون

6. په ملي، سيمه‌ييزه او نړيواله کچه لوړو زده‌کړو ته لېوالتيا

7. په ټولګيو کې محصلان له الکترونيکي وسايلو څخه په استفادې د زده‌کړو ترلاسه کول

8. د لوړو زده‌کړو لپاره د تدریسي آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د نوو قوانینو او مقرراتو شتون.

9. د  متخصص او مسلکې بشري قوي موجودیت

10. د لوړو زده کړو وزارت له خوا د علمی طرحو څخه حمایت

11. د اسلامي امارت له خوا د مالیاتو معافیت

12. له بهرنیو هیوادونو څخه د مهاجرینو راتګ او د تحصیل لپاره لیوالتیا 

  1. تهدیدونه:

1. له اړتيا سره سم د ماسټر او دوکتور په کچه د لوړو زده‌کړو خدمات نه وړاندې کول

2. امارتی پوهنتونونو ته د کانکور له لاري د اکثریت زده کوونکو د جذب امکان.

3. د کمزوي اقتصادي وضعیت له امله د خلکو کمه لیوالتیا د تعلیم او تحصیل لپاره.

4. له مؤسسی سره د نورو دولتي او غیري دولتي ادارو کمزوري همغږي

5. اقتصادي بحران چې پر هېواد يې منفي تاثيرات لرلي دي

6. په خراب اقتصادي حالت کې د  ماليې تحويلول

7. د مؤسسې په اړه د خلکو د عامه پوهاوي نشتون

8. خصوصي پوهنتونونو ته په لږ تعداد د محصلانو جذب

10.1.5.      د خارجي عواملو د ارزونې میټریکس

زم زم د لوړو زده کړو موسسې د بهرنیو عواملو په میتریکس کې وزني ضریبونه په منځنۍ توګه (3.12) دی.

  1. د محيطي عواملو (داخلي او بهرنيو) مقايسه
    1. د IE روش

 د کورني او بهرني چاپېریال د ارزونې وزني ضریبونه په مسلسله توګه عبارت دي له 3.04 او 3.12 څخه. د نوموړو ضریبونو له تقاطع څخه ښکاري چې د موسسې ستراتیژیک موقعیت په رشد او پراختیا مطلوبه ساحه کې قرار لري.

 نمره نهایی ماتریکس ارزیابی عوامل داخلی 4                   3                     2                    1
نمره نهایی ماتریکس ارزیابی عوامل خارجی 1                  2                   3                  4   III  II  I
VIVVII
IXIVIIX
  1.  د ستراتیژیک حالت تعینول
                      د داخلي عواملو د ارزونې د ماتریکس نهایې نومرې4                                        2.5                                          1

Iمحافظه کارانه ستراتیژيانې 
IIتهاجمې ستراتیژيانې
III تدافعی ستراتيژيانې
IV رقابتی ستراتيژيانې
 
۲.۵
 
 
 
 
 د بهرني لاملونو ارزونې د ماتريکس نومرې 1                        2.5                       4  

د کورني او بهرني چاپېریال د ارزونې وزني ضریبونه په مسلسله توګه عبارت دي له (3.04) او (3.12) څخه. د نوموړو ضریبونو له تقاطع څخه ښکاري چې د موسسې ستراتیژیک موقعیت په تهاجمی مطلوبه ساحه کې قرار لري؛ نو پر همدې بنسټ زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه کولی شي په را روانو پنځو کلونو کې د ځانګړې پاملرنې له مخې له تهاجمی ستراتیژيو څخه ګټه پورته کړي.

11.      د ستراتیژیو ټاکنه

  1.  

 11.1. مالي او اداري

  1. د عوايدو ډېرول
  2. مالي استقلاليت
  3. د تشکیل پراختیا د اړتیا په بنسټ

 11.2. د بشري سرچينو پراختيا

  • د کارکوونکو د ظرفيت لوړول
  • د استادانو د ظرفيت لوړول
  • د مسلکي او تخصص لروونکو افرادو جذب او ګمارنه
  • بېلا بېل ټرننګونه پرلاره اچول

 11.3. زیربناوي

  • د تحصیلي، تدریسي او اداري زیربناوو زیاتوالي
  • د علمي څېړنو او مطالعاتو مرکز لا پياوړی کول
  • څېړنو او مالوماتي ټکنالوژیو د ودانیو رغول
  • د شنې ساحې او ارام چاپېريال برخو ته پراختيا ورکول

