د زم زم پوهنتون رئیس نوماند پوهنیار محمد رشید عارف
استاد محمد رشید عارف د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي اصلي اوسېدونکی دی. خپله لومړنۍ او منځنۍ زده کړه یې په کابل ولایت کې د خوشحال خان عالي لېسې کې بشپړه کړې او په ۱۳۸۸ هـ ش کال کې د کانکور له لارې د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته بریالی شو. نوموړی له یاد پوهنځي څخه په ۱۳۹۳ ه ش کال کې په کادري درجه فارغ شوی دی.
نوموړی د اقتصاد په برخه کې دوه ماسترۍ لري: چې لومړۍ ماستري یې د ادارې او تجارت په برخه کې د ننګرهار پوهنتون څخه ترلاسه کړې، او دوهمه ماستري یې هم په اداره او تجارت په Finance په برخه کې یې د ICCR سکالرشیپ له لارې د هند د ALAGAPPA پوهنتون څخه په آنلاین ډول بشپړه کړې ده.
په مسلکي تجربې برخه کې، استاد محمد رشید عارف د پکتیکا د اداره او حسابدارۍ مسلکي انسټیټوټ کې د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده. وروسته یې د زم زم پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د علمي کادر په توګه کار پیل کړی او د استادي تر څنګ په بېلابېلو اداري او اکاډمیکو بستونو کې ۷ کاله په مربوطه پوهنتون کې علمي خدمت ترسره کړی دی ، او همدارنګه استاد محمدرشید عارف د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره کې د کاربازار د تحلیل متخصص او د تحقیق او نوآوري مشاور په توګه یو کال تجربه لري.
اوس مهال، استاد محمد رشید عارف د زم زم پوهنتون د عمومي رئیس په توګه دنده ترسره کوي او د لوړو زده کړو د پرمختګ، څېړنو د پیاوړتیا او د ځوان نسل د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره ژمن دی.