مچلغو بند اقتصادي اهمیت

د څیړنې موضوع د مچلغو بند اقتصادي اهمیت څېړونکی : استاد عبدالجباروحدت د څېړنې موضوع: دمچلغو بند اقتصادي اهمیت د څېړنې هدف: د مچلغو بند اقتصادي شننه او د ټولنې وګړي او دولت د یاد بند پر اهمیت اګاه کول د څېړنې میتود: پوښتپاڼې برابري شوي او د عامو خلکو او اداراتو څخه نظر غوښتنه شوي همدا شان د دوهم لاس له مالوماتو څخه هم په یاده برخه کې ګټه پورته شوي ده. موضوع ته داخلیږو: مچلغو بند د پکتيا مرکز ګردېز ښار څخه ۴۰ کيلو متره مخ په سوېل ختيځه سيمه احمد ابا ولسوالۍ کې موقعيت لري ،داچې یاده ولسوالۍ خپله یو بهترین ستراتیژیک او تجارتي موقعیت لري چې د پکتیا ولایت لپاره د بام حیثیت لري او نوموړي ولسوالۍ له ګاونډي ولایت لوګر سره هم وصل ولسوالۍ ده چې لدې لاري مرکز کابل ته په اسانۍ سره زراعتي محصولات انتقالیدی شي،نو د دې ستراتیژیک موقعیت په اساس د نوموړي بند اقتصادي اهمیت هم څو چنده شوی دی، داچې د مچلغو بند ترډېره بریده په زراعتي برخه کې موثر او مفید دی ،خو له زراعت سره، سره د دې وړتیا هم لري چې کابو ټوله پکتیا یا د پکتیا ولایت ډېری برخی په برېښنا روښانه کړي . مچلغوبند چې تقریبا 2300 هکتاره ځمکه خړوبولی شي او 800 کیلو واټه برېښنا تولیدولی شي او لدې سره ترڅنګ شاوخوا900 کورنیو ته د څښاک اوبه رسولی شي چې د دې بند د جوړولو ټولټال مصارف تقریباً تر 23 میلیون ډالرو پوري رسیږي. په پکتیاولایت کې د فابریکو دعدم فعالیت ترټولوستر راز دبرېښنا نشتون دی ،دبرېښنا نشتون زموږ فابریکې،ادارې،بانکونه او دې ته ورته نور خدماتي نهادونه خورامتاثر کړي . د برېښنا شتون بل هغه اساسي عامل اوفکتوردی چې د صنعت ،تولید او نورو خدماتو په ترسره کولو کې خورا مفید او او رغنده رول لوبولی شي. د دقیقو احصائیوی مالوماتو له مخې د دې سیمې ډېری برخه کاری قوه په زراعت بوخت ده، اما نوموړی شغل د دوی د ژوند لپاره ځکه بسنه نه کوله چې زرګونه هکتاره ځمکه یې د تیلو د لوړقیمت او یا د کاریزونو د اوبو د نه شتون له امله شاړه پاتي وه چې د دې سیمې وګړو له نوموړي برخې څخه د مصرف شوی کار په نسبت ډېر کم عایدات لاسته راوړل،د مچلغو بند چې په رغولو سره به یې 2300 هکتاره ځمکه خړوبه شي چې له یوې خوا به زموږ زرګونه بیکاره ځوانانوته دکار زمنیه برابره شي او له بلي خوا به نه یوازي پکتیا ولایت د زراعتي محصولاتو په برخه کي په ځان بسیا کړي بلکي دافغانستان ډېری ولایات به د زراعتي محصولاتو په برخه کي د پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونوله احتیاج څخه وژغوري ،چې دا مستقیما زموږ د تجارت بیلانس (Balance Of Trade) مثبت طرف ته رهنمايي کوي اوبهرنیو هیوادونو ته د پانګي د خروج په کلکه مخنیوي کوي ، چې داپه خپله زموږ د هیواد د ملي عاید(National Income) په لوړولو کي فوق العاده رول لوبولی شي،د ملي عاید لوړوالی دهیوادوالو د ژوند د سطحي لوړولو هیلي هم له ځان سره لرلی شي ، له دې سره سره په یاده برخه کي زیات زراعتي محصولات او په ځان بسیاینه زموږ دپیسو د ارزښت دثبات لپاره هم یو ښه عامل کیدای شي. د نوموړي بند په جوړیدلو سره مو ډېری احتیاجات په هیواد دننه رفع کیدای شي ، دا او دې ته ورته زیربینايي پروژې هغه څه دي چې زموږ هیواد له موجوده اقتصادي بحران څخه ژغورلی شي ،چې د نظام لپاره هم دمالیاتو په برخه کي د یوي ښې منظمي تمویلی منبع په توګه یادیدی شي ،همداشان اقتصادي استقلال زموږ دسیاسي استقلالیت لپاره خورا زیات مهم دی،دا ځکه چې په ځآن بسیا هیوادوونه په ټولو سیاسي پریکړو کي ازاد او خودمختاره وي. داچې مچلغو بند څومره مهم دی او څومره اقتصادي تاثیرات له ځانه سره لري نو په جوړولو کې یې باید نظام نورهیڅ ځنډ ونه کړي ، څومره چې ژر ممکن وي باید اجراات وشي،چې ترډېره بریده باید ولسونه هم دې کار ته لبیک ووایي او په پوره توان سره یې باید د جوړولو او زمینه سازي لپاره هڅې وکړي. دا او دې ته ورته نورې اقتصادي پروژې به مو په ځان بسیا کړي. درنښت

Leave a Reply

sikiş erotik hikayeler sex Hikaye bahis siteleri Bayan Sohbet Hattı