د علمي مرستیال بیوګرافي
استاد محمدنبي التموری د الحاج عبدالمالک احمدزي زوی د لوګر ولایت مرکز پل علم د التمور درې اوسیدونکی، په ۱۳۷۲ ه ش کال کې د پیښور په صوابۍ برکي کمپ کې په یوه دینداره او له قومي لحاظه په با رسوخه کورنۍ کې زیږیدلی.
زده کړې:
دندې:
ښاغلی محمد نبي التموری له ۱۴/۰۶/۱۳۹۷ څخه تر ۰۷/۰۱/۱۳۹۹نیټې پورې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د استاد او د ادارې او ډيپلوماسۍ ډیپارټمنټ د آمر په توګه، له ۰۸/۰۱/۱۳۹۹ څخه تر ۰۵/۰۱/۱۴۰۰ نیټې پورې، د مشورې او کارموندنې د مرکز د آمر په توګه، له ۰۶/۰۱/۱۴۰۰ څخه تر ۰۳/۰۱/۱۴۰۱ نیټې پورې د استادانو چارو د آمر په توګه، له ۰۴/۰۱/۱۴۰۱څخه تر ۰۷/۰۹/۱۴۰۱ نیټې پوري د محصلانو چارو د مرستیال په توګه او ۰۸/۰۹/۱۴۰۱څخه تر نن پورې زم زم د لوړو زدهکړو مؤسسې د علمي چارو مرستیال په توګه دنده پر مخ وړي.
علمي هڅې:
استاد التموری له څیړنو او تحقیق سره ځانګړي مینه لري، د څو مقالو سربیره یې لاندي کتابونه عملآ چاپ شوي
د یادوني وړ دی چې څو نور کتابونه یې چاپ ته تیار دي او ډیر ژر به د چاپ په ګڼه سمبال او د وطنوالو تر لاسونو ورسیږي.