Undergraduate Program

د محصلانو چارې

د فارغ شويو محصلانو د فراغت لمانځغونډه!
ـــــــــــــــــــــــــــ
زم زم د لوړو زده کړو مٶسسه ویاړي چې یو ځل بیا د دريو پوهنځيو(اقتصاد، انجنیري، حقوق او سیاسي علومو)څخه ګڼ شمېر برجسته او روزل شوي محصلان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

د محصلينو د جذب او ظرفيتونو لوړول:

په هر کال کې د محصلينو په جذب کې د ۲۰ سلنې زياتوالي هدف ټاکل شوی  چې تر ډېره ترلاسه شوی.  

دمحصلینو لپاره د انټرشيپ پروګرامونه په لاره اچول شوي. چې په تیرو  کلنو کې د ۵۰ تنو په شاوخوا کې محصلین د عملي زده کړو لپاره دولتي او غير دولتي موسساتو ته معرفي شوي دي.

ښوونکی جذب کوونکی پوهنځبونه

د انجنیري بوهنځۍ

د اقتصاد پوهنځۍ

حقوق او علوم سیاسی پوهنځۍ

انجنيري پوهنځي په ۱۳۹۳ ه ش کال کې رسما په فعالیت پیل وکړ، چې اکثره استادان يې د بهر او هيواد په داخل کې معتبرو پوهنتونونو کې زده کړې کړې دي، ياد پوهنځی د ددو ډيپارټمنټونو (سېول او مهندسي) درلودونکی ده، اوس مهال ګڼ شمېر محصلین پکې په زده کړو بوخت دي.

نور معلومات زم زم د لوړو زده کړو موسسی په باره

په افغانستان کې د لوړو زده کړو د کچې او فیصدي لوړېدو او په نړۍ کې د لوړو زده کړو  نهادونو ته په کتو چې څه ډول يې پرمختګونه کړي او څنګه يې د هغو هېوادو په پرمختګ، ثبات، امنیت، سیاست، اقتصاد او سیالي کې برخه  اخستې ترڅو  زموږ هېواد هم همدا هر څه ترلاسته کړي؛ نو د زم زم په نوم د تحصيلي نهاد د جوړولو نظریه په کال ۱۳۹۲ هـ ش کې منځته راغله او په دې برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړ، چې همدغه نظریه په همدې کال ۱۳۹۳ هـ ش کې په عمل بدله شوه او د لوړو زده کړو  وزارت له خوا يې ټول قانوني مراحل  په پانګه اچوونکي کس طی شول او  قانوني جواز  ورکړل شو، دا چې د لوړو زده کړو  وزارت په دې برخه کې ډېر ژمن او هماهنګ وو رسماً يې په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې د فعالیت اجازه ورکړه ، چې يې په همدې کال اوله دوره  محصلین د کانکور له لارې ونیول او فعالیت يې پیل کړ، زم زم د لوړو زده کړو  مؤسسه چې اوس مهال په افغانستان کې د خصوصي تحصيلي نهادونو په قطار کې ځای لري، خپل ټول فغالیتونه د افغانستان د اساسي قانون او د لوړو  زده کړو  وزارت د قوانیو، لایحو، مقررو  په رڼا کې پرمخ وړي، ټولې کړنې يې ټولنې ته د داسې کادرونو وړاندې کولو لپاره دي، کوم چې په ګران ټاټوبي کې د تجارت، په  دولت کې د رهبري، ملي او نړۍ شموله نورو مشکلاتو ته د ځواب ویلو پوره وړتیا  او حل لارې لرلای شي، هیڅ فعالیت يې سیاسي او تعصبي جنبه او بڼه نه لري

، او دا يې تر ابده ژمنتیا  هم ده. زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې په اول کې په درېیو مهمو پوهنځیو کې پانګونه وکړه، چې عبارت دي له اقتصاد، انجنیري، حقوق او سیاسي علومو څخه، چې  به د نوموړیو درۍ واړه پوهنځیو په کیفیت نوره زیاته سرمایه اچونه کوي ترڅو يې په نوموړې برخه کې کفیفت چارې او خدمتونه لا ګړندي شي او په ملي او نړیوالو معیارونو سمبال شي. تردې دمه همدا درۍ پوهنځي وخت په وخت د پرمختګ په حال کې دي. له دې وروسته به نورو پوهنځیو هم پانګونه کېږي ترڅو د علم په ډګر کې د خدمتونو ساحه پراخه شي.

