د علمي برنامو د کلنۍ بیا کتنې اړوند علمي سمینار او د تائید شوي ستراتیژیک پلان په پار ناسته ترسره شوه !

یاده  ناسته د تضمین کیفیت کمیټې د مسؤل له خوا په لاره اچول شوې وه، په پيل کې ټولو اداري کارمندانو او استادانو ته د زم زم لوړو زده کړو مؤسسې د رهبري شورا له خوا د ستراتیژیک پلان د تائیدۍ په پار مبارکي ورکړل شوه او دا یې د دوی د ګډو هڅو پایله وبلله او زیاته یې کړه چې ټولې کړنې باید د ستراتیژیک پلان په اساس مخته ولاړې شي.

ورپسې د تضمین کیفیت د کمیټې د مسؤل له لوري د علمي برنامو د کلنۍ بیا کتنې علمي سمینار وړاندې شو. ګډونوالو د سمینار له وړاندې کولو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې ددې ډول سمینارونو د وړاندې کولو فرصتونه د نور هم برابر شي. په پای کې د استادانو او اداري کارمندانو  پوښتنو ته یو په بل پسې ځوابونه وویل شول او غونډه پای ته ورسېده.

د زم زم لوړو زده کړو مؤسسې د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت

Leave a Reply

sikiş erotik hikayeler sex Hikaye bahis siteleri Bayan Sohbet Hattı