راتلونکي پروګرامونه

د تحقيقاتي (څېړنيزو) مرکزونو ايجادول

د پوهنځي په چوکاټ کې د ریسرچ او تحقیقي کارونو لپاره یوه مسلکي او په کار پوهه کميټه جوړه شوې. لابراتوار چې پخوا هیڅ موجود نه وو  اوس مهال یاده مؤسسه لابراتوار لري خو انجنیري پوهنځی هڅه کوي په راتلوونکې کې یو معتبر او پشپړ لابراتوار د محصلینو په واک کې ورکړي ترڅو محصلین او د پوهنځی علمي کادر غړي د خپلو علمي کارونو او څيړنو په اجرا کولو کې ورڅخه استفاده وکړي.

 

نورولولي

د تدريسی پروسې انکشاف او د معقول درسي نصاب ټاکل

د نړيوالو نورمونو  او کریدیت سېستم سره سم معياري درسي نصاب  د زم زم لوړو زده کړو مؤسسې کې د  لومړي ځل لپاره په انجينري پوهنځي کې پیل شو. چې تر اوسه پورې ۲ دورې انجينران ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

نور ولولي

د محصلينو د جذب او ظرفيتونو لوړول:

په هر کال کې د محصلينو په جذب کې د ۲۰ سلنې زياتوالي هدف ټاکل شوی  چې تر ډېره ترلاسه شوی.  

دمحصلینو لپاره د انټرشيپ پروګرامونه په لاره اچول شوي. چې په تیرو  کلنو کې د ۵۰ تنو په شاوخوا کې محصلین د عملي زده کړو لپاره دولتي او غير دولتي موسساتو ته معرفي شوي دي.

نور ولولي

د کریکولم پراختیا

دا چې نړۍ او ټولنه په دوامداره توګه د بدلون او پرمختګ په حال کې ده، پوهنتونونه او تحصیلي موسسې اړ دي،چې د خپلو علمي پروګروامونو کریکولمونه د وخت، بازار او نورو ښکېلو خواوو د غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د کریکولم د بیاکتنې په ترڅ کې د نصاب موضوعاتو کې وخت په وخت نوي او مثبت بدلونونه رامنځته کړي.  

نور ولولي
فوایدونو
لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسی
معالوماتي ټکنالوژۍ
له فارغ شويو محصلانو سره تجلیل

فوایدونو

د محصیلینو لپاره د خدماتو او اسانتیاوو پیاوړتیا

پوهنتونونه او د لوړو زده کړو مؤسسې هڅه کوي تل په خپلو علمي او خدماتي چارو کې محصلینو ته د پام وړ سهولتونه برابر او غوره پایلو په لرلو سره محصلین وروزي چې پوهنتونونه او د لوړو زده کړو مؤسسې د هېواد او په نړیواله کچه د محصیلینو توجه او رضایت خپل کړي.  د خدماتو او سهولتونو په وړاندې کولو سره پوهنتونونه غواړي چې له یو پلوه په علمي ټولنې کې خپل حیثیت لوړ کړي او له بل پلوه له همدې لارې مالي او مادي امکانات پراخه کړي. نو پر همدې اساس د انجینري پوهنځی  د غوره خدماتو او اسانتیاوو د پیاوړي کولو په موخه لاندې کړنې ترسره کوي

لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسی

هېوادونه هڅه کوي چې خپلو وګړو ته په پراخه توګه د لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره بېلابېلې اسانتیاوې برابرې کړي او هېواد یې په هر اړخیز ډول پرمختګ او وده وکړي.  د افغانستان لوړو زده کړو وزارت هم پدې هڅه کې دی چې د هېواد وګړي یې په بېلابېلو علمي برخو کې لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسي ولري. زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې په چوکاټ کې انجینري پوهنځی لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه دوو رشتو کې  علمي پروګرامونه پرمخ بیايي. لوړو زده کړو ته په شفافه توګه د پراخه لاسرسي په موخه پوهنځی  په راتلونکو پنځو کلونو لاندې کړنې ترسره کوي:

دا چې په نړۍ کې معالوماتي ټکنالوژي د معالوماتو په ترلاسه کولو، خوندیتوب ، د اړیکو په ټینګولو،  ښه مدیریت او د روزنیزو پروګرامونو په برخه کې رغنده دنده ترسره کوي، اړینه ده چې پوهنتونونه هم په کافي اندازه خپلې چارې د معالوماتي ټکنالوژۍ پر مت پیاوړي کړي. پوهنځی  هم معالوماتي ټکنالوژۍ څخه د خپلو چارو د انسجام او چټکیا په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. زېربېناوو ته پراختیا او وده ورکول
  2. د اداري، تخنیکي او مديريتي چارو سمون او پراختيا
  3. د ای ټي امنیتي وسایلو ته پاملرنه او پراختیا
  4. سوپر وای فای (WiFi) ته پراختیا ورکول
  5. د پوهنځي اړوند ټولې څانګې او اداري برخې د معالوماتي ټکنالوژۍ پواسطه وصلول
  6. په ټولو اداري دفترونو کې ډېجېټل ټېلیفون اسانتیاوې رامنځته کول
  7. د پوهنځي په ټولو څانګو کې کې معالوماتي ټکنالوژۍ ته د لاسرسي په غرض د یو تن مسؤل ټاکل

د معالوماتي ټکنالوژۍ ټولو کار کوونکو ته روزنیز ورکشاپونه برابرول

زم زم د لوړو زده کړو مٶسسه ویاړي چې یو ځل بیا د دريو پوهنځيو(اقتصاد، انجنیري، حقوق او سیاسي علومو)څخه ګڼ شمېر برجسته او روزل شوي محصلان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.
زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې اداره په پام کې لري چې د یادو فارغانو د فراغت جشن په علمي ولولو او شانداره
مراسمو سره سبا ورځ یکشنبه(1398/9/24) نېټه ولمانځي

زم زم پوهنتون فراغت غونډه

زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې نن ورځ چهارشنبه (1400-8-5) نېټه د پنځمې، شپږمې او اوومې دورې فارغینو لپاره د فراغت غونډه په یو لړ شانداره مراسمو سره ونمانځله. یاده غونډه کې له (اقتصاد، انجنیري، حقوق او سیاسي علومو پوهنځیو) څخه د 159 تنه په تعداد محصلان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې...
Read More

زم زم پوهنتون او آنلاین زده کړې!

د لوړو زده کړو وزارت د هدایت له مخې چې د کرونا (Covid-19) ساري ناورغۍ د مخنیوي په موخه چې د تحصیلي بنسټونو بهیر تر نامعلومې نیټې پورې ځنډیدلی. زم زم  پوهنتون د انلاین زده کړو بهیر د IT مدیریت او نشراتو مدیریت د هڅو په پایله کې پيل کړ. پدې زده کړو کې له...
Read More

مچلغو بند اقتصادي اهميت

د څیړنې موضوع د مچلغو بند اقتصادي اهمیت څېړونکی : استاد عبدالجباروحدت د څېړنې موضوع: دمچلغو بند اقتصادي اهمیت د څېړنې هدف: د مچلغو بند اقتصادي شننه او د ټولنې وګړي او دولت د یاد بند پر اهمیت اګاه کول د څېړنې میتود: پوښتپاڼې برابري شوي او د عامو خلکو او اداراتو څخه نظر غوښتنه...
Read More
sikiş erotik hikayeler sex Hikaye bahis siteleri Bayan Sohbet Hattı