Undergraduate Program

انجنیري پوهنځی

 زم زم د لوړو زده کړو مؤسسی انجنیری پوهنځۍ یوله هغه پوهنځیو څخه دی چې په ۱۳۹۳ کال کې  تأسیس شوی او د سېول انجینري او د مهندسي د څانګې لرونکی دی.انجنیرۍ پوهنځی  د تیرو څو کلونو  په درشل کې په یادو څانګو کې زیات شمیر کادرونه ټولنې ته په دولتي او غیر دولتي سکتورونو کې د خدمت په موخه وړاندي کړي .

 

انجینري پوهنځی په سیول څانګه کې د کریدیت نړیوال سیستم پلی کيږي.

په تیرو کلونو کې د پوهنځی د انکشافي او ستراتیژیک پلان له مخې د سېول همدارنګه د مهندسۍ څانګې ایجادې شوې،  چې د سیول څانګې تر دې دمه دوه دورې فارغین ورکړي چې په لومړی دوره کې پنځه تنه او همدارنګه په دوهمه دوره کې یې دری تنه فاغین ورکړي دي، همداشان ګڼ شمېر محصلین په دې ډیپارتمنت کې په زده کړو بوخت دي او په هر کال او په هر کانکور(بهاري او خزاني) ازموینه کې دې څانګې ته ګڼ شمېر محصلین جذبیږي. ددې ترڅنګ د  مهندسي څانګې تراوسه پورې نه محصل لري او نه هم فارغین او زم زم لوړو زده کړو مؤسسې انجنیري پوهنځی ددې هڅه کوي تر څو د نوموړې څانګې د فعالیدو لپاره استادان او همداشان محصلین جذب کړي.

د انجنیریِ پوهنخی دیپارتمنت

د سیول انجنیری

د مهندسی انجنیری

د انجینري پوهنځي اداره په دې هڅه کې ده چې په یاده څانګه(سیول) علمي پروګرام کې د اوسنۍ عصري نړۍ مطابق انجینري  پروګرامونه د هېواد د ملي او د لوړو زده کړو وزارت د ستراتېژیو په پام کې نیولو سره  پلي کړي، چې دغې چارې ته يې په خپل پنځه کلن (۱۳۹۷- – ۱۴۰۱) ستراتیژیک پراختیايي پلان کې لومړيتوب ورکړی دی.

په دې پنځه کلن ستراتيژيک پلان کې انجینري پوهنځي خپل لیدلوري او موخو  ته په کتو د خپل ماموریت په موثره توګه ترسره کېدو لپاره ټولې اړتیاوې او اسانتیاوې په هر اړخیزه توګه په پام کې نیولي دي. د دې پلان د ترتیبولو لپاره د پوهنځي د ادارې لخوا د پوهنځي د علمي شورا په تائید د ستراتیژیک پراختیايي پلان جوړولو کمېټه جوړه  شوېده چې غړي یې له اړوندې څانګې څخه ټاکل شوي دي. په یاد پلان کې پر بنسټيزو تاسیساتو او اسانتیاوو رامنځته کولو سربېره، د پوهنځي او څانګو علمي، اکاډمیکو او څېړنیزو چارو د پراختیا په برخه کې ظرفیت لوړونې او علمي پروګرامونو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.  دغه راز  ددې ستراتېژیک پلان په ترتیبولو کې د پوهنځي تېرو ستراتیژیکو پراختیايي پلانونو او د پوهنځي د  ښکیلو خواوو رغنده نظرونه په پام کې نیول شوي. په ذکر شوي پنځه کلن پلان کې ټولې هغه برخې چې په تېرو ستراتیژیکو پلانونو کې يې چارې نیمګړې پاتې وې په پام کې نیول شوي او د پوهنځي او پوهنتون اداره يې بشپړپلي کېدو ته ژمنه ده.

