زم زم پوهنتون فراغت غونډه

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې نن ورځ چهارشنبه (1400-8-5) نېټه د پنځمې، شپږمې او اوومې دورې فارغینو لپاره د فراغت غونډه په یو لړ شانداره مراسمو سره ونمانځله.

یاده غونډه کې له (اقتصاد، انجنیري، حقوق او سیاسي علومو پوهنځیو) څخه د 159 تنه په تعداد محصلان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول. غونډه کې ګڼو علمي شخصیتونو، روڼ‌اندو، مخورو، سپين‌ږيرو او ځوانانو ګډون درلود.

غونډه د استاد انجنير احمدالله ځدراڼ له لوري د قران پاک په څو مبارکو ایتونو سره پیل شوه، په پيل کې زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي استاد محمد امین علمي د پرانیست او ښه راغلاست پر مفهومه وینا وکړه، له اداري ټیم څخه یې مننه وکړه چې شپه او ورځ یې د محصلانو روزنې ته وقف کړې وه او دوی یې له عصر سره سم وروزل، محصلانو ته یې ځینې سپارښتنې وکړې چې تحصیل په همدې ځای مه دروئ ، بلکې د لا نورو لوړو زده کړو د ترلاسه کولو تلاش او هڅه وکړئ.

ورپسې په پکتیا ولایت کې د افغانستان اسلامي ا.مار.ت له لوري د لوړو زده کړو په برخه کې نماينده ښاغلي قاري همت خپله وینا واروله او فارغینو ته یې د کاري فرصتونو ډاډ ورکړ او عصري زده کړې یې د دیني زده کړو تر څنګ مهمې وبللې او یادونه یې وکړه چې موږ په دې هڅه کې یو تر څو له نړۍ سره د لوړو زده کړو په برخه کې توامیتونه ولرو او تاسو ته د لاښه تحصیل زمینه سازي وکړو.

همداراز د غونډې په جریان کې زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي استاد عبدالجبار وحدت خپله علمي وینا واوروله او د هېواد د ستونزو د حل یوازینی راز یې تحصیل کول وبلل، محصلانو او والدینو ته یې د دوی د فراغت په ویاړ مبارکي وویله او محصلانو ته یې ډاډ ورکړ چې تاسو د کار بازار د غوښتنو مطابق اړین مهارتونه تر لاسه کړي، تاسو د هر اداري کار جوګه یاست.

د غونډې په بهیر کې د پکتیا ولایت د پوهنې رئیس مولوي صاحب منیب خپله وینا وکړه او ویې ویل چې موږ د ښځینه وو د تحصیل مخالف نه، بلکې طرفدار يې یو او کوښښ کوو چې پدې برخه کې لا نوره زمینه سازي وکړو، دا هېواد نارینه او ښځینه علمي افرادو او د هر مسلک متخصصینو ته اړتیا لري. د غونډې په جریان کې د فارغو محصلانو په استازیتوب ښاغلي شمس الله خبرې وکړې. له ادارې یې مننه وکړه او یادونه یې وکړه چې زم زم یواځېنی پوهنتون وو چې د کور سره نږدې یې زموږ تحصیلي ارمان پوره کړ او د استادانو او اداري کارکوونکو له نېک برخورد څخه یې مننه او قدردانی وکړ.

د غونډې په وروستۍ برخه کې زم زم خصوصي ښوونځي د ترانې ټیم خپله ملي او وطني ترانه چې د استاد توصیف پکې شوی وو، په خپلو نرمو او خوږو غږونو سره واوروله، د پای په شېبو کې اول نمره‌ګانو ته ستاینلیکونه او فارغو محصلانو ته تصدیقونه په منظم ډول ووېشل شول او غونډه د استاد احمد نصیر هجران له لوري د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدله.

درنښت

د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت

زم زم؛ سپېڅلی نوم، سپېڅلی هدف

Leave a Reply

sikiş erotik hikayeler sex Hikaye bahis siteleri Bayan Sohbet Hattı