فوایدونو
تجلیل له فارغ شويو محصلانو
لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسی:
ټکنالوژۍ ته لاسرسی

فوایدونو

د محصیلینو لپاره د خدماتو او اسانتیاوو پیاوړتیا

پوهنتونونه او د لوړو زده کړو مؤسسې هڅه کوي تل په خپلو علمي او خدماتي چارو کې محصلینو ته د پام وړ سهولتونه برابر او غوره پایلو په لرلو سره محصلین وروزي چې پوهنتونونه او د لوړو زده کړو مؤسسې د هېواد او په نړیواله کچه د محصیلینو توجه او رضایت خپل کړي.  د خدماتو او سهولتونو په وړاندې کولو سره پوهنتونونه غواړي چې له یو پلوه په علمي ټولنې کې خپل حیثیت لوړ کړي او له بل پلوه له همدې لارې مالي او مادي امکانات پراخه کړي. نو پر همدې اساس د انجینري پوهنځی  د غوره خدماتو او اسانتیاوو د پیاوړي کولو په موخه لاندې کړنې ترسره کوي

له فارغ شويو محصلانو سره تجلیل?

زم زم د لوړو زده کړو مٶسسه ویاړي چې یو ځل بیا د دريو پوهنځيو(اقتصاد، انجنیري، حقوق او سیاسي علومو)څخه ګڼ شمېر برجسته او روزل شوي محصلان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.
زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې اداره په پام کې لري چې د یادو فارغانو د فراغت جشن په علمي ولولو او شانداره
مراسمو سره سبا ورځ یکشنبه(1398/9/24) نېټه ولمانځي

لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسی:

هېوادونه هڅه کوي چې خپلو وګړو ته په پراخه توګه د لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره بېلابېلې اسانتیاوې برابرې کړي او هېواد یې په هر اړخیز ډول پرمختګ او وده وکړي.  د افغانستان لوړو زده کړو وزارت هم پدې هڅه کې دی چې د هېواد وګړي یې په بېلابېلو علمي برخو کې لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسي ولري. زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې په چوکاټ کې انجینري پوهنځی لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه دوو رشتو کې  علمي پروګرامونه پرمخ بیايي. لوړو زده کړو ته په شفافه توګه د پراخه لاسرسي په موخه پوهنځی  په راتلونکو پنځو کلونو لاندې کړنې ترسره کوي

معالوماتي ټکنالوژۍ ته لاسرسی

دا چې په نړۍ کې معالوماتي ټکنالوژي د معالوماتو په ترلاسه کولو، خوندیتوب ، د اړیکو په ټینګولو،  ښه مدیریت او د روزنیزو پروګرامونو په برخه کې رغنده دنده ترسره کوي، اړینه ده چې پوهنتونونه هم په کافي اندازه خپلې چارې د معالوماتي ټکنالوژۍ پر مت پیاوړي کړي. پوهنځی  هم معالوماتي ټکنالوژۍ څخه د خپلو چارو د انسجام او چټکیا په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. زېربېناوو ته پراختیا او وده ورکول
  2. د اداري، تخنیکي او مديريتي چارو سمون او پراختيا
  3. د ای ټي امنیتي وسایلو ته پاملرنه او پراختیا
  4. سوپر وای فای (WiFi) ته پراختیا ورکول
  5. د پوهنځي اړوند ټولې څانګې او اداري برخې د معالوماتي ټکنالوژۍ پواسطه وصلول
  6. په ټولو اداري دفترونو کې ډېجېټل ټېلیفون اسانتیاوې رامنځته کول
  7. د پوهنځي په ټولو څانګو کې کې معالوماتي ټکنالوژۍ ته د لاسرسي په غرض د یو تن مسؤل ټاکل

د معالوماتي ټکنالوژۍ ټولو کار کوونکو ته روزنیز ورکشاپونه برابرول

sikiş erotik hikayeler sex Hikaye bahis siteleri Bayan Sohbet Hattı