د ۱۳۹۹ل کال د پسرلني سمستر پرانیستغونډه

د زم زم لوړو زده کړو مؤسسې د پسرلني سمستر پرانیستغونډه نن ورځ مؤرخ /۱۲/۱۲ /۱۳۹۸ د علمي معاون استاد عبدالجبار وحدت تر مشرۍ لاندې ترسره شوه.

غونډه د استاد احمد نصیر هجران له لوري د قران عظیم شان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

علمي معاون ټولو استادانو او اداري کارمندانو ته ښه راغلاست ووایه؛ د دوی تېرې کړنې چې د یادې مؤسسې په بهبود کې یې ترسره کړې وې، وستایلې. د ادارې د لاپیاوړتیا لپاره یې له استادانو غوښتنه وکړه چې د هرې کمیټې راپور به په خپل وخت علمي معاونیت ته سپاري. د استادانو له لوري به په مختلفو وختونو کې علمي سمینارونه وړاندې کیږي، هر استاد به په مختلفو برخو کې علمي څېړنې ترسره کوي. نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د یادې مؤسسې علمي مجلې لپاره به د علمي کادر غړي بېلابېلې موضوعګانې ترتیبوي.

ورپسې د زم زم لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو چارو معاون استاد محمد امین علمي د پسرلني سمستر د کانکور ازموينې په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د ازموینې د پوښتنو د ترتیب په پار یې د بېلابېلو اصلي او فرعي کمیټو غړي وټاکل.

د زم زم لوړو زده کړو مؤسسې د رهبري شورا له لوري د یادې مؤسسې د لا پیاوړتیا په موخه دوه تنه؛ هر یو استاد محمد رشید عارف د تضمین کیفیت د کميټې د آمر په توګه، عبدالولي پکتین د IT منیجر په توګه په دندو وګمارل شول او  دوی ته یې په دندو کې د لابریاؤ هیله څرګنده کړه. غونډه د اختتامیې دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

زم زم لوړو زده کړو مؤسسې د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت

Leave a Reply

sikiş erotik hikayeler sex Hikaye bahis siteleri Bayan Sohbet Hattı