 11.4. اداري پراختيا او تشکيلات

  1. مديريتي سيسټم پياوړی کول
  2. د پروګرامونو او پلانونو ارزونه.
  3. د مؤسسې ساختار او تشکيل باندې تجديدنظر کول
  4. د مؤسسې د پوهنځيو او څانګې لاتخصصي کول
  5. د ډیجیټل او مدیریتي سیسټمونو پیاوړتیا.
  6. ډيټابيس لا معياري کول

 11.5. علمي برنامې او څېړنې

  1. د ستراتيژيک پلان له تطبيق څخه نظارت کول
  2. د علمي او څیړنزو نوښتونو پنځول.
  3. د طب، کمپیوټر ساینس او برق انجنیري لیسانس برنامو ایجادول.
  4. د ماسټري برنامې ايجاد او پيلول
  5. د علمي څېړنو او مطالعاتو ته لا پراختيا ورکول
  6. له بېلا بېلو ادارو سره د دوه‌اړخيزو همکاريو د هوکړه‌ليکونو او تواميتونو رامنځ‌ته کول
  7. استادانو، کارکوونکو او محصلانو ته د سکالرشيپونو فرصتونه برابرول
  8. د درسي او کتابتوني توکو کیفي او کمي ښه والی

 11.6. لوړو زده کړو ته لاس‌رسی او د ټولنې اړتياوې

  • په علمي برنامو کې د وړ محصلانو د جذب زیاتول
  • د لیسانس او ماسټري برنامو ایجاد.
  • د علمي برنامو په اړه عامه پوهاوی
  • د ټولني له اړتیا او غوښتنو سره سم د محصلانو سيسټم ته پراختيا ورکول
  • د ټولني له اړتیا او غوښتنو سره سم تدريسي کريکولم ته پراختيا ورکول

 11.7. د ظرفیتونو لوړتیا او د کیفیت څارنه او ارزونه

  • د ظرفیت لوړونې سمینارونه او ورکشاپونه برابرول.
  • د اکاډومیکو غړو مسلکي ظرفیت لوړونه.
  • د بهرنیو ژبو زده کړې مهارتونو لوړول
  • د کیفیت د څارنه او ارزونه.
  • د کیفیت لوړاوي په برخه کې په ملي کچه بشپړ غړیتوب ترلاسه کول.

12. د ستراتیژیو لومړیتوب ټاکنه د(QSPM) په اساس

د ټاکل شویو مختلفو ستراتیژیو د لومړیتوبونه تحلیل او ارزونه د ستراتیژیک پلان جوړونې کمي مټریکس(Quantitative Strategic Planning Matrix, QSPM) په واسطه په لاندې ډول ټاکل شوي دي، چې دا مټریکس د هرې ستراتیژی لپاره لومړيتوبونه ټاکي.

 14. لنډ مهاله موخې

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسي لرلید، ماموریت او ستراتیژیکو موخو ته د رسیدو لپاره لاندې لنډ مهاله موخې ټاکي:

  • په راتلونکو (3) کلونو کې د یو مجهز څیړنیز مرکز ایجادول.
  • په راتلونکو (4) کلونو کې د ماسټري MBA برنامه ایجادول.
  • په راتلونکو (4) کلونوکې د کیفیت لوړاوي په برخه کې په ملي کچه بشپړ غړیتوب ترلاسه کول.
  • طب. فارمسي، عالی نرسنګ او الکترونیک پوهنځیو ایجادول.
  • ·        د مؤسسي ویب پاڼه او آنلاین زده کړو سیستم پراخوال.
  • په راتلونکي یوه کال کې د عصري ټیکنالو‌ژي او معیاري تدریس په کارولو سره د زده کړییز کیفیت ښه کول.

بودیجه ریزي 16.

دا چې د ستراتیژیک پلان د تطبیقولو او یو لړ کارونو د ترسره کولو لپاره مصارفو ته اړتیا لري، د دې لپاره چې مصارف د شته امکاناتو په رڼا کې ترسره شي او اندازه يي معلوم شي، د دې کارونو د ترسره کولو لپاره بودیجې اټکل په لاندي ډول شوی دی.

  1. د ستراتيژيو پلي کول

د موسسي د استراتيژيو د پلي کولو له پاره دري لويو انتخابونو ته اړتيا لرو چې عبارت دي له:

  1. د اسانتیاوو رامنځته کول.
  2. د موسسه په تشکيلاتو او جوړښت کې بدلون راوستل

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه راتلونکو پنځو کلونو کې د تشکيلاتو په برخه کې په منظم ډول هر کال په کادرې او ادارې برخه کې سروي او ارزونه کوي تر څو د  يادې برخې تشه په ګوته او ډکه شي.

