نوم لیکنه او داخله

زم زم لوړو زده کړو موسیسي ته درخواست وکړئ

زم زم د لوړو زده کړو  مؤسسه چې اوس مهال په افغانستان کې د خصوصي تحصيلي نهادونو په قطار کې ځای لري، خپل ټول فغالیتونه د افغانستان د اساسي قانون او د لوړو  زده کړو  وزارت د قوانیو، لایحو، مقررو  په رڼا کې پرمخ وړي، ټولې کړنې يې ټولنې ته د داسې کادرونو وړاندې کولو لپاره دي، کوم چې په ګران ټاټوبي کې د تجارت، په  دولت کې د رهبري، ملي او نړۍ شموله نورو مشکلاتو ته د ځواب ویلو پوره وړتیا  او حل لارې لرلای شي، هیڅ فعالیت يې سیاسي او تعصبي جنبه او بڼه نه لري، او دا يې تر ابده ژمنتیا  هم ده. زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې په اول کې په درېیو مهمو پوهنځیو کې پانګونه وکړه، چې عبارت دي له اقتصاد، انجنیري، حقوق او سیاسي علومو څخه، چې  به د نوموړیو درۍ واړه پوهنځیو په کیفیت نوره زیاته سرمایه اچونه کوي ترڅو يې په نوموړې برخه کې کفیفت چارې او خدمتونه لا ګړندي شي او په ملي او نړیوالو معیارونو سمبال شي.

په افغانستان کې د لوړو زده کړو د کچې او فیصدي لوړېدو او په نړۍ کې د لوړو زده کړو  نهادونو ته په کتو چې څه ډول يې پرمختګونه کړي او څنګه يې د هغو هېوادو په پرمختګ، ثبات، امنیت، سیاست، اقتصاد او سیالي کې برخه  اخستې ترڅو  زموږ هېواد هم همدا هر څه ترلاسته کړي؛ نو د زم زم په نوم د تحصيلي نهاد د جوړولو نظریه په کال ۱۳۹۲ هـ ش کې منځته راغله او په دې برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړ، چې همدغه نظریه په همدې کال ۱۳۹۳ هـ ش کې په عمل بدله شوه او د لوړو زده کړو  وزارت له خوا يې ټول قانوني مراحل  په پانګه اچوونکي کس طی شول او  قانوني جواز  ورکړل شو، دا چې د لوړو زده کړو  وزارت په دې برخه کې ډېر ژمن او هماهنګ وو رسماً يې په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې د فعالیت اجازه ورکړه ، چې يې په همدې کال اوله دوره  محصلین د کانکور له لارې ونیول او فعالیت يې پیل کړ

علمي او اکاډمیک پروګرامونه

علمي او اکاډمیک پروګرامونه :

د پوهنځي او څانګو اصلي دنده د علمي برنامو ترسره کول دي. په همدې اساس، انجینري پوهنځی په پام کې لري، چې د یو با کیفیته او پرمختللي پوهنځی  په توګه بېلابېل انجینري   پروګرامونه پر مخ یوسي، چې له امله یې په هېواد کې د انساني ژوند په ښه والي او پرمختګ کې پوره ونډه لرلي وي. په دې لړ کې پوهنځی د علمي او اکاډمیکو پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره لاندې کړنې ترسره کوي:

 

د برېښنايي زده کړو پروګرامونه

دا چې په نړیواله کچه پوهنتونونه او د لوړو زده کړو مؤسسات د حضوري زده کړو تر څنګ د غیر حضوري زده کړو پروګرامونه پر مخ وړي او د شته امکاناتو پر مټ د خپلو خدماتو پوښښ ته پراختیا ورکوي ، دې موخې ته د رسېدو په پار پوهنتونونه او د لوړو زده کړو مؤسسات په خپلو خدماتو کې د ټکنالوژۍ ونډه زیاته او موثره ګټه ترې پورته کوي. د علمي او څېړنیزو بهیرونو د پیاوړتیا او موثریت لپاره پوهنتونونه او د لوړو زده کړو مؤسسات خپلو اړوند ښکېلو خواوو ته د برېښنایي اسانتیاوو په چمتوکولو سره هر اړخیز نوی والی او مثبت بدلون رامنځته کوي.

د کریکولم پراختیا

دا چې نړۍ او ټولنه په دوامداره توګه د بدلون او پرمختګ په حال کې ده، پوهنتونونه او تحصیلي موسسې اړ دي،چې د خپلو علمي پروګروامونو کریکولمونه د وخت، بازار او نورو ښکېلو خواوو د غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د کریکولم د بیاکتنې په ترڅ کې د نصاب موضوعاتو کې وخت په وخت نوي او مثبت بدلونونه رامنځته کړي.  پوهنځی  د خپلو اړوند علمي پروګرامونو د مثبت بدلون او د شرکاوو  غوښتنوته د ځواب ویلو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې کړنې ترسره کوي

فوق لسانس پروګرامونه

د هېوادونو او ټولنو د پرمختګ او وروسته پاتې والي لامل د اړوند هېواد د وګړو د پوهې او علمیت د کچې سره تړاو لري. د کومو هېوادونو پوهنتونونه چې خپلو وګړو ته د علمي او مسلکي زده کړو لپاره لسانس او فوق لسانس فعاله پروګرامونو لري هېوادونو یې په هر اړخيزه توګه پرمختګ او وده کړې ده او وګړو ته یې د هوسا ژوند کولو اسانتیاوې او زمینه برابره کړې. همدا علمي پروګرامونه چې د ژوندانه بېلابېلې ستونزې حلوي او د پرمختګونو لپاره لوری ټاکي. انجینري پوهنځی چې چې تر دې دمه ېې په دوو دورو کې د لسانس په کچه 

د غوښتنلیک پروسه

کله غوښتنه وکړئ؟

پیل نېټه د غوښتنلیک آخري نیټه  
November 1 November 1 December 15
january January 1 February 15
December January 1 April 1
sikiş erotik hikayeler sex Hikaye bahis siteleri Bayan Sohbet Hattı