د فراغت پروګرام

د فارغ شويو محصلانو د فراغت لمانځغونډه!

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې د درې ګونو پوهنځیو فراغت لمانځغونډه وشوه.
زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه ویاړي چې په دې کم تحصیلي مزل کې د ټولنې د خدمت په پار په درېیو پوهنځیو ( اقتصاد، انجنیري، حقوق او سیاسی علوم ) کې ګڼ شمېر محصلان فارغوي، غونډه چې د استاد احمد نصیر (هجران) لخوا د عظیم الشان قران په تلاوت پيل شوه، د بیرغ ښودل (شو) رسم ګزشت او ګڼ نور علمي او ملي مسائیل پکې وړاندې او مطرح شول.

د ښه راغلاست وینا زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې سرپرست علمي معاون عبدالجبار وحدت له خوا واورول شوه، محصلینو او د دوی والدینو ته یې د دوی د فراغت په ویاړ تبریکي وویله، زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې له استادانو څخه یې هم مننه وکړه دا یې د دوی د لاس نیالګي وبلل، کورنیو ته یې ډاډ ورکړ چې ستاسو اولادونه د کوم ارمان لپاره زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې ته راغلي وو هغه ارمان د دوی پوره شوی دی، دوی په علمي ګاڼه سمبال شوي دي او ټولنې ته به په ښه ډول د خدمت جوګه وګرځي او په مختلفو اداراتو یې غږ وکړ چې دوی ته د کار زمینه سازي وکړي.
د غونډې په اوږدو کې د ولايتي شورا وکيل ښاغلي محمد ايوب غروال محصلينو ته د فراغت په وياړ مبارکي وويله، زياته يې کړه همدا ځوانان به په راتلوونکي کې د همدې اولس مسير ټاکوونکي مشران او لارښوونکي وي، زموږ له پاره د وياړ او کار خلک همدوی دي، زم زم پوهنتون د ځوانانو او په ځانګړي ډول د پکتيا ولسونو ته د پام وړ علمي او مسلکي کارونه ترسره کړي او تر سره کوي يې.

د فارغ شويو محصلانو د فراغت لمانځغونډه!

زم زم د لوړو زده کړو مٶسسه ویاړي چې یو ځل بیا د دريو پوهنځيو(اقتصاد، انجنیري، حقوق او سیاسي علومو)څخه ګڼ شمېر برجسته او روزل شوي محصلان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې د درې ګونو پوهنځیو فراغت لمانځغونډه وشوه. زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه ویاړي چې په دې کم تحصیلي مزل کې د ټولنې د خدمت په پار په درېیو پوهنځیو ( اقتصاد، انجنیري، حقوق او سیاسی علوم ) کې ګڼ شمېر محصلان فارغوي،

sikiş erotik hikayeler sex Hikaye bahis siteleri Bayan Sohbet Hattı