  • د مديريتي سيستمونو او پروسو اصلاح او پياوړي کول

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه راتلونکو پنځو کلونو کې د خپلي اداري د مديريتي سيستمونه برخه کې غواړې چې د هر کال منظمي ارزونې له مخېپه ياده برخه د غوښتنې سره سم اصلاحات راوړي.

  • د موسسه د وضعيت د پياوړتيا لپاره طرحې وړانديز کول

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه راتلونکو پنځو کلونو کې د وضعيت د پياوړتياو لپاره کوښښ کوي چېخپلو علمي کادرونو او ادارې  سټاف پر مټ منظمي طرحې لوړو زده کړو وزارت ته وړانديز کړي.

  • د موسسسه د رهبرۍ او مديريت بڼه کې بدلون راوستل

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه راتلونکو پنځه کلونو کې د غوره حکومتوالۍ لپاره کوښښ کوي تر څو د لوړو زده کړو وزارت قوانينو، لوايحو او پالېسيګانو پر مټ کار اهل کار ته سپارلو په موخه وړ او مسلکي کسان په رهبرۍ کې وګماري.

  • د  موسسه د استراتيژيو د عملي کولو او کارندې بڼې ته اړول
  • د پنځه کلني ستراتيژۍ د نقشي يا Road Map تدوين

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه راتلونکو پنځوکلونو د هرکال لپاره منظم کاري عملياتي پلان ترتيب کړي چې

د دې ستراتیژيک پلان سره په ضمايمو کې يو ځای شوي دی چې هر کال د منظمې ارزونې له مخې ممکن دی په ياد ستراتيژيک کاري پلان کې بدلون رامنځته شي.

  • د بوديجې تدوين او د اړتيا وړ سرچينو برابرول.

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه راتلونکو پنځو کلونو لپاره منظم د بوديجې پلان ترتيب کړي چې د دې ستراتژيک پلان سره په ضمایموکې يو ځای شوي دی.

  • د اړتيا پرمهال د پوهنتون د لا ښه والي لپاره د موسسه د داخلي پاليسيو تغيرول

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه د رهبرۍ او علمي شورا لري چې د وخت او اړتياوو غوښتنې له مخې کولې شي د داخلي چارو د لا ښه والې لپاره په خپلو پاليسيو کې بدلون راولي.

  •  د ستراتيژيو ارزونه

د زمزم د لوړو زده کړو مؤسسه د ستراتیژیک پلان د پلي کېدو او ټاکل شوو موخو ته د رسېدو د څارنې او ارزونې لپاره، یوه کمېټه د “د ستراتیژیک پلان د څارنې او ارزونې کمېټه” تر عنوان لاندې جوړوي، چې د مؤسسې رئیس، مرستیالان، د پوهنځیو رئیسان، د کیفیت تضمین آمر او د بشري منابعو آمر پکې شامل وي. 

دغه کمېټه به هر رُبع او کال کې د استراتیژیک پلان د تطبیق کچه او د ستراتیژیو د اجرا ارزونه کوي.  که چېرې د هر رُبع په پای کې د کمېټې ارزونه قناعت ‌بښونکي نه وي، نو لومړی به اصلاحی اقدامات طرح کړي. او که د کال په پای کې ارزونه هم قناعت‌ بښونکي نه وي، نو کمېټه به د ستراتیژیکو پلانونو او ستراتیژیو د بیاکتنې وړاندیز د وروستیو پرېکړو لپاره علمي شورا ته وړاندې کو.

د ستراتیژیک پلان د ارزونې چک لیست
کتنېاصلاحي اقدامات او وروستۍ برنامېد برنامې د نه پیلیدو دلایلد برنامو او فعالیتونو وضعیت (د پرمختګ د سلني په شمول)د پرمختګ سلنهپه څلورمه ربع کې د برنامو او فعالیتونوپه دریمه ربع کې د برنامو او فعالیتونو د پرمختګ سلنهپه دویمه ربعه کې د برنامو او فعالیتونو د پرمختګ سلنهپه لومړۍ ربع کې د برنامو او فعالیتونو د پرمختګ سلنهد برنامو او فعالیتونو د تطبیق معلومه نېټهبرنامې او فعالیتونهستراتیژیګانيدستراتیژیګانو اولویتونهګڼه
              
              
              

پای

 یادونه: زم زم د لوړو زده کړو موسسې پورته ترتیب شوی  پنځه کلن  ستراتیژيک پلان  ترتیب، د ستراتیژیک پلان کمیټي په (04) ګڼه پروتوکول او (02/04/1404 هـ.ل) نیټي ناستي او زم زم د لوړ زده کړو موسسې د علمي شورا د  (02/04/1404 هـ.ل)  نېټې ناستې او  (04) ګڼې پروتوکول پر بنسټ ثبت او تائید شو.