د یاد پلان له پلي کېدا وروسته به پوهنځی   د پوهنتون او په سیمه ییزه کچه ځانګړی نوم  او باور ترلاسه کړي، چې په پاېله کې به د زم زم لوړو زده کړو مؤسسې مشرتابه وهڅول شي چې پوهنتون او په خاصه توګه پوهنځي  ته هر اړخیزه مالي، اداري او اکاډمیکه خپلواکي ورکړي او پوهنتون به د لا پرمختګ او ودې فرصتونه ترلاسه کړي.

فوایدونو
تجلیل له فارغ شويو محصلانو
لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسی
معالوماتي ټکنالوژۍ

د محصیلینو لپاره د خدماتو او اسانتیاوو پیاوړتیا

پوهنتونونه او د لوړو زده کړو مؤسسې هڅه کوي تل په خپلو علمي او خدماتي چارو کې محصلینو ته د پام وړ سهولتونه برابر او غوره پایلو په لرلو سره محصلین وروزي چې پوهنتونونه او د لوړو زده کړو مؤسسې د هېواد او په نړیواله کچه د محصیلینو توجه او رضایت خپل کړي.  د خدماتو او سهولتونو په وړاندې کولو سره پوهنتونونه غواړي چې له یو پلوه په علمي ټولنې کې خپل حیثیت لوړ کړي او له بل پلوه له همدې لارې مالي او مادي امکانات پراخه کړي. نو پر همدې اساس د انجینري پوهنځی  د غوره خدماتو او اسانتیاوو د پیاوړي کولو په موخه لاندې کړنې ترسره کوي

زم زم د لوړو زده کړو مٶسسه ویاړي چې یو ځل بیا د دريو پوهنځيو(اقتصاد، انجنیري، حقوق او سیاسي علومو)څخه ګڼ شمېر برجسته او روزل شوي محصلان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.
زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې اداره په پام کې لري چې د یادو فارغانو د فراغت جشن په علمي ولولو او شانداره
مراسمو سره سبا ورځ یکشنبه(1398/9/24) نېټه ولمانځي

هېوادونه هڅه کوي چې خپلو وګړو ته په پراخه توګه د لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره بېلابېلې اسانتیاوې برابرې کړي او هېواد یې په هر اړخیز ډول پرمختګ او وده وکړي.  د افغانستان لوړو زده کړو وزارت هم پدې هڅه کې دی چې د هېواد وګړي یې په بېلابېلو علمي برخو کې لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسي ولري. زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې په چوکاټ کې انجینري پوهنځی لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه دوو رشتو کې  علمي پروګرامونه پرمخ بیايي. لوړو زده کړو ته په شفافه توګه د پراخه لاسرسي په موخه پوهنځی  په راتلونکو پنځو کلونو لاندې کړنې ترسره کوي

دا چې په نړۍ کې معالوماتي ټکنالوژي د معالوماتو په ترلاسه کولو، خوندیتوب ، د اړیکو په ټینګولو،  ښه مدیریت او د روزنیزو پروګرامونو په برخه کې رغنده دنده ترسره کوي، اړینه ده چې پوهنتونونه هم په کافي اندازه خپلې چارې د معالوماتي ټکنالوژۍ پر مت پیاوړي کړي. پوهنځی  هم معالوماتي ټکنالوژۍ څخه د خپلو چارو د انسجام او چټکیا په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. زېربېناوو ته پراختیا او وده ورکول
  2. د اداري، تخنیکي او مديريتي چارو سمون او پراختيا
  3. د ای ټي امنیتي وسایلو ته پاملرنه او پراختیا
  4. سوپر وای فای (WiFi) ته پراختیا ورکول
  5. د پوهنځي اړوند ټولې څانګې او اداري برخې د معالوماتي ټکنالوژۍ پواسطه وصلول
  6. په ټولو اداري دفترونو کې ډېجېټل ټېلیفون اسانتیاوې رامنځته کول
  7. د پوهنځي په ټولو څانګو کې کې معالوماتي ټکنالوژۍ ته د لاسرسي په غرض د یو تن مسؤل ټاکل

د معالوماتي ټکنالوژۍ ټولو کار کوونکو ته روزنیز ورکشاپونه برابرول

.

sikiş erotik hikayeler sex Hikaye bahis siteleri Bayan Sohbet Hattı