د پوهنتون رئیس پیغام

chancellor@zamzam.edu.af

+93-777-212-212

د پوهنتون رئیس پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

ګرانو استادانو، محصلینو، همکارانو او د علم او پوهې مینه والو!

اسلام علیکم ورحمة الله و برکاته!

په ډېر ویاړ سره تاسو قدرمنو ته د زم زم پوهنتون د علمي کورنۍ هرکلی کوم. زم زم پوهنتون د هېواد د علمي، فرهنګي او ټولنیز پرمختګ په موخه د لوړو زده کړو په ډګر کې رامنځته شوی او د خپل پیل راهیسې د معیاري زده کړو، څېړنې او د ټولنې د اړتیاوو پر بنسټ د مسلکي کادرونو د روزنې لپاره ژمن دی.

زم زم پوهنتون هڅه کوي چې د اسلامي ارزښتونو، ملي اړتیاوو او نړیوالو معیارونو په رڼا کې د کیفیت لرونکي زده کړو زمینه برابره کړي. موږ په دې باور یو چې زم زم پوهنتون یوازې د درس او تدریس ځای نه دی، بلکې د نوښت، څېړنې، تولیدي فکر او ټولنیز خدمت مرکز هم دی. زموږ موخه داده چې محصلین د داسې مهارتونو، پوهې او اخلاقي ارزښتونو څښتنان شي چې د هېواد د اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي پرمختګ لپاره ګټور تمام شي.

د زم زم پوهنتون مشرتابه، استادانو او اداري کارکوونکو ټول تمرکز پر دې دی، چې زده کوونکو ته داسې یو علمي چاپېریال رامنځته کړي، چې هغوی وکولای شي د هېواد د پرمختګ لپاره مسلکي او مسؤلانه رول ولوبوي. د استادانو ژمنتیا، معیاري نصاب، د محصلینو هڅې او د ادارې همکاري هغه ستنې دي چې زموږ د بریا تضمین کوي. له همدې امله، زه ټولو قدرمنو استادانو ته د هغوی د نه ستړي کېدونکي خدمت مننه وړاندې کوم او محصلینو ته ډاډ ورکوم چې زم زم پوهنتون به د هغوی د وړتیاوو د غوړېدو لپاره تل تر ټولو غوره چاپېریال برابر کړي.

زموږ ستراتیژیک لیدلوری دا دی چې زم زم پوهنتون د هېواد په کچه د غوره علمي مرکز په توګه وځلېږي او په نړیوال علمي ډګر کې هم خپل نوم ثبت کړي.

په پای کې، زه د زم زم پوهنتون ټولو قدرمنو استادانو، کارکوونکو او محصلینو ته د هغوی د هڅو او ژمنتیا مننه وړاندې کوم او ټولو مینه والو ته ډاډ ورکوم چې زم زم پوهنتون به د علم، اخلاقو او خدمت په برخه کې د لا زیاتې ودې لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.

په درنښت
استاد محمدرشید عارف
زم زم پوهنتون